د پاکستان د تجارت وزارت یو بیان وايي چې د سعودي عربستان د سوداګرۍ یو پلاوی د مې میاشتې پر پنځمه نېټه د دغه هېواد په درې ورځني سفر تللی چې موخه یې د دواړو هېوادونو د پانګوالو ترمنځ اړيکې پراخول او په بېلا بېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې امکانات او فرصتونه لټول دي.
پاکستاني چارواکي وايي، سعودي عرب ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو پینځو کلونو کې به په پاکستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ۲۵ بیلیون ډالرو پانګونه وکړي.
پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان لنډمهالي صدراعظم انوارلحق کاکړ د بهرنیو خبریالانو یو غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې سعودي عرب ورسره هوکړه کړې چې د راتلونکو پنځو کلونو په اوږدو کې یې په هېواد کې د کرهڼې، کان کیندنې او انفارمیشن ټېکنالوژۍ په برخو کې د څه نا څه ۲۵ میلیارد ډالرو پانګونه کوي.
د مۍ میاشتې پر شپږمه نېټه د پاکستان-سعودي سوداګرۍ شورا مشر فهد بن محمد الیاس د پاکستان له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې د هېواد تر ۴۰ زیات شرکتونه یې راغلي چې په کرهڼه، کان کیندنه او خوړو په برخه کې پانګونه کول غواړي. نوموړي زیاتوي چې دا مهال سعودي عربستان له پاکستان سره د نږدې پنځه بیلیون ډالرو تجارت لري او هڅه یې ده چې دا سوداګري درې چنده زیاته کړي.
پاکستان کې اقتصادپوهان او سیاسي شنونکي وايي، سیاسي ناکراري، بې کچه بهرني پورونه او اقلیمي بدلون هغه عوامل دي چې په پاکستان کې یې د اقتصادي ودې، پرمختګ او سوکالۍ مخه یې ډب کړې ده.
سعودي عرب ولې په پاکستان کې پانګونه غواړي
سعودي عرب یو شتمن هېواد دی خو د پاکستان غوندې زرخېزه ځمکه، ښه اقلیم او ارزانه کارګران او مزدورکاره طبقه لري، ځکه خو غواړي چې ډېره پانګونه د دې هېواد په کرهڼیز سیکتور کې وکړي، او خاصکار د وریژو کرهڼه زیاتول غواړي.
دا څرګندونې په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبریال اکرام هوتي له امریکا غږ سره وکړې.
نوموړی زیاتوي چې د پیسو نړیوال صندوق او سعودي عرب په بنیادي توګه دواړه یو ډول دي، ای ام اف هم پاکستان ته وایي چې ته دا دا کارونه وکړه نو پور به درکړم، سعودي عرب هم له پاکستانه ورته غوښتنې لري.
هغه وايي: «سعودي عرب پاکستان ته وايي، چې زما لپاره د ګټې وټې کاروبار پیدا کړه نو زه پکې پانګونه وکړم، دا مهال خو تشې خبرې روانې دي، او هغه همدا چې په پلانکي ځای کې ما ته د وریژو لپاره ۳۰۰ کلومیتره ځمکه راکړه چې زه وریژې پکې وکرم، ۲۰۰ کلومیتره بلځای کې راکړه چې غنم پکې وکرم، او ۱۰۰ کلومیتره بلځای راکړه چې زه د څارویو فارمونه پکې جوړ کړم. نو دا به څنګه عملي کېږي، ما ته خو یې امکان ځکه نه ښکاري، چې په پاکستان کې یو خو درغلي یا فساد ډېره ده، د چین غوندې هېواد چې په پاکستان کې سیپیک پروژه کې په میلیاردونه ډالر پانګونه وکړه، خو د پاکستان دولت ورسره هغسې همکاري ونکړه چې څنګه پکار وه. »
اکرام هوتي زیاتوي، چې د سعودي عرب او پاکستان ترمینځ د پانګونې پروړاندې کېدای شي د حکومت او ایستبلشمنټ ترمینځ هم ناندری جوړ شي، ځکه چې حکومت غواړي دا پروژې دوی تر خپل لاس لاندې وچلوي، خو پوځي ایستلشمنټ یې ځان ته راکاږي.
د دوی په اند چې د پاکستان واکداران دې لومړی د نورو پورونو له اخیستو ډډه وکړي او بل له افغانستان سره دې سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې کړي نو بیا هم یوازې دومره امکان شته چې دغه هېواد د ای ام اف او نړیوال بانک له لوري له کنګالېدو (دیوالیه) کېدو څخه وژغورل شي.
په پېښور کې د اقتصادي چارو شنونکی پروفیسر انور شاه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، پاکستان هېواد ته د سعودي عربستان د تجارت او اقتصاد پلاوي د پوځي ایسټبلشمنټ هڅه ده چې اوسنی حکومت یې ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا سعودي عربستان غواړي چې د پاکستان د پنجاب او سند ایالتونو په کرهڼنیز سکتور کې پانګونه وکړي، او د دې ترڅنګ د انرژۍ په برخه کې پانګونه کول غواړي.
بلخوا د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ام اف) وایي له پاکستاني چارواکو سره د پور د یوه نوي پروګرام په اړه د خبرو لپاره يو پلاوی اسلام اباد ته استوي.
د اپرېل پر ۲۹مه ای ام اف پاکستان ته د ۱.۱ بیلون ډالر د ورکولو اعلان کړی وو چې ورسره د سازمان له لورې اسلام اباد ته د دريو بیلونو ډالرو پور پروګرام بشپړ شوی و.
پاکستان په داسې حال کې له ای ام اف څخه د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو هڅې کوي، چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت پرېوتی دی، په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو (د پیسو زېرمه) کمه شوې ده او د دولتي بانک پر پورونو د سود کچه ۲۲ فیصده ته رسېدلې ده.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو بیلون ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
ای ام اف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور قسط ورکړی و.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.
له دې سره په هغه هېواد کې ګراني زیاته شوې ده چې په غبرګون کې یې هلته خلکو پراخې مظاهرې کړې دي.
نوموړی وايي، چې پاکستان دا مهال تر ډېر سخت اقتصادي کړکېچ تېرېږي، د هېواد د بودیجې چې څه باندې ۱۴ زره بیلون روپۍ جوړېږي ، د دې نیمايي یې بهرنیو پورونو ته ځي، ۱۸۰۰ بلیونه روپۍ یې پوځي لګښتونو ته بېلې کېږي او نږدې ۷۰۰ بیلون روپۍ پر بیورورکراسۍ لګښت راځي، نږدې شپږ زره بیلون روپۍ ایالتونو ته ورکول کېږي. نو د هېواد بودیجې د پاتې برخه کسر پوره کولو لپاره بیا پورونه اخیستل کېږي نو د پورونو لپاره پور اخیستنې حالاتو کې به پاکستان څنګه پرمختګ وکړي. د نوموړي په اند، پاکستان که پرمختګ کول غواړي نو لومړی باید د پورونو لپاره پورونه اخیستل بند کړي.
پروفیسر انور شاه زیاتوي چې په پاکستان کې اقتصادي پانګونه هغه مهال رښت کولای شي چې لومړی په دې هېواد کې سیاسي ثبات راشي او له ګانډیو هېوادونو خاصکار له افغانستان سره باثباته اړیکې جوړې کړل شي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو پس له یورنډ کرښې سره جوخت د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي چې اسلام اباد یې تور پر تحریک طالبان پاکستان لګوي چې د دوی په وینا په مرکزونه یې د افغانستان په خاوره کې دي، خو په کابل کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د هېواد خاوره یې د بل هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي.
سیاستوال او د چارو شنونکی افرسیاب خټک هم په دې ان دی چې د پاکستان د بودیجې په سلو کې اتیا برخه بهرنیو پورونو، دفاع او بیوروکراسۍ باندې لګېږي او یوازې ۲۰ فیصده برخه یې د نور هېواد لپاره پاتې کېږي نو په داسې حالاتو کې د پرمختګ فرصتونه د نشت برابر دي.
فورم \ دبحث خونه