د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ستنولو د بشري حقونو سازمان اندېښنې


د پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو ته د مرستې د رسولو ادارو د اټکل له مخې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې له پاکستان څخه تر ۵۹۰ زرو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو ته د مرستې د رسولو ادارو د اټکل له مخې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې له پاکستان څخه تر ۵۹۰ زرو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسون له دغه هېواده د افغان کډوالو په زوره ایستل د بشري حقونو د نړیوال قانون څخه سرغړونه بللې ده. کمیسون ویلي په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته دې مناسب وخت ورکړل شي چې هغوی خپل کاروبارونه راغونډ کړي او دا رنګ په افغانستان کې ورته د روزګار او نجونو ته د تعلیم زمینه برابر شي.

د جون ۱۱ (جوزا ۲۲) په پېښور کې د خبریالانو مرکز کې یوې خبری غونډې ته د وکیلانو او مدني فعالانو سره یوې ګډې خبري غونډې ته د بشري حقونو د کمیسون د خیبر پښتونخوا مرستیال مشر اکبر خان وویل چې باید د پاکستان حکومت په زوره بې اسناده او اسناد لرونکي افغان کډوال ونه باسي او دومره وخت ورته ورکړي چې هغوی خپل کاروبارونه راغونډ کړي او دا رنګ حکومت دې ورته اسانۍ ورکړي ځکه د نړیوال قانون له مخې یو هېواد هم په زوره پناه غوښتونکي نشي ایستلی.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو د کمیسون یو مشر حارث خلیق د جون پر ۱۲مه امریکا غږ ته وویل، ”موږ په دا وروستیو کې ولیدل چې د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې پولیسو افغان کډوال ځورولي او ناسم چلند يې ورسره کړی دی، نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې افغان کډوالو ته دې نور وخت ورکړل شي او باید چې د دوی واپسي په عزت او د دوی په خوښه وشي.“

دا له هغې وروسته ده چې د پاکستان پخواني سرپرست حکومت پروسږکال (۲۰۲۳) د اکتوبر میاشت په پیل کې ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته له پاکستان څځه د وتلو امر کړی وو او د حکومتي شمېرو له مخې چې تر دې دمه يې ۵۶۳ زره بې اسناده افغان کډوال له دې هیواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پنجاب د پنډۍ ښار په راجا بازار کې یو افغان کډوال عبدالله چې هلته یې یو لوی کاربار جوړ کړی، امریکا غږ ته وویل، دوی څنګه کولای شي چې په دومره لنډ او تنګ وخت کې خپل کاروبارونه ختم کړي او افغانستان ته کډه شي. دی زیاتوي، ”موږ له نن نه څلوېښت کاله وړاندې د افغانستان له کندهار څخه پنډۍ ته راکډه شوي، موږ به اوس څنګه کوو چې دا کاروبارونه ختم کړو او له دې ځایه ولاړ شو او موږ ته به څوک دا باور راکوي چې هلته به موږ ته د کاروبار زمینه رابرابر کړي او زموږ لوڼه دلته درسونه وايي نو له هغوی سره به څه کوو، داسې خو به د هغوی تعلیمونه هم نیمګړې پاته شي. “

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکي فخرکاکا خیل امریکا غږ ته وویل، هر ملک، هر دولت د کډوالو لپاره خپله تګلاره لري او دا رنګ ورته په دغه تګلارو کې د نړیوالو ادارو مرسته هغوی ته ترلاسه وي، خو دلته له بده مرغه څلوېښت کاله وشو دا منطقه له جنګه وتلې نه ده حتی تر دې چې د طالبانو څخه وړاندې جمهوري حکومت وو نو د افغانستان خو هغه وخت هم په لکونو افغان کډوال په پاکستان کې میشت وو خو بل خوا دا هم یو حقیقت دی چې د افغان کډوالو یا د سوداګرۍ چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ کومې پرېکړې دي نو هغه تل د سیاست ښکار شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ”نو تاسو وګورئ د دواړو هېوادونو ترمینځه سوداګرۍ کې هم ستونزې دي او بل پلو په زوره افغان کډوال باسي موږ چې کتلي دي چې کله د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې وي نو د هغې نېغ په نېغه اغیز د ډیورنډ کرښې دواړو اړخونو ته په پښتنو پرېوځي نو اوس چې وخت په وخت پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو اعلانونه کوي نو باید چې دواړو خواوي په حکومتي کچه مشران سره کېني او د دې ستونزې د هواري لپاره یوه روښانه کړنلاره جوړه کړي.“

د روان کال د اپرېل پر شپږویشتمه د پاکستان د صدر اعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د وفاقي کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په هغه هېواد کې د پي او ار، کارت لرونکو افغان کډوالو د پاته کېدو نېټه د روان کال د جون تر دېرشمې پورې غځوي او په دې دوران به يې نه پولیس ځوروي او دوی په دې کارتونو په بانک کې خپل حساب هم خلاصولې شي او نورې قانوني چارې پرې هم ترسره کولې شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر نورو سازمانونو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل نيوکې کړې دي. البته د پاکستان حکومت د اپرېل په پای کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG