د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د 'عزم استحکام ' عملیاتو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونونه


پښتون ژغورنې غورځنګ د جولای په اوومه د اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا په پېښور، شمالي وزیرستان، د جنوبي وزیرستان په واڼه او سره روغه، ډېره اسماعیل خان، ټانک، د بلوچستان په کوټه او ژوب او د سیند په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جولای په اوومه د اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا په پېښور، شمالي وزیرستان، د جنوبي وزیرستان په واڼه او سره روغه، ډېره اسماعیل خان، ټانک، د بلوچستان په کوټه او ژوب او د سیند په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې د "عزم استحکام" په نوم د ممکنه پوځي عملیاتو، چې تر ډېره به د خیبر پښتونخوا په مخکینیو قبایلي سیمو کې ترسره کېږي، پروړاندې لاریونونه او احتجاجي غونډې پیل کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خبرتیابه مرکزي مشر سید زبېر اغا د جولای پر اوومه (د چنګاښ ۱۷مه) امریکا غږ ته وویل، چې د لاریونونو دا لړۍ به د نړۍ ځینو هغه هېوادونو ته هم وغځوي، چې د غورځنګ غړي پکې دي.

نوموړی ادعا کوي چې،"دا عملیات یوازې د پښتنو د سیمو د طبیعي زېرمو او سرچینو د لوټولو لپاره کوي. په دې عملیاتو کې به یوازې پښتانه ځورول کېږي، وژل کېږي او هغوی به بې کوره کېږي او له دې به نوره بدامني راځي، پښتون ولس په هیڅ ډول دا عملیات نه مني. "

د غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د جولای پر اوومه د اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا په پېښور، د جنوبي وزیرستان په واڼه او سره روغه، ډېره اسماعیل خان، ټانک، د بلوچستان په کوټه او ژوب او د سیند په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل.

ګیله من وزیر باندې برید

د احتجاجونو د روانې لړۍ په ترڅ کې د پي ټی اېم یو پر مخکښ غړي او د پښتو منتقد شاعر ګیله من وزیر باندې د یکشنبې په ورځ جولاۍ اووم ( چنګاښ ۱۷) په اسلام اباد کې ځینو کسانو د چړې ګوزارونه کړي چې له امله هغه سخت ژوبل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي چې پر ښاغلي ګیله‌ من باندې د اسلام اباد په ډي سکټور سیمه کې د چړې ګوزارونه شوي چې په ترڅ کې یې هغه سخت ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم" مشر منظور پښتین د اسلام اباد له پوليسو څخه غوښتي چې په ګيله من وزير باندې بريد کوونکي دې ونيسي.

پښتین د اېکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ګیله من په برید کې سخت ټپي شوی دی.

هغه له خلکو غوښتي چې د ګیله من د روغتیا لپاره دې دعاوې وکړي.

پښتین ویلي:" ګیله من د اسلام اباد په روغتون کې بستر شوی دي په داسې حالت کې دی چې ډېرو دعاګانو ته ضرورت لري".

منظور احمد پښتین ویلي، چې د پي ټي اېم فعال غړي ګيله من وزیر باندې د یکشنبې د ورځې ماښام په اسلام اباد کې لس، پنځلس کسانو ډله ییز بريد کړی دی.

تراوسه د پاکستان امنیتي ادارو پر ګیله من وزیر باندې د شوې برید په اړه تبصره نه ده کړې.

تر اوسه چا یا کومې ډلې هم د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پر ګیله من وزیر برید په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توګه غندل شوی دی او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په خپلو پیغامونو کې د هغه د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ګیله‌ من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین له نږدې ملګرو په ډله کې دی.

هغه څه موده وړاندې څو د پاکستان امنیتي ادارو بندي کړی وو. هغه له زندان څخه د خوشې کېدو وروسته ادعا کړې وه، چې په زندان کې شکنجه شوی شوی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای پر درېیمه په باجوړ کې په بمي چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدایت الله په ګډون د پینځو کسانو تر وژنې وروسته په بیان کې ویلي ول چې د جولای پر اوومه د مظاهرو اعلان کړی وو.

د غورځنګ مخکښه مشرانو او غړو د جولای پر اوومه مظاهرو ته په ویناګانو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او و یې ویل چې د عملیاتو له وجې ولسي خلک مشکلات او زیانونه ګالي.

د جون پر ۲۲ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳ په بیان کې ویلي ول چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کمپاېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو"له لارې د "خلکو د حقیقي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د یوه پرامنه چاپېریال جوړولو پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې ډېری حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت کړی او د ولس په زيان یې بولي. د عملیاتو د اعلان پرضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم احتجاجونه شوي دي.

په پېښور کې خبریال او د سیمه یزو چارو شنونکي شمیم شاهد د جولای پر اوومه امریکا غږ ته وویل، "که تاسو وګورئ نو په تېرو دوو لسیزو کې ډېر زیات عملیات وشو او ډېرې دعوې وشوې خو له بده مرغه د وسله والو هغه شبکه ختمه نه شوه بلکې په هغه کې نور زیاتوالی وشو. "

شمیم شاهد زیاته کړه، چې په ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر په میاشت کې په پېښور کې په ارمي پبلیک ښوونځي باندې برید وشو نو تر هغې وروسته د ترهه ګرۍ ضد یوه قامي تګلاره جوړه کړل شوه خو له بده مرغه پر هغې عمل ونکړل شو. د نوموړي په وینا، "په هغه کې یوازې ترهه ګر نه وو بلکې د ترهه ګرو هغه سیاسي او مذهبي سهولت کار هم ول چې دوی به یې مرستې کولې، نو په داسې عملیاتو کې ترهه ګر نه ختمېږي بلکې یوازې پښتنو پکې ستونزې پېښېږي. د پښتنو په جایدادونو او وسایلو قبضې کېږي نو ځکه پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ډلو دا غورځنګ پیل کړی دی او د دې عملیاتو پر ضد راوتي دي. "

شمیم شاهد وايي، یوازې پښتون ژغورنې غورځنګ نه بلکې ټولو سیاسي ګوندونو چې په هغه کې پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي، جمعیت علما اسلام او قامي وطن ګوند د دې مخالت کړی دی او دوی ته دا مالومه ده چې د دې به ښې پایلې راونوځي.

د جون پر ۲۴ پاکستان د صدراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

دا راز، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات مهم بللي دي.د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د جولای پر پینځمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د عزم استحکام په نوم عمليات د تلپاتې ثبات او معاشي خوشالۍ لپاره اړین دي.

پوځ په بیان کې پر عملیاتو نیوکې بې جوازه بللې دي او ورباندې یې اندېښنه ښوولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG