د چمن -بولدک پرلت ویاند وايي، چې د شنبې ورځ مۍ میاشتې څلورم ( ثور۱۵) د دوی پر روان پرلت د پاکستانیو ملېشه ځواکونو بريد چې درې تنه پکې وژل شوي او تر ۲۰ زیات کسان ژوبل دي، په غبرګون کې یې افغانستان ته تلونکې لویه لار د هرډول مال وړونکو موټرو پرمخ د خپلو غوښتنې تر منلو تړلې ده.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد لوی شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو د پاکستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته پناه یووړه ځکه چې د نوي رژیم له راتلو سره سم په هنري فعالیتونو او د نجونو د لوړو زده کړو په ګډون په یو شمیر ټولنیزو چارو بمندیزونه ولګول شول.
نن د می میاشتې لومړۍ نېټه د خواریکښانو او کارګرانو نړیواله ورځ ده چې له دوی سره د پیوستون په توګه لمانځل کېږي، په دې ورځ یې د ستړي او ستومانه ژوند په باب د عامه پوهاوي لپاره غونډې او لاریونونه کېږي، په نړیواله کچه د دوی زیار ستایل کېږي.
له افغانستان څخه پېښور ته د تلونکیو ناروغانو کورنۍ وايي، په هغه هیواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بانکي نظام له ختمېدو سره یې ستونزې سل چنده زیاتې شوې دي.
که څه هم د اپرېل پر ۲۶ مه نېټه د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۴ کال تر جون میاشتې د افغان کډوالو د پي او ار کارتونو موده غځولې ده خو له دې وروستي اعلان سره سره د کډوالو اندېښنې لاهم پر ځای دي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې او ویلي یې دي چې پر دې مهال به يې نه پولیس ځوروي، بلکې دوی په خپلو راجسټر کارتونو خپل بانکي حساب هم پرانیستلی شي.
د افغان چارو کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې دمګړۍ د پاکستان حکومت له خپله هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه ځنډولې ده، د دوی په وینا د دې لویه وجه پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو فشار کېدای شي.
افغانستان چې د روغتیايي اسانتیاوو د کمي له کبله یې له تېرو څو لسیزو راهیسې په لوی شمېر کې ناروغان ایران، هند او پاکستان ته د درملنې لپاره درومي، چې دوی ته په ډېره لویه بیه پرېوزي، ځکه چې شخصي روغتونونونو کې درملنه، مسافرخانې، رېستورانونه او د ټېکسي کرایې ډېرې ګراني دي.
په پاکستان کې میشت هغه زرګونه افغان کډوال چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا-میشتولو پروګرام برخه دي، وايي، دا دی دوه نیمه کاله کېږي چې د تلو په تمه دي خو اوس دې ځای ته راغلي چې د خوړو پیسې هم نه لري.
بریتانیا ته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه راکډه شوي ځینې کډوال چې لوی شمېر یې لاهم په هوټلونو کې میشته دي، د خپل ناڅرګند راتلونکې او د بسیاو د اسانتیاو نه لرلو څخه شکایت کوي.
په لندن کې د دوو افغان فلمونو ننداره
د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو څه باندې پینځو میاشتوراهیسې د روان پرلت برخه وال وايي، د پاکستان حکومت يې لا هم افغانستان ته د سفري اسنادو پرته د تګ راتګ په ګډون ځینې نورې غوښتنې نه دي منلې.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي چې اوس په کډوالۍ کې اخترونه له خپلو کورنيو څخه لیرې لمانځي.
په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د سږنی اختر خوښۍ د پاکستان حکومت دې اعلان چې وايي، تر اختر وروسته به یې خپل هېواد ته ستنوي، نه یوازې زښته ډېرې ورپیکه کړې بلکې اکثریت یې بیا کډې باورلو ته خپه هم دي.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې ځینې افغان کډوال چې د بټیو لپاره خښتې باسي، وايي، د ورځني لږ مزد (اجرت) له کبله یې ژوند د بټۍ له مالکانو سره ګرو دی.
د پاکستان د سیند ایالت حکومت اعلان کړی چې د مرکزي حکومت په امر تر کوچني اختر وروسته په لومړي پړاو کې سمدستي نږدې ۷۰ زره هغه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي چې کورونه او د نفوسو شمېر یې په نښه شوي دي.
د بلوچستان په یوې پښتون میشتې سیمې چمن کې چې د کندهار ولایت له سپین بولدک سره یې پر ډیورنډ کرښه پوله لګېږي، له تېرو څه نا څه شپږو میاشتو راهیسې د وړو سوداګرو او پنډيانو چې ځايي نوم یې’لغړیان‘ دی، د پاکستاني دولت له لوري د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پرضد پرلت لاهم دوام لري.
د خیبرپښتونخوا په کېمپونو کې میشت افغان کډوال د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، چې ګڼ ماشومان یې د سینه بغل او خارښ ناروغۍ لري.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل کې طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو په برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر هوارولو خبرې کړي دي.
په پېښور او کابل کې کتاب چاپونکي، لیکوالان او شاعران وايي، چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کالونو کې د افغانستان لپاره د کتابونو چاپولو کچه نږدې ۷۵ فیصده راټیټه شوې ده.
نور پورته کول