د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې پنځه سرتیري وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي د سړک غاړې د بم په چاودنې کې چې د امنیتي ځواکونو د موټرو کتار پکې په نښه شوی و، لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپي شویدي.

د پوځ په اعلامیې چې ویل شوي چې پیښه جمعه جون ۲۱ مه ( چنګاښ لومړۍ) د خیبر پښتونخوا په ولایت کې شوې او ترې څرګندیږي چې پدې سیمې کې په امنیتي ځواکونو بریدونو بیا زرو اخیستی.

پوځ همدارنګه ویلي چې په سیمې کې د لټون عملیات پیل شوي چې "ترهګرو موجودیت ختم کړي" او دا یې هم ویلي چې ددې پیښې عاملین به عدالت ته راکښل کیږي.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې او د پاکستان پوځ یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو احمتال ډیر دی چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي به د دې چاودنې کې کولو لپاره مسؤله وبلل شي.

د پاکستان په امنیتي ځواکونو دا برید داسې مهال کیږي چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې په لوی اختر کې د دریو ورځو لپاره د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره اوربند کړی و.

د رویټرز خبري‌ اژانس په یو راپور کې ویلي و چې پاکستاني طالبانو دا پرېکړه د پاکستان د خلکو په غوښتنه کړې وه خو دا یې نه و ویلي چې تر اختر وروسته به خپله مبارزه بندوي که به یې روانه ساتي.

دا دویم ځل و چې پاکستاني طالبان د دغه هېواد له پوځ او حکومت سره اوربند وکړ.

تېرځل یې د افغان طالبانو په منځکړتوب اوربند کړی و چې بیا ژر ختم شو.

د پاکستان حکومت پاکستاني طالبان په هغه هېواد کې په یو لړ خونړیو بریدونو کې دخېل بولي. اسلام اباد دا تور هم لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د افغان طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي‌ او له هغه ځای څخه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

خو افغان طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG