د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د دفاع وزير: که اړتيا وي د افغانستان دننه د وسله والو پټنځایونه په نښه کولای شو


د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف
د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف

د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو سره هم مهاله چې ویلي یې دي د خپل هېواد د امنیت د تامین په موخه د پاکستان پوځ کولای شي په افغانستان کې دننه د سخت دریځو ډلو پټنځایونه په نښه کړي، طالبان وایي چې دا ډول "نا سنجیدلې څرګندونې د هیچا په ګټه نه دي."

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف د جون پر ۲۷ (چنګاښ ۷) په اسلام اباد کې د امريکا غږ اردو څانګې سره د يوې مرکې پر مهال وویل چې د ده لپاره د پاکستان تر سلامتۍ بله لويه خبره نه شته.

د پاکستان د دفاع وزیر په عين حال کې ویلي چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له افغانستان څځه فعاليت کوي، خو د هغه په وينا زرګونه طالبان په پاکستان کې هم پټ ځايونه لري او له هغو ځايونو په پاکستان کې [وسلوال] فعاليت ته دوام ورکوي.

اصف دا خبره له هغه وروسته کړې چې د جون پر ۲۳مه د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټۍ په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات پيل کوي.

که څه هم په پاګستان کې د حکومت ګڼو مخالف ګوندونو او قبايلي مشرانو د دې عملياتو ټينګ مخالفت کړی دی خو خواجه اصف ويلي چې هغوی د نويو پوځي عملياتو دايره له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته هم غځولای شي.

خواجه اصف په افغانستان کې دننه د احتمالي عملياتو د څرنګوالي په اړه تفصيل ورنکړ کړ، خو پاکستان تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال څو ځله هوايي بريدونه کړي دي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر ددې څرګندونو په غبرګون کې د جون په ۲۸ (چنګاښ ۸) وویل چې، «د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده.»

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرگندونې وکړي.»

خبرپاڼه وایي، «د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په ډاگه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي...د افغانستان د اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.»

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد هم څه موده دمخه ويلي وو چې د پاکستان لخوا به د هر شوي بريد ځواب ورکړي.

په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد وايي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو دمخه يو ځل او د هغوی د واکمن کیدو وروسته څو ځلې هوايي بريدونه کړي دي: "پاکستان د توغنديو او الوتکو له لارې په افغانستان بريدونه کړي دي. دا بريدونه يې له باجوړ، وزيرستان او خيبره کړي دي، خو له بده مرغه په افغانستان کې اوس داسې حکومت دی چې هغه خو په ظاهره له پاکستانه خپه دی خو په هغوی کې دننه ځينې داسې کسان شته چې د پاکستان مخالفت نه شي کولای. "

خو په افغانستان کې د پاکستان مخکینی ډپلوماټ ایاز وزیر بیا د اسلام اباد له لوري په افغانستان کې پوځي اقدام د یو خپلواک هېواد د ځمکني او هوايي حریم سرغړونه بولي. “تاسو ولیدل چې وړاندې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو څومره سخت غبرګون راغلی وو، د پاکستان په ګډون که هرڅوک د افغانستان د پولو سرغړونه کوي، دا د نړیوال قانون ضد اقدام دی. مخکینو بریدونو هم ښه تاثرات نه دي پرېښودي او نه یې ترهګري ختمه کړې ده. نو پکار ده چې پاکستان دا ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي. ”

د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ادعا وکړه چې د افغانستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې يې د هوايي بريدونو پر مهال د پاکستانيو طالبانو د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې هغه غړي په نخښه کړي چې پر پاکستانيو ځواکونو يې په بریدونو کې لاس درلود.

خو تر هغو بريدونه وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.‌

پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د ټي ټي پي خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ مياشت کې ویلي وو چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو ادعاوی رد کړې دي. دې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسلوال یې په پاکستان کې دننه پراته دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG