د لاس رسي وړ اتصالات

ډیورنډ له کرښې تیریدونکو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کیږي


په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې په داسې حال کې د هېواد په ۶۶ ولسوالیو کې سره له ننه (د جون درېمه) د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړی چې د هغه هېواد په سیند ایالت کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده چې په دې سره سږ کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر څلور ته رسېدلی دی.

دا په ۲۰۲۴ کال کې په سیند کې د پولیو لومړۍ پېښه ده. تر دې مخکې په بلوچستان ایالت کې درې پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې پروسږ کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم په پروسږ کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ولسوالیو څخه د ناپاکو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

د جون له درېمې نېټې څخه به د پاکستان پولیو مخنیوي اداره له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې پر ټولو تلونکو راتلونکو لارو او په خاصه توګه د چمن او سپین بولدک او تورخم او د دواړو هېوادونو ترمینځ پر نورو لارو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي او د دې مقصد لپاره يې د پولیو څاڅکي ورکونکي ۱۸ زره ۳۱۹ کارکوونکي روزلې دي او پر ډیورنډ کرښه چې کوم کارمندان څاڅکي ورکوي هغوی ته ځانګړې روزنه ورکړې ده.

په اسلام اباد کې د پولیو مخنیوي ادارې یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط امریکا غږ ته وویل،” په دې کمپاين کې به په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې هم ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. او دا رنګ د افغانستان او پاکستان په ټولو لارو به هم تلونکو راتلونکو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي. “

د هري پور د افغان کډوالو د کېمپ ډاکټرسېد محمد د جون پر درېیمه امریکا غږ ته وویل، د پولیو مخنیوي ډلې ورغلې او د پولیسو په مرسته کور په کور ګرځي. نوموړی زیاتوي:”موږ د اسې هم لیدلي دي، کله چې په یوه کور کې ماشوم په سفر وي او څاڅکي نه وي ورکړل شوي نو وروسته يې زموږ شفاخانې ته راولي نو موږ ورته وایو اوس يې دولتي روغتون ته بوځئ. “

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه دا ویروس خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې زېرمو کې وده کوي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسین د کمپاین له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدن د مدافع نظام د کمزورۍ ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

دا مهال په اکثرو سیمو کې ګوزڼ وهلي ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي چې نه یوازې خپل ژوند یې ډېر په تکلیف دی بلکې د کورنۍ غړي هم ورسره کړېږي، د کورمې غزني ګل هم په وړکتوب کې ګوزڼ وهلی دی. له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل:”زما د موربي بي په خبره چې زه د شپږ اووه میاشتو ماشوم ووم چې ګوزڼ ووهلم، ځکه چې د ګوزڼ څاڅکي یې نه وو راکړي. “

غزني ګل اوس ځوان دی، خو دواړه پښې یې وچنې دي، هغه د ډانګورو په مرسته ګرځي.”زه خپله ځواني اوس ډېر په سختو او کړاوونو تېروم، لکه د نورو خلکو د ژوند له بهیره بهر یم، هر چېرته تګ راتګ نشم کولی او دا دې چې نن اته ویشت کلن شوم خو د دغه درد او تکلیف څخه خلاص نه شوم زه چې نورو روغو ځوانانو ته ګورم هغوی په لوبو کې برخه اخلي، نورې د ژوند چارې کوي نو زه زښت وځیرېږم چې کاش ماته يې هم د ګوزڼ څخه د ژغورلو څاڅکي راکړی وی نن به زه هم معذور نه وی. “

خو دا څه وجه ده چې له ټولې نړۍ د پولیو ټغر ټول شوی دی خو په افغانستان او پاکستان کې یې لاهم پېښې ثبتېږي؟ په دې اړه په پېښور کې ډاکټر محمد صادق امریکا غږ ته وویل، ”په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مخنیوی ځکه نه کېږي، چې د پولیو څاڅکي ورکونکي کارمندان سم نه دي روزلي. او روزلو کارمندانو د کمي لوجې دا رنځ لا پسې زیاتېږي. “

ډاکټر محمد صادق زیاتوي، د پولیو څاڅکي به په یو خاص تودوښه کې ساتل پکار وي، د پولیو د څاڅکو بوتلې باید په یخ ځای کې پرتې وي. دی وايي، کله چې په دې ګرمۍ کې ماشوم ته څاڅکي ورکول کېږي نو د روغتیا کارمندانو تر ډېره وخته د واکسینو بوتلې په خپل لاس کې نیولې وي چې په دې سره واکسین بې اغېزه شي. نو ځکه پکار ده چې د پولیو مخنیوي ادارې کارمندان ښه روزنه ولري.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو د مالوماتو ترمخه په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زره زیات ماشومان له خپلو کورنیو سره د پاکستان له هغه سیمو څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د ګوزڼ پېښې پکې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان او نړیوال روغتیايي سازمان په ګډه د پاکستان او افغانستان څخه د پولیو رنځ له منځه وړلو لپاره مالي او تخنېکي مرستې ورکوي چې دا دواړه هېوادونو لکه د نورې نړۍ غوندې له پولیو پاک وګرځول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG