د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ښار په نهمه حوزه کې د کور او ښار جوړولو وزارت دروازې ته څیرمه په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه د یو تن د وژل کیدو او درې نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجنشبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) امریکا غږ ته دا ځانمرګی برید تائید کړ او ویې ویل چې مخکې له دې چې بریدګر د کور او ښار جوړولو وزارت ودانۍ ته ننوځي، د امنیتي ساتوونکو له خوا پیژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.
هغه وویل: "متاسفانه چې نن یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې وزارت ته داخل شي، په دروازه کې د مجاهدینو له خوا [طالبانو ساتوونکو] وپيزندل شو او الحمدالله هدف ته د رسیدو مخکې ووژل شو، ددې له امله چې نږدې ورسره ځینې کسان وو [پیښې ځای] درې ټپیان او یو شهید لرو".
تر اوسه د طالبانو امنیتي چارواکو د پنجشنبې د ورځې د سهار پر مهال ددغه ځانمرګي برید دقیقه نیټه نه ده ښودلې. د ځینو سرچینو د راپورونو له مخې دغه بریدګر غوښتل چې د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت دننه ددغه وزارت پر یو مرستیال باندې چې په راپورونو کې یې نوم نه دی ښودل شوی برید وکړي.
په دغو راپورونو کې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر دوه او د ټپیانو شمیر درې تنه ښودل شوی دی.
تر اوسه ددغه برید مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. دا په کابل کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت کې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر د میاشتې په ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د دغه وزارت پر سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د برید وروسته چې په پایله کې یې هغه او ددغه وزارت څو تنه کارکوونکي مړه او ټپیان شو د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو د برید دوېیمه هڅه ده.
د ګډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت کې پر خلیل الرحمان حقاني باندې د ځانمرګي برید مسوولیت د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په غاړه اخیستی وو.
داعش ډلې د کندز په ولایت کې د تیرې سه شنبې په ورځ د کابل بانک یوې څانګې مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی. په دې برید کې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو په ګډون لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي وو.
د فرانس پریس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) د داعش د ډلې د تبلیغاتي څانګې له قوله ویلي چې ددغې ډلې اړوند یو ځانمرګي بریدګر کندز کې د کابل بانک د څانګې مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړې، چې د طالبانو وسله وال د معاشونو د اختیستلو لپاره د بانک مخې ته راټول شوي وو.
په کندز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دا برید په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ شوی.
هغه وویل: "نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵ مخکې له غرمې د کندز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې و بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د پنځه تنه مجاهدین [طالبان] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او اووه تنه یې زخمیان کړي دی."
په افغانستان کې د نا امنۍ دا پېښې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو ویاندان وايي چې د دوی مشر هبت الله اخندزاده د کندهار پوهنتون ته تللی او هلته یې له محصلینو سره خبرې کړې دي.
طالبان وایي مشر یې په کندهار کې وي، خو هغه لا په عام محضر کې څرګند شوی نه دی. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې هبت الله د چهارشنبې په ورځ د کندهار په پوهنتون کې له محصلینو او استادانو سره لیدلی او هغوی یې «عصري او دیني زده کړو» ته هڅولي دي.
په هغې اعلامیې کې، چې طالبانو خپره کړې، ملا هبت الله په کې په افغانستان کې د نا امنیو د پېښو په اړه څه نه دي ویلي. په کومه ورځ چې هبت الله د کندهار له محصلینو سره کتلي، تر هغه یوه ورځ مخکې په کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی دی. د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی.
فورم \ دبحث خونه