ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۵ کال د مۍ د میاشتې پورې به په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۸۶۷ زرو ماشومانو په ګډون د پنځه کلنو څخه د کم عمر نږدې ۳.۵ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته شي.
د ریلیف انټرنیټي پاڼه کې په یو خپور شوي راپور کې په خوارځواکۍ د شپږو او ۵۹ میاشتو ترمنځ ددغه شمیر ماشومانو د اخته کیدو اټکل د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۵ کال د مۍ ترمنځ موده کې شوی او د ماشومانو د حالت بدلون لپاره په سمدستي ډول د مداخلي غوښتنه شوې ده.
په دې راپور کې ویل شوي: " په دې شمیر کې ۸۶۷ زره او ۳۰۰ پر سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان او نږدې ۲.۶ میلیونه د منځنۍ کچې په خوار ځواکۍ اخته ماشومان شامل دي. ددې سربیره تمه کیږي چې په همدې موده کې به ۱.۲ میلیونه امیدوارې او شیدې ورکوونکې میندې د سختې خوارځواکۍ له ناروغۍ وکړیږي."
ملګرو ملتونو هلمند، کندهار، نورستان او پکتیکا ولایتونه په هغو ولایتونو کې شمیرلې چې په کې د خوارځواکۍ د څلورمې کچې یا په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو زیات شمیر شتون لري او په ۲۴ نورو ولایتونو کې چې په کې کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، پنجشیر، غزني، پکتیا، خوست، دایکنډي، بدخشان، تخار، کندز، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، کونړ، غور، بادغیس، هرات، فراه نیمروز، اروزګان او زابل ولایتونو کې ماشومانو د خوارځواکۍ د درېیمې کچې یا منځنۍ کچې په ناروغۍ اخته ماشومان شتون لري.
په دې راپور کې ویل شوي چې په پاتې شپږو ولایتونو کې ماشومانو د خوارځواکۍ په دوېیمه کچه ناروغۍ اخته دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د روان کال د مې د میاشتې پورې به د بلخ ولایت پرته په دغو شپږو ولایتونو کې وضعیت همداشې پاتې شي. خو په دې راپور کې ویل شوي چې د بلخ په ولایت کې به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت لا خراب شي او په دې ولایت کې به پر دغې ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو وضعیت د درېیمې کچې یا منځنۍ کچې ناروغۍ ته لوړ شي.
په دې راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې به د خوست په ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو وضعیت یو څه ښه شي او په دې ولایت کې به پر خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو وضعیت د درېیمې کچې څخه به د دوېیمې کچې حالت ته بدل شي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې تر میاشتې موده کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ټولو اخته شویو ماشومانو ۴۲ فیصده یې په پنځه ولایتونو کابل، هلمند، ننګرهار، هرات او کندهار کې ثبت شوي دي.
همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې د ۱.۲ میلیونو پر خوارځواکۍ د اخته شویو امیدواره او ماشومانو ته د شیدو ورکوونکو میندو له ډلې ۴۰ فیصده یې په پنځه ولایتونو کابل، بدخشان، هرات، بلخ او ننګرهار کې ثبت شوي دي.
افغانستان کې پولیو پیښو زیاتیدل
د ریلیف انټرنیټي پاڼې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین دوه ځلې ځنډولو وروسته د دغه کال د اکتوبر په میاشت کې د واکسین د تطبیق اجازه ورکړه، خو د کور په کور د واکسین د تطبیق پرځای یې ماشومانو ته په جوماتونو او د کلیو په مرکزونو کې د واکسین د ورکولو پریکړه وکړه.
په دې راپور کې ویل شوي: " له دې وروسته به واکسیناتوران کور په کور د واکسین د تطبیق وړتیا ونلري. داسې ښکاري چې دغه ځنډ او د واکسین د تطبیق په بڼه کې بدلون ممکن په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو سبب شوی وي".
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي، چې په تیرو څلورو کلنو کې تر ټولو لوړ شمیر دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دا شمیر نه مني او ادعا کوي " په هیواد کې د پولیو هیڅ پیښه نه ده ثبت شوې".
افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ویروس په دغو هیوادونو کې د ماشومانو ژوند د ګواښ سره مخ کوي.
فورم \ دبحث خونه