په اسلامي هيوادونو کې د نجونو د زده کړو پرمخ د بنديزونو د حل لارې لټولو لپاره د ٥٧ اسلامي هیوادونو دوه ورځنی نړيوال کنفرانس په یکشنبه د جنورۍ پر ۱۲ (مرغومي ۲۳) د پاکستان په اسلام آباد کې پای ته ورسېد۔
د سعودي عربستان یوې ادارې، "رابطه العالم اسلامي" په نوښت او د پاکستان حکومت په کوربتوب په دې غونډه کې د بېلا بېلو اسلامي هېوادونو او سازمانونو نږدې ۱۵۰ استازي، مدني فعالان، د بشري حقونو کار کوونکي او ديني عالمان شریک وو.
په غونډه کې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی پکې ګډون و نه کړ.
له کنفرانس څخه هیلې
دې کنفرانس ته له برېتانیا څخه د افغانستان د یوې خیریه ټولنې "موزيک فاونډيشن" مشر زلمی نشاط هم ګډون کړی وو.
له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه هیله وښودله چې دا کنفرانس به ښې پایلي ولري. "په افغانستان کې چې د نجونو په زده کړو کوم بنديز دی هغه اوس په دې کانفرانس کې اسلامي هیوادونو ته نور هم ښه په ډاګه شو."
په دې کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون د هغوی لپاره څه پایلې لرلای شي. په دې اړه له امریکا غږ سره په خبرو کې د تعليم او سيمه ايزو چارو شنونکی پروفیسور ډاکټر خادم حسين وويل، دا کنفرانس د نجونو د تعليم په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر فشار لاندې راوستلای شي.
خادم حسېن وايي "دې کانفرانس ته د افغانستان د چارواکو نه راتګ به په اسلامي هيوادونو کې د دوی په خلاف غږونه پورته کړي او اغېزه به يې يو وخت د افغانستان د نجونو د ښونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو په صورت کې راځي. "
ورته نظر په پېښور کې خبريال او د افغان چارو شننونکي شميم شاهد هم لري چې د اسلام اباد کنفرانس په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو فشار زیاتولای شي.
نوموړي زیاته کړه، "د دې کنفرانس ترڅنګ بايد نړيوال قوتونه د د طالبانو پرضد کوټلی ګامونه پورته کړي نو هله به هغوی دې ته اړ شي چې د افغانستان ولس ته بشري حقونه ورکړي او ورسره د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي۔"
په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو پر موضوع په اسلام اباد کې رابلل شوې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د جنورۍ پر ۱۲مه (مرغومي ۲۳) پای ته ورسېده.
د غونډې په پای کې یوه اعلاميه خپره شوې چې په کې د نجونو د زده کړو په برخه کې یو لړ وړاندیزونه شوي دي.
وړاندیزونه
۱- په مسلمانو ټولنو کې د نجونو په زده کړو د یوې تاریخي غونډې راجوړل وستایل شول او دا یې یو بې ساری اقدام وباله، چې پکې مذهبي مشرانو پراخ ګډون وکړ.
ګډونوالو د نجونو د زده کړو پروړاندې خنډونه په اسلامي او ټولنیزو اصولو کې د حل لپاره د ګډو هڅو ملاتړ وکړ.
۲- د نجونو زده کړه یوازې مذهبي مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې یوه بنسټیزه اړتیا او د هغوی د بنسټیزه حقونو برخه ده.
۳- د زده کړې بهیر باید د اسلامي تعلیماتو له اصولو سره سم په منظم ډول ترسره شي.
۴- د نجونو د تعلیمي حقونو خوندیتوب، هغوی ته د روزنیزه فرصتونو ورکولو ضمانت، او د داسې چاپېریال جوړولو لپاره د ګډو هڅو هوډ وښود، چې باسوادې مېرمنې د پیاوړه کورنیو پالنه او د پرامنه ټولنو په رامینځ ته کولو باندې مثبت اغېز کولای شي. په دې سره په نړۍ کې سوله رامینځ ته کېږي او ټولنه له تندلاریتوبه، تشدده، جرمونو او الحاده خوندې کېږي.
۵- د ځینو ټولنو له دودنو د راټوکېدونکو تندرلارو فکرونو، فتواوو او نظریاتو څخه باید خبرداره واوسو چې د نجونو د زده کړو پروړاندې خنډونه جوړوي، ښځې کمتره او ټیټې ګڼي، دا د مذهب تر ټولو شرمونکی استحصال دی، چې موخه یې یوازې د محرومیو او د بېلتون تګلارو ته جواز برابرول دي.
۶- د اسلامي حکومتونو د مرستې لپاره باید ټولې سرچینې برابرې کړل شي چې دغه ډول د تعلیم وسایل او مضامین لا ښه کړل شي، او په ځانګړې توګه د نجونو تعلیم په ملي لومړیتوبونو کې راوړل شي، چې هغوی ته د زده کړو د بنسټیز حق ضمانت ورکړل شي.
۷- له بې وزلۍ، شخړو او ټولنیزو ننګونو څخه د اغېزمنو نجونو لپاره دې د وړیا زده کړو بورسونه برابر کړل شي.
۸- د اسلامي فقهي ادارو د پرېکړو او د علماو فتواوو ته د پاملرنې سپارښتنه شوې چې په بیلا بیلو څانګو کې د ښځو د تعلیم حاصلولو شرعي حق مني. او هغه نظرونه ته اغېزمنه ځواب ویل دی چې د ښځو د فطري او دیني حق مخالفت کوي.
۹- د زده کړو مواد په ډیجیټل بڼه تعلیمي مواد جوړ شي، ترڅو لرې پرتو سیمو کې مېشتو نجونو ته زده کړې اسانه شي.
۱۰ـ ځانګړې اړتیا لرونکو نجونو لپاره باید داسې پروګرامونه جوړ شي چې هغوی ته مساوي تعلیمي او ټولنیز فرصتونه برابر شي.
۱۱ـ د اسلامي هېوادونو قانون جوړونکيو سازمانونو ته بلنه ورکړل شوه، چې هغوی دې د نجونو تعلیم ته د ودې ورکولو لپاره قوانین، کړنلارې او ملي نظامونه جوړ کړي.
۱۲ـ د اسلامي هیوادونو دولتي او شخصي رسنیو ته بلنه ورکړل شوه چې هغوی دې د نجونو د زده کړو په باب د پوهاوي او بیدارۍ کمپاین وچلوي. او هغه مخالفو اوازونو ته دې ځواب ووايي، چې د نجونو د تعلیم مخالفت کوي.
۱۳- په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم ته د پام را ګرځولو لپاره د څېړنو او مطالعاتو ملاتړ او د هغوی د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو کمولو وړاندیزونه وشول.
۱۴- د اسلامي نړۍ د رابطې سازمان د مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی له خوا د بین المللي شراکت دارۍ لپاره د یوې داسې پراخې ټولنې د جوړولو ستاینه وشوه چې موخه یې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم ملاتړ دی چې پکې د ملګرو ملتونو ترڅنګ دولتي او نادولتي ادارې شاملې دي.
۱۵- هغه ټول کسان یا ادارې چې د دې ریښتني اسلامي او دیني کړنلارو مخالفت کوي یا یې هم په دې اړه اندیښنې لري هغوی په متفقه توګه د اسلامي امت له فکري چوکاټه وتلي دي او له داسې خلکو دې د پرېکون اعلان وکړل شي.
۱۶ ـ د کنفرنس ګډونوال، مذهبي بنسټونو، دیني غونډو، په اسلامي او نورو هیوادونو کې د جمعې خطبو ته څرګند پېغام ورکول کېږي چې د اسلام بدنامولو او د ښځو له حقونو د سرغړونو هڅې دې ودرول شي.
۱۷ـ د دې کنفرانس د ټولو وړاندیزونو د عملي کولو او د هغه د مادي او اخلاقي ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ رابطې سازمان او د مسلمان علماو شورا مشرشیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی ته مسوولیت وسپارل شو.
یاده دې وي چې په ٢٠٢١ کال چې کله طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ نو راتلو سره سم یې د نجونو پر تعليم بندیز ولګاوه.
افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ اسلامي هېواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته پکې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
فورم \ دبحث خونه