له افغانستان څخه د یکشنبې په ورځ جون درېیم ( جوزا ۱۴) د کورمې د خرلڅۍ له لارې بار وړنکې لارۍ د داخلېدو لنډ مهالي اسنادو په ښودلو سره پاکستان ته ولاړې. دغه نوی پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ زیاتولو د هغه تړون برخه ده چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې په کابل کې شوی وو.
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې په داسې حال کې د هېواد په ۶۶ ولسوالیو کې سره له ننه (د جون درېمه) د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړی چې د هغه هېواد په سیند ایالت کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده چې په دې سره سږ کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر څلور ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پلازمېنې د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس کونسل په نوم د محصلینو یوې ټولنې په سیاسي او اقتصادي چارو کې ”د ښځو هڅې“ تر نامه لاندې یوه علمي غونډه جوړه کړې وه چې پکې د افغان زده کونکو هم ویناوې وکړې.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې ځینې زده کونکي او ښوونکي وايي، په ښوونځیو کې د افغانستان تعلیمي نصاب پرتله د پاکستان تعلیمی نصاب ډېر ګران دی او دوی یې په زده کولو کې ستونزې لري.
د جنوبي وزيرستان د احمدزۍ وزيرو ۴۱ زده کوونکي چې له تېرې څه مودې راهيسې د افغانستان په برمل کې بند پاتې وو، د پاکستان حکومت په ځانګړې اجازې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
د خیبر ولسوالۍ د څارویو سوداګرو د مۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه په لنډي کوتل کې په یوې خبري غونډې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د اختر قربانۍ لپاره دې له افغانستانه د څارویو راوړلو اجازه ورکړل شی.
د بره کورمې او پکتیا مشرانو د مۍ میاشتې پر ۲۳ (جوزا دریمه) نېټه د ګېوۍ په سیمه کې یوه جرګه رابللې وه چې د ځایي مشرانو په وینا جرګې پر ډیورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د بیا بیا نښتو د مخنیوي لپاره یوه جرګه ګۍ وټاکله.
د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو په پنډغالو (کېمپونو) کې میشت ځینو وګړو د پاکستان ملي تخنیکي ادارې له چارواکو غوښتي چې د دوی په پنډغالو کې دې د تخینکي او حرفه یې زده کړو مرکزونه پرانیزي چې نجونه او هلکان پکې بېل بېل مسلکونه او حرفې زده کړي.
د بلوچستان په چمن ښارکې د ځايي سوداګرو او لغړیو (پنډیانو، ګنډي مار) اتحاديې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې د روان پرلت په ملاتړ د شپږو سیاسي ګوندونو اتحاديې تحفظ آيین پاکستان د مۍ پر پر ۲۱مه نېټه کاربندیز اعلان کړی وو، دغه رنګ د موټرو اتحاديې هم د موټرو نه چلولو اعلان کړی وو.
د افغانستان له بامیانو، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو څخه د غلام خان، خرلڅۍ، انګور اډې او تورخم له لارې په پاکستان کې د خښتو بټیو ته د ډبرو سکرو وړونکي سوداګرو او د لاریو ډرایوران وايي، د ورپېښو خنډونو له امله نور خپل کاروبار پرېښودو ته اړ شوي دي.
په قبایلي ولسوالۍ کورمه کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمینځ له پینځو ورځو راهیسې روانه جګړه د دواړو غړو د مشرانو تر جرګې وروستو د شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (ثور۲۹) درېدلې ده.
د پاکستان او د طالبانو سرحدي چاوراکي وايي، چې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته تلونکي راتلونکې پلي مسافر او ناروغان دې تر درو ورځو پورې پر دغه لار له سفره ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) او کوریا کوریا په ګډه په پاکستان د میشته افغان کډوالو او د هغوی کوربه ټولنو ته د مسلکي کارونو د روزنې لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.
په پاکستان کې د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د نوي حکومت د واکمنۍ څه دپاسه درې میاشتې کېږي خو له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري لاهم په ټپه ولاړه ده.
د ملګرو ملتونو’یو اېن اېچ سي ار‘ او د کډوالو نړیوال سازمان ’ای او اېم‘ په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د ’پي او ار‘ او ’ای سي سي‘ کارد لرونکیو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان کې ثبت شوي.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په یوه کېمپ کې یوه مدني فعال الله میر نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي.
په خیبر پښتونخوا کې میشت د افغانستان ځینې نرښځیان وايي، په پېښور کې د ځايي نرښځیانو ژوند ته د ورپېښو ګواښونو له امله دوی اړ شول چې د پاکستان صنعتي ښار کراچۍ ته کډه وکړي.
د پېښور پوهنتون سیاسي علومو څانګې (political science) او د بریتانیا سسیکس پوهنتون د افغان کډوالو په باب په خپل درې کلن څېړنیز راپور کې د پاکستان حکومت هغه دریځ ناسم بللی چې وايي، خېبرپښتونخوا په ګډون د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې میشت افغان کډوالو د ځايي خلکو پر ژوند او اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی.
د پاکستان د تجارت وزارت یو بیان وايي، چې د سعودي عربستان د سوداګرۍ یو پلاوی د مې میاشتې پر پنځمه نېټه د دغه هېواد په درې ورځني سفر تللی چې موخه یې د دواړو هېوادونو د پانګوالو ترمنځ اړيکې پراخول او په بېلا بېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې امکانات او فرصتونه لټول دي.
نور پورته کول