د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د طالبانو خبرداری: د افغانستان په خاوره تیری به جدي پایلې ولري


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت پاکستان ته ددغه هېواد د پوځ له خوا د افغانستان په خاوره کې د احتمالي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام به جدي پایلې ولري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره اوونۍ وویل، که چیرې "د عزم استحکام عملیاتو" په لړ کې که ضرورت پيښ شو، نو د پاکستان پوځ به د پولې هاخوا په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد عملیات وکړي.

دغه پوځي عملیات د روان کال د جون په ۲۲مه نېټه، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف لخوا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه اعلان شو.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د خواجه اصف وروستۍ څرګندونۍ 'یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو' هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا راز څرګندونې د هېچا په ګټه نه دي.

دغه وزارت په خپل ایکس پاڼې کې ویلي: ''د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرګندونې وکړي. ''

دغه وزارت ویلي: " که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي."

دا پداسې حال کې دی، چې اسلام اباد تل تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته خپل بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې ترسره کوي.

د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل، خو طالبانو وویل، چې پدغو بریدونو کې اته ښځې او يو ماشوم وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت او د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب په ۲۰۲۲ کال کې پر محدود اوربند موافقه وکړه، خو د همدې کال په نومبر میاشت کې 'تحریک طالبان پاکستان' دغه اوربند پای ته ورساوه او د خپلو جنګیاليو څخه یې وغوښتل چې د پاکستان په لر او بر کې بریدونه پیل کړي.

همدارنګه تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي وو، چې دوی به له پاکستان سره د افغانستان له پولو سره پرتو ولایتونو کې زرګونه پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي، ځکه داسې انګېرل کېږي چې په پاکستان کې د ترورېستي پېښو زیاتوالی همدغو کډوالو پورې تړاو لري.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشتې کې پر افغانستان بیا واکمن شول، د دغې ډلې جنګیالیو په سرحدي سیمو کې څو ځلې له پاکستاني ځواکونو سره نښتې کړې دي چې له امله یې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG