د لاس رسي وړ اتصالات

 
کندز کې د ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست

کندز کې د ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز په ولایت کې د کابل بانک د څانګې مخ ته په شوي ځانمرګي برید کې لږ ترلږه پنځه کسان مړه شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز په ولایت کې د کابل بانک د څانګې مخ ته په شوي ځانمرګي برید کې لږ ترلږه پنځه کسان مړه شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې د کابل بانک د یوې څانګې مخ ته د سه شنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اوه نور ټپیان شوي په غاړه اخیستی او ویلي دي چې دا برید یې د طالبانو د حکومت پر کارکوونکو باندې کړی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) د داعش د ډلې د تبلیغاتي څانګې له قوله ویلي چې ددغې ډلې اړوند یو ځانمرګي برید ګر کندز کې د کابل بانک د څانګې مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړې، چې د طالبانو وسله وال د معاشونو د اختیستلو لپاره د بانک مخې ته راټول شوي وو.

په کندز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دا برید په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ شوی.

هغه وویل: "نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵ مخکې له غرمې د کندز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې و بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د پنځه تنه مجاهدین [طالبان] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او اووه تنه یې زخمیان کړي دی".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم امریکا غږ ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل چې په دې برید کې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې په اړه به جزئیات وروسته رسنیو سره شریک شي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پیښې په تړاو تر دامهاله څوک ندې نیول شوې خو د کندز ولایت امنیه قومانداني له اړوندو ارګانونو سره په هڅو کې ده تر څو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپارې.

ددې دمخه جمعه الدین خاکسار سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو چې دا چاودنه نن سهار [سه شنبه سهار] د کابل بانک مخې هغه مهال و شوه چې د طالبانو د حکومت مامورین او نور عام وګړي د خپلو معاشونو اخیستلواو له بانک څخه د پیسو د ایستلو لپاره ددغه بانک مخې ته راټول شوي وو.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د امنیتي منسوبینو په ګډون مامورین د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخ ته راټول شوي وو، چې له امله یې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دې چاودنه کې اکثره تلفات د طالبانو د کندز او تخار ولایتونو امنیتي منسوبینو ته چې دغه بانک ته د معاش د اخیستلو لپاره تللي وو رسیدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې چې د طالبانو له خوا په رسمي ډول تائید شوي نه دي ویل شوي چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان مړه شوي او تر ۱۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس ټپیان د پیښې له ځایه د طالبانو د عمري ۲۱‍۷ قول اردو روغتون ته انتقال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG