د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ویروس په اوړي کې په ماشومانو کې په چټکۍ سره خپریږي – روغتیا پالان


عکس: ارشیف - یوه افغانه ماشومه چې د پولیو واکسین یې ترلاسه کړی
عکس: ارشیف - یوه افغانه ماشومه چې د پولیو واکسین یې ترلاسه کړی

د فراه ډاکټران وايي، د اوړي موسم د پولیو د ویروس د خپرېدو لپاره مساعد وخت دی او دوی یې د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک بولي.
دوی سپارښتنه کوي چې کوچني ماشومان باید ژر تر ژره واکسین شي، ترڅو روغتیا یې خوندي شي ځکه د کال په دې موسم کې د پولیو د ویروس خپرېدل د اندېښنې وړ دی.

ډاکټر محمد عارف زلال چې د ماشومانو د ناروغيو د درملنې په برخه کې کار کوي له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې د روغتيا د تامين په موخه خپل ماشومان پر وخت واکسين او پاکوالي ته یې پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: "د فراه په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د اوړي په موسم کې هوا په بیسارې ډول تودیږي او په دې فصل کې د پولیو په څېر ساري ناروغۍ په چټکۍ سره نورو ته هم خپرېږي. نو ځکه اړتیا ده چې واکسین ټولو سیمو ته ورسیږي او کورنۍ خپل ټول ماشومان واکسین کړي."

ښاغلي زلال زیاته کړه، چې د ګوزڼ ویروس په چاپېریال کې د خولې له لارې له یو انسان څخه بل انسان ته خپرېږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "هغه ماشومان چې له بیت الخلا ( کناراب) څخه ګټه نه اخلي د پولیو ویروس د انتقال اصلي منبع بلل کیږي، او که چیرې خوراکي توکي او اوبه په غایطه موادو الوده شي، نو د پولیو ویروس په ماشومانو کې ژر خپریږي. کورنۍ باید په جدي توګه د ماشومان رفع حاجت او د لاسو مینځلو ته پاملرنه وکړي."

په ورته وخت کې روغتیايي چارواکي هم د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي. د فراه ولايت د عامې روغتيا رئيس، مولوي احسان الله شاکر وايي، د پوليو ضد واکسين د چارواکو تر څارنې لاندې پلى کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

نوموړي وویل: "دا کار په ټول هېواد کې روان دی، اسلامي امارت چې د نړۍ په کچه یوازینی اسلامي حکومت دی، د دوی تر څارنې لاندې پلي کیږي او هیڅ ستونزه پکې نشته، نو ټول خلک باید هڅه وکړي چې دغه وژونکي ویروس د الله په فضل سره له خپل هېواد څخه ورک کړي."

د دې حقیقت سربیره چې د پولیو ویروس په ګرم موسم کې په اسانۍ سره وده کوي، له پاکستان څخه د کډوالو راستنیدل هم یوه لویه ستونزه ده او د حفظ الصحې لارښوونې باید تعقیب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG