د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیې کې د افغانستان سفارت د فعالیت د بندیدو په اړه ددغه سفارت د اعلان په غبرګون کې ویلي چې انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د سفارت دروازې د مراجعینو پرمخ پرانیستې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي د پنجشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرخپله پاڼه لیکلي چې اوس مهال د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د طالبانو د حکومت له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.
هغه لیکلي: "هېوادوال بايد ډاډه اوسي چې په سفارت کې د اسلامي امارت [طالبانو] د دیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي. د هېوادونو په ديپلوماتيکو استازوليو کې ديپلوماتيک کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده".
په ترکیې کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه ۱۸) اعلان وکړ، چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې په اساس په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په ترکیې کې د افغانستان سفارت خپلې چارې د هغو دپلوماتانو له خوا مخې ته وړلې د افغانستان د "اسلامي جمهوریت" پر مهال ګمارل شوي وو.
د افغانستان سفارت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې فعالیتونه یې د "کوربه هېواد د پرېکړې" په اساس بند کړل.
په دغه بیان کې لیکل شوي دي: "د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې راوروسته، د سفارت د کنترول د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له ناکامو هڅو، د سفارت په دیپلوماتانو او مامورانو باندې د دوامداره فشارونو او همدغه راز د ترکیې په حکومت باندې له فشارونو څخه وروسته، د( ترکیې) د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د جمهوریت د سفیر او د سفارت د دیپلوماتانو ماموریت ختم کړي."
له دغه اعلان سره سره بیا هم سفارت د پنجشنبې په ورځ ټوله ورځ کار وکړ. د فرانس پرس خبري اژانس وایي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان له سفارت سره یې تماسونه ونیول، خو یو یې هم په دې اړه څرګندونې ونه کړې.
د سفارت یو امنیتي ساتونکي ویلي دي، چې سفارت ځکه تړل کېږي چې د "طالبانو رژیم سره یې همغږي " نه لرله.
خو د ایکس په حساب کې د افغانستان سفارت په بیان کې د سفارت د بندېدو علت په افغانستان کې "د خلکو په خوښه د یو مشروع حکومت نه شتوالی" ښودلی شوی او "په تېرو کلونو کې د همکارۍ له کبله" د ترکیې له حکومت څخه مننه کړې ده.
د ترکیې حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي .
ترکیې په کابل کې د طالبانو په حکومت کې هم خپل سفارت فعال ساتلی او همدغه راز د مزار او هرات په ښارونو کې یې هم کونسلګرۍ پرانیستې دي.
پاکستان، چین او روسیه په هغو هېوادونو کې شامل دي، چې د طالبانو دیپلوماتان یې منلي دي او د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو خوا پرمخ وړل کیږي.
سره له دې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو څه باندې درې کاله کېږي، یو هېواد هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان استازولی د سرپرستۍ چارې هم د افغانستان د پخواني رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا پرمخ وړل کیږي.
نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت همه شمول نه بولي او د ځینو نورو شرایطو تر څنګ یې، د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته درناوی او د همه شمول حکومت جوړول د رسمیت پېژندلو لپاره شرایط ټاکلي دي. خو طالبان وایي چې حکومت یې همه شمول دی او د «شریعت» په اساس ښځو ته حقوق ورکوي.
فورم \ دبحث خونه