د لاس رسي وړ اتصالات

ارواپوهان: د پوليو ناروغانو سره باید مرسته وشي چې پر ځان باور له لاسه ورنکړي


په خوست کې د پوهنتون یو شمېر استادان په دې اند دي چې ګوزڼ وهلي ماشومان د وخت په تیریدو د کمترۍ یا تر نورو د ځان کم ګڼلو احساس خپلوي چې په دې توګه په روحي ډول نورهم شکنجه کیږي. عکس- ارشیف
په خوست کې د پوهنتون یو شمېر استادان په دې اند دي چې ګوزڼ وهلي ماشومان د وخت په تیریدو د کمترۍ یا تر نورو د ځان کم ګڼلو احساس خپلوي چې په دې توګه په روحي ډول نورهم شکنجه کیږي. عکس- ارشیف

پولیو یا ګوزڼ وهلي ماشومان په ټولنه کې د روغو په نسبت ځان نیمګړی احساسوي چې بیا په ځوانۍ هم ځان د هیڅ کار جوګه نه بولي.

د افغانستان په خوست ولایت کې د ارواپوهنې د برخې متخصصین او فعالین له مېندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان په وخت واکسین کړي او پرېنږدي چې ماشومان یې د پولیو ناروغۍ په نتیجه کې د نیمګړتیاو احساس وکړي.

د ارواپوهنې له نظره معلول ماشومان په ټولنه کې ځان کمزوری محسوسوي چې وروسته د ژوند په نورو اړخونو کې په ځان باور بایلي او د ټولنې پر اوږو بار کیږي.

په خوست کې د پوهنتون یو شمېر استادان په دې اند دي چې ګوزڼ وهلي ماشومان د وخت په تیریدو د کمترۍ یا تر نورو د ځان کم ګڼلو احساس خپلوي چې په دې توګه په روحي ډول نورهم شکنجه کیږي.

د پوهنتون استاد، حضرت الله ثاقب وایي چې ماشومانو ته کمه پاملرنه کولای شي دوی په دایمي توګه د ژوند له چارو محروم کړي.

نوموړی وایي، که چیرې کوم ماشوم د پولیو له ناروغۍ څخه متضرر شو هغه ته د معیوبیت مشکل پیدا کیږي او بیا کله چې د مسؤولیت دور یا ځوانۍ ته رسیږي نو طبیعي ده چې خپلې ستونزې باید په خپله حل کړي، ځکه په ماشومتوب کې دده ټولې ستونزې دده کورنۍ ور حلولې. نو په دې توګه نوموړی نه یوازې له رواني پلوه ځپل کیږي، بلکې له دې اړخه هم ځوریږي چې ولې خپلې ستونزې په خپله نه شي هوارولی.

د ښاغلي ثاقب په باور کله چې یو څوک د پولیو په ویروس اخته شي، ټولنې ته د کار پرځای په ټولنه د اوږو بار کیږي چې په دې سره په ځان باور کول ورته ستونزمن کیږي او د هیڅ کار نه جوګه کیږي.

ثاقب زیاتوي:"هغه ماشومان چې د پولیو ښکار ګرځي دوی فکر کوي چې باید د کورنۍ لپاره او د خپلې ټولنې لپاره یوڅه وکړي خو برعکس ګوري چې خپله هم پر کورنۍ بوج دی نو دې حالت کې د کمترۍ احساس منځ ته راځي، دا نو بیا بیخي منفي اغېز په روح او روان لري."

یو شمېر عام وګړي هم پدې باور دي چې په افغاني ټولنه کې له معلول او معیوبو خلکو سره د ټولنې چلند د اندیښنې وړ دی.

دوی وایي په دولتي چوکاټ کې هم معلولینو ته هغه امکانات او حقوق په نظر کې نشته چې په نورو ټولنو کې ورکول کیږي، نو له دې کبله خپلو ماشومانو له معلولیت خوندي کول د ټولو مېندو او پلرونو مسؤولیت دی.

د خوست اوسیدونکی، پیمان څرګند پدې هکله وویل: "په ټولنه کې معلول او معیوبو اشخاصو ته په ټیټه سترګه کتل کیږي او بله دا چې هیڅ په مادي او معنوي لحاظ هم دوی ته پام نه کیږي. نو مېندې او پلرونه او په مجموع کې ټول خلک باید خپل ماشومان له معلولیت وساتي او په دایمي شکل هغوی ته واکسین ورکي چې له دې بدمرغۍ ساتل شوي وي."

د ټولنیزو چارو فعالان په افغانستان کې د معلولینو اوسني حالت ته په کتو له والدینو غواړي چې خپلو کمکیو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو کې هیڅکله لا پروايي ونه کړي او په منظمه توګه د کمپاین په جریان کې هغوی واکسین کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG