د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د بريتانيې له نوي صدراعظم غوښتنه کړې چې د افغان نجونو حقونو او تعليم ته دې لومړيتوب ورکړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې پاکستان ته د د درې ورځني سفر په پای کې هلته د مېشتو افغانانو لپاره "د اوږدمهاله حل لارو د هڅو د غښتلتیا" او د کوربه ټولنو د "ملاتړ" غوښتنه کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر د جولاۍ پر اوومه (چنګاښ ۱۸) پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر دویمه ورځ د خیبر پښتونخوا په پېښور او هريپور کې له افغان کډوالو سره لیدلي دي او هغوی ته د ورپېښو ستونزو په باب یې خبرې ورسره کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې د "عزم استحکام" په نوم د ممکنه پوځي عملیاتو، چې تر ډېره به د خیبر پښتونخوا په مخکینیو قبایلي سیمو کې ترسره کېږي، پروړاندې لاریونونه او احتجاجي غونډې پیل کړې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې د جولاۍ اوومه (چنګاښ ۱۷مه) په یو درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.
د خیبر پښتونخوا د خیبر سوداګرو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه دې د ترکاریو او مېوو پر واردېدلو لګولې نوې تعارفه ختمه کړي ځکه چې په دې سره د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زښت ډېر زیان رسېدلې دی.
د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د د دغه هیواد د پوځ له خوا د نويو پوځي عملياتو د پيلېدو ټينګ مخالفت کړی او پرضد يې پراخ احتجاجونه پيل کړي دي.
نور هنري پوهنځی د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې بې وزله افغان کډوالو ښځو ته د خیاطۍ او د ښځو د سینګارولو په برخه کې روزنه ورکوي. ددې ادارې چارواکي وايي چې تر فراغت وروسته روزل شویو ښځو ته د کالیو ګنډلو ماشینونه اود سینګار توکي هم په وړیا ډول ورکول کېږي چې هغوی پرې خپل اقتصادي ژوند پیل کړي.
په پاکستان کې د امنیتي وضعیت څېړونکې ادارې وايي چې په دغه هېواد کې په تېرو دريو مياشتو کې په وسله والو بريدونو او د تشدد په نورو پېښو کې شاوخوا ۳۸۰ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان ملي پارلمان د جون پر ۲۸ (چنګاښ اتم) په غوڅ اکثریت سره د هغه هېواد په انتخاباتو کې د "لاسوهنو او غیر قانوني کړنو" د ادعاوو په اړه د متحده ايالاتو د کانګرس د استازو جرګې پرېکړه ليک غندلی او د هغه خلاف يې يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال په خپلو پنډغالو کې د بنیادي اسانتیاو نه لرلو شکایت کوي. له څه باندې څلور لسیزو راهیسې د افغانستان اوږدې جګړې د هغه هېواد په میلیونونه وګړي د پاکستان بېلا بېلو ایالتونو ته کډوال کړل چې نږدې اته لکه یې لاهم د خیبر پښتونخوا په ۵۳ پنډغالو کې هستوګن دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۸ (چنګاښ اووم) په یوه بیان کې ویلي چې اصف درانی به د دې اونۍ په پای کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېدونکې غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو سره هم مهاله چې ویلي یې دي د خپل هېواد د امنیت د تامین په موخه د پاکستان پوځ کولای شي په افغانستان کې دننه د سخت دریځو ډلو پټنځایونه په نښه کړي، طالبان وایي چې دا ډول "نا سنجیدلې څرګندونې د هیچا په ګټه نه دي."
د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې پر کېدونکې غونډه کې انتقاد کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو په پنډغالو کې اوسېدونکي شکایت کوي چې په لوی شمېر کې یې نجونې د ښوونځيو د کمښت له کبله له زده کړو بې برخې دي.
د پېښور عالي محکمې په خیبر پښتونخوا کې پولیسو او د پاکستان نورو امنیتي ادارو ته امرکړې چې تر هغه دې د افغان پناه غوښتونکو هنرمندانو په اړه هېڅ قانوني اقدام نه کوي تر څو چې د هغوی د سیاسي پناه اخیستنې د درخواستونو په هکله وروستۍ پرېکړه نه وي شوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسون له دغه هېواده د افغان کډوالو په زوره ایستل د بشري حقونو د نړیوال قانون سرغړونه بللې ده. کمیسون ویلي پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته دې مناسب وخت ورکړل شي چې هغوی خپل کاروبارونه راغونډ کړي او دا رنګ په افغانستان کې ورته د روزګار او نجونو ته د تعلیم زمینه برابر شي.
د بلوچستان په چمن ښارګوټي او د خیبر په لنډي کوتل او یوشمېر نورو سیمو کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د پسونو او ګډانو اخیستونکي شکایت کوي چې سږ کال د پنځوس زره روپیو څارویو نرخونه اتیا او نوي زرو ته ختلي دي، چې له کبله یې لوی شمېر خلک د اخیستو وس نه لري.
د پاکستان د بار وړنکیو لاریو ځینې چلونکي وايي دوی افغانستان ته د تګ په موخه د ننوتلو لنډمهال اسنادو ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې قونسلګرۍ کې کاغذونه جمع کړي خو لا تراوسه ورته د تګ اجازت نامه یا لنډمهال اسناد نه دي ورکړل شوي.
د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه چمن کې له تېرو درېوو ورځو راهیسې د پاکستان ملېشه ځواکونو د قومندانۍ مخې ته د راپارېدلو اعتراض کوونکو او امنیتي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د پرلتوالو د ادعا له مخې ۴۰ پرلت کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دی.
نور پورته کول