د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال منیر څرګندونو ته د سیمه ییزو سیاسي شنونکو غبرګون


د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير

د پاکستان پوځ لوی درستیز د جنورۍ پر ۲۴مه (پنجشنبې ورځ) په پلازمېنه اسلام اباد کې د ملکي ځوانانو یوې غونډې ته ویلي، "که د یو پاکستاني ژوند ته هم ګواښ پېښېږي نو افغانستان به نابود کړي."


جنرال عاصم منير ویلي چې "تر ګړد افغانستان ورته د یو پاکستاني وګړي ژوند زیات ارزښتمن دی".


نوموړي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي، چې پر لوېدیزه پوله پروت هېواد [افغانستان] کله هم له پاکستان سره دوستي نه ده ښکاره کړې، او په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهیسې د پاڅونکونکو سره مرسته کوي.


جنرال عاصم د ځوانانو غونډې ته ویلي دي، "افغانستان یوازینی هېواد دی چې تر ازادۍ وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت کړی و."


که څه هم د افغانستان په اړه د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر پر څرګندونو لاهم په کابل کې د واکمنو طالبانو غبرګون نشته، خو د ځینو سیاسي شنونکو په اند د هغه له مقام سره دغه ډول څرګندونې نه ښايي.


په امریکا کې د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر محمد تقي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "عاصم منیر د افغانستان په باب ډېره غیرپارلماني ژبه کارولې ده. په اوسنیو حالاتو کې په کابل کې د طالبانو او د اسلام اباد اړیکې کړکېچنې دي، او د دې د ښه کولو لپاره مولانا فضل الرحمن صاحب افغانستان ته تللی و، نو دا خو داسې دي لکه پر دې ټولو ډپلوماتیکي هڅو تېل اچول دي."


شنونکی ډاکټر تقي زیاتوي چې له بده مرغه د پاکستان پوځي چارواکي او ځینې سیاستوال خپل ګرېوان ته نه ګوري: "موږ بیا بیا د پاکستان واکمنو ته ویل، چې په افغانستان کې داسې اور مه لګوئ چې بیا ستاسو خپلې دروازې ته ورسېږي. دا نظریاتي خبرې دي، د دوی دا خیال و، چې په کابل کې طالبان واکمن شي نو د دوی [پاکستان] تګلاره به چلوي، دوی له افغانستان نه د شګو بوجۍ جوړه کړې ده، او په خاصه توګه په اوسنیو حالاتو کې چې په پاکستان کې یو سرپرست حکومت دی، منتخب حکومت هم نشته نو د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کول ډېر غلط کار دی."


د پاکستان پوځي چارواکو له لوري د دغه ډول تندو څرګندونو علت څه ده؟

اسلام اباد ادعا لري چې په کابل کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي، او وايي چې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان د دوی په خاوره کې بریدونه ډېر کړي دي او د افغانستان خاوره یې پرضد کارول کېږي، خو افغان طالبان د اسلام اباد تورونه ردوي او وايي، چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.


د پاکستان پوځ د مشر د وروستیو تندو څرګندونو په باب د افغانستان او سیمې د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وايي، د جنرال عاصم منیر څرګندونې د ډېرو افغانانو لپاره خپه کوونکې دي او نه وې پکار، خو زیاتوي: "د پاکستان د پوځ او د افغانستان ترمینځ یو تاریخي مخاصمت او مشکلات شته دي، او د جنرال منیر په خبرو کې واضح څرګندېږي، دا د نن ورځې خبره نه ده، دغسې څرګندونې د پاکستان برحاله یا متقاعدو جنرالانو بیا بیا کړې دي، خو د مولانا فضل الرحمن له سفر نه وروسته چې کله هغه له پاکستاني جنرالانو سره لیدلي نو هغوی ته دا څرګنده شوې ده چې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان د نګرانیو او شکایتونو په اړه سنجیده غور نه کوي."


شنونکی سمیع یوسفزی زیاتوي: "سره له دې چې پاکستان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) په اړه په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ډېره په سنجولې توګه خبرې کوي خو افغان طالبان لکه څنګه چې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د افغان طالبانو په اړه پاکستان د حامد کرزي او ډاکتر اشرف غني خواستونه ردول، او هغوی ته یې کومه خاص توجه نه کوله، اوس عیني پالیسي د افغان طالبانو ده، هغوی هم څومره چې ټي ټي پي په پاکستان کې فشار اچوي، د پاکستان پر پوځ فشار راځي او دوی دا فکر کوي، چې د ټي ټي پي ختمول یوازې هغه وخت ممکن دي، چې په افغانستان کې د دوی نظامي سرچینې او د مشرتابه سرچینې، وچې شي یا له مینځه ولاړې شي."


سمیع یوسفزي وویل، "د مولانا فضل الرحمن له سفره وروسته د جنرال عاصم منیر بیان نه داسې ښکاري چې مولانا فضل الرحمن ته چې د افغانستان واکمنو طالبانو کوم پیغام ورکړی دی، او ظاهره ده، هغوی پوهېدو چې مولانا فضل الرحمن به دا پیغام د پاکستان پوځ ته رسوي، نو په هغه کې د همکارۍ نه کولو او له یوه بل سره د تلخي او ناندري عنصر له ورایه ښکاري."


شنونکی او سیاسي فعال ډاکټر سید عالم مسود بیا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر څرګندونو ته په بل ډول ګوري.


سید عالم مسود حتا دا وايي چې افغان طالبان، تحریک طالبان پاکستان او پاکستانی پوځ درې واړه یو دي: "د جنرال عاصم دا بیان چې د یو پاکستاني پرسر دی ټول افغانستان تباه کولای شي، د دوی شونیزم ښکاره کوي او دا چې دا څومره تنګ نظره دی. دا به له ډپلوماټیک پلوه دا هېواد نور هم ګوښه کېدو ته یوسيږ ددې انساني اړخ خو دا دی چې دا یو ډېر غیر انساني بیان دی. دا څنګه کېدای شي چې د یو پاکستاني وګړي پر سر ته ټول افغانستان ختموې. زما په فکر د دې دا اړخ هم ډېر مهم دی چې افغان طالبان، تحریک طالبان پاکستان او پاکستانی پوځ دا درې سره یو خلک دي. اوس دوی درې واړو ته ستونزې دی، پوځ په پاکستان کې ډېر غیر مقبول دی، افغان طالبان په افغانستان کې ډېر غیرمقبول دي، او ټي ټي پي خو له وړاندې په پښتنو کې ښه نوم نه لري. نو دغه ډول بیانونه چې کله دوی د یو بل خلاف ورکړي نو په دې سره د پاکستان په پنجاب کې پوځ ته مقبولیت ملاو شي، هلته په افغانستان کې طالبانو ته مقبولیت ملاو شي، نو دې ته په سیاست کې نوراکشتي ویل کېږي."


دا چې اوس د پاکستان پوځ او په افغانستان کې واکمن طالبان خپلو کې په لانجه دي نو وړاندې به افغان حکومت او امریکا پر پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی دی چې په افغانستان کې ترهګري کوي، او اسلام اباد به تل دغه تورونه ردول، خو دا چې له لسیزو روانه د تورونو دا لړۍ به کله شلېږي، د ډېرو شنونکو په اند په نږدې راتلونکې کې یې څرک نه لګېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG