د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ په اړه په قطر کې د تخنیکي مشورتي ډلې غونډه


د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګوزڼ د تخنیکي مشورتي ګروپ غونډه
د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګوزڼ د تخنیکي مشورتي ګروپ غونډه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پلاوی قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنې دوحه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ په غونډه کې ګډون وکړ.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د تخنیکي مشورتي ګروپ غونډه څلور ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په لارو چارو باندې خبرې وشي. د طالبانو د حکومت د عامې ورغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر هم پدې غونډه کې ګډون کړی.

د طالبونو د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل له رسینو سره په خبرو کې ویلي چې یاده ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې.

نوموړي وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت (د طالبانو د حکومت) د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی تیره ورځ قطر هېواد ته ورسید. د دغه سفر موخه هلته په قطر کې د تخنیکي او مشورتي ګروپ سره ناسته ده چې موخه یې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د ویروس مخنیوی او محوه کول دي."

امرخېل زياته کړه، چې په دې غونډه کې به د يو شمېر نورو ادارو استازي هم ګډون وکړي او په ترڅ کې به يې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پر څرنګوالي بحث او د نظريو تبادله وشي.

نوموړي وویل: "په دغه ناسته کې به د یونسیف ادارې، روغتیا نړیوال سازمان، روټري انټرنشنل، د ګاوي (GAVI) او ځینو نورو اداراتو استازې هم شتون ولري. غوڼده کې به بحث په دې باندې کیږي چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه څنګه مخنیوی وشي."

د ډاکټر امرخیل په وینا، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست پدې ناسته کې ویلي چې د تېر په پرتله په هېواد کې پولیو واکسین ته د خلکو لاسرسی ښه شوی، او اوسمهال په ټول هېواد کې داسې سیمه نشته چې اوسېدونکې یې واکسین ته لاسرسی ونه لري؛ دغه راز د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر د لومړۍ کرښې کارکوونکي په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام برخه دي.

همداراز ښاغلي عباد په دغه ناسته کې له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د دغه پروګرام او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG