د لاس رسي وړ اتصالات

د پوليو واکسين د نورو ساري ناروغيو په مخنيوي کې هم مرسته کوي – مسؤولین


عکس: ارشیف - د ګوزڼ واکسین
عکس: ارشیف - د ګوزڼ واکسین

په خوست کې روغتیایي مسؤولین وایي، والدین دې خپل اولادونه د پولیو په شمول د مختلفو ساري ناروغیو په وړاندې هرومرو واکسین کړي.

د دوی په وینا، د پولیو واکسین کوچنیانو ته اړین دي او هغوی په راتلونکې کې له نورو ساري او وژونکو ناروغیو خوندي کولی شي.

په افغانستان کې له پولیو یا ګوزڼ سره د مبارزې پر دوام، روغتیاپالان کوچنیانو ته د مختلفو ناروغیو څخه د وقایې په موخه هم دا واکسین اړین او لازمي بولي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا خلک دې په روټین شکل هم خپلو اولادونو ته په دولتي کلینیکونو سربیره د کلي په جوماتونو او ګرځنده ټیمونو ته په را ایستلو سره واکسین کړي چې د ګوزڼ په څیر له نورو خطرناکو ساري ناروغیو خوندي پاتې شي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر زاهدالله امیري پدې هکله امریکاغږ ته داسې وویل: ”په روټین برخه کې د مختلفو امراضو واکسینونه له یو کلنۍ او دوه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته په کلینیکونو کې تطبیقوو. کلیو او جوماتونو ته ورځو، د ځانګړي مهالویش مطابق باید دوی خپل ماشومان واکسیناتورانو ته راوباسي یا یې کلینیکونو ته راوړي چې د مختلفو ساري او وژونکو ناروغیو په وړاندې یې واکسین کړي.“

ښاغلی امیري له خلکو په خاص ډول والدینو غوښتنه کوي چې د کمپاینونو پرمهال دې خپل کوچنیان واکسیناتورانو ته راباسي او د ګوزڼ ضد څاڅکي دې ورته تطبیق کړي.

نوموړي زیاته کړه: ” خلک دې د پولیو په هر کمپاین کې زموږ له ټیمونو سره همکار شي، د پولیو له رضاکارانو سره دې همکاري زیاته کړي او په هرکمپاین کې دې د خپل ترپنځه کلنۍ کم ماشومان د واکسین کولو ته راوباسي.“

له بلې خوا د خوست زیات شمېر اوسیدونکي په منظمه توګه د ماشومانو واکسینول د هغوی د راتلونکې لپاره مهم ګڼي او پدغه برخه کې د روغتیایي کارکوونکو هڅې دستاینې وړ ګڼي.

د عامو وګړو په وینا، واکسیناتوران په سختو او پیچلو شرایطو کې هم د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د هرچا تر دروازو ورغلي او د هغوی ماشومان یې د واکسین په تطبیق سره له ګوزڼ خوندي کړي دي.

د خوست اوسیدونکي، حاجي نیک امېل خان امریکاغږ ته وویل: ”زما پنځه ماشومان دي، واکسیناتوران یوه ورځ مخکې له کمپاینه خبر راکوي او بله ورځ بیا راځي او ټول ماشومان واکسینوي. موږ له دوی څخه ډیر خوشاله یو، تراوسه پورې زموږ ماشومان له واکسین ندي بې برخې شوي او د هر کور دروازه ټک ټک کوي او ماشومان واکسیونوي.“

د خوست ولایت بل اوسیدونکی، زاهد امریکا غږ ته وویل: ”واکسیناتوران خو هغه کسان دي چې په باد او باران کې هم خپلې دندې ته ژمنتیا لري، په سختو ورځو کې د خلکو په کورونو ګرځي او د هغوی اولادونه واکسینوي. له خلکو به زما غوښتنه دا وي چې واکسیناتورانو سره د واکسین په ښه تطبیق کې پوره مرسته وکړي ترڅو هیڅوک له واکسینه محروم نشي.“

د روغتیاپالانو په وینا د هوا په ګرمیدو سره یو شمېر میکروبونه په اسانه توګه په ماشومانو کې وده کوي چې وروسته د مختلفو ساري امراضو سبب ګرځي، نو لدې کبله هم ډیر ټینګار د ګوزڼ په څیر په نورو واکسینونو کیږي چې د ماشومانو دفاعي قوت لوړ وساتي او هغوی له ناروغیو خوندي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG