د لاس رسي وړ اتصالات

د ډبرو سکرو افغان سوداګر له ورپېښو ستونزو سرټکوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان له بامیانو، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو څخه د غلام خان، خرلڅۍ، انګور اډې او تورخم له لارې په پاکستان کې د خښتو بټیو ته د ډبرو سکرو وړونکي سوداګرو او د لاریو چلوونکي وايي، د ورپېښو خنډونو له امله نور د خپل کاروبار پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی په وینا په افغانستان کې ترې د ګمرک چارواکي د ډبرو سکرو د یوه ټن پر سر دوه یا دوه نیم زره افغانۍ مالیه اخلي، خو چې کله پر ډیورنډ کرښه را واوړي نو د نیم ساعت وخت پرځای یې پاکستاني چارواکي دوې ورځې د "کلېرنس" په نوم ایسار کړي.

د ډبرو سکرو یوه سوداګر همایون شینواري امریکا غږ ته وویل: "له ډېره وخته یې کاروبار اغېزمن شوی دی. په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال به پر ټول ګاډي ۵۵ زره روپۍ محصول راتلو، اوس له موږ څخه د یوه ټن په سر دوه نیم زره افغانۍ اخیستل کېږي چې په لکونو روپۍ ترې جوړېږي نو دا زموږ د سوداګرو لپاره ډېر مشکل دی. په دې کې دومره ګټه خو نه وي څومره چې له موږه ټېکسونه (مالیه) اخیستل کېږي. دویمه دا چې په ورځو ورځو مو لارې ولاړ وي، ځکه چې پاکستاني چارواکي د کلیرنس په نوم بې ځایه ځنډوي. د ورپښېو خنډونو له لاسه د خښتو بټیو ته ډبرو سکاره پر وخت نه شو رسولای."

د ډبرو سکرو یو بل سوداګر حاجي ماسټرخان ګردیوال امریکا غږ ته وویل:" کله چې په سکرو بار لارې پاکستان ته واوړو نو هلته مو د ګمرک چارواکي په یوه پلمه او بله پلمه ډېر زیات ځوروي. کله د پاسپورټ غوښتنه او کله د بل څه. ډېر مو په عذابوي، څو څو شپې د تورخم پر دروازه ولاړ یو، نو یوشمېر جنجالونه وي او دغلته چې ایسار یو نو ډېر خرڅ مو کېږي. په کاروبار پېښېمانه یو خو له مجبورۍ يې کوو."

د هري پور د غرشین سیمې جمال شاه چې د خښتو بټۍ لري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، تر ټولو ښه او ارزانه د ډبرو سکاره د افغانستان دي، خو اوس ډېره کمه راځي، نو دوی اوس د پاکستان د ډبرو سکاره اخلي چې ښه نه دي.

نوموړي په افغانستان او پاکستان کې پر چارواکو غږ وکړ چې د ډبرو سکرو سوداګرو ته ورپېښې ستونزې دې لیرې کړي.

امریکا غږ د افغانستان د پولې کمیسار مولوي عصمت الله سره بیا بیا اړیکه ونیوله، خو څه ځواب يې ورنکړ.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې یو ځای هم مالیه نه اخلي او چې څومره اخلي نو هغه د لاریو د خوندیتوب لپاره اخلي.

د تورخم د پولې د انتظامیې یو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې رپوټ کې خپور شي، امریکا غږ ته وویل چې د حکومت د امر له مخې دوی د یوې لارۍ چلوونکي نه هم څه نه غواړي، خو یوازې د امنیت د وضیعت په خاطر د لاریو او یا د ګاډو لټون کوي او دا د پولې د انتظامیې او ګمرک کار دی چې هغوی د موټرو لټون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG