د لاس رسي وړ اتصالات

د انګور اډې پرلت دوام لري


د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو څه باندې پینځو میاشتوراهیسې د روان پرلت برخه وال وايي، د پاکستان حکومت يې لا هم افغانستان ته د سفري اسنادو پرته د تګ راتګ په ګډون ځینې نورې غوښتنې نه دي منلې.

د پرلت والو وینا ده چې د سفري اسنادو لازمي کول د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د سوداګرو، مزدورکارو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد زښته ډېر اغېزمن کړی دی.

د انګور اډې لار جنوبي وزیرستان له پکتیکا سره تړي.

د احتجاجي پرلت یوه ګډون وال دین محمد امریکا غږ ته وویل دا دی د پرلت یې پینځه میاشتې کېږي خو تر اوسه هېڅ دولتي پلاوی د دوی د غوښتنو اورېدو ته نه دی ورغلی.”موږ ټولې اتلس غوښتنې لرو، یوه مو پکې دا ده، چې موږ نیم وزیر هغه اړخ ته یو او نیم دې اړخ ته یو، نو موږ وایو چې موږ ته دې بې له پاسپورټه او ویزې د تګ راتګ اجازت راکړي، هغه اړخ ته زموږ کوم خپلوان دي چې هغوی دې اړخ ته په ازاده توګه راځي او موږ پورې غاړه بې له پاسپورټه او ویزې اوړو او زموږ چې کوم خلک د پنډه کیو کاروبار کوي چې هغوی ته هم اجازت ورکړل شي دا زموږ قانوني حق دی او د انګور اډې پوله زموږ په ځمکو جوړه ده، نو باید چې موږ بې له کوم شرطه اجازه راکړل شي. “

دین محمد زیاته کړه چې په انګور اډه کې روغتون نشته نو دلته دې هم د تورخم پولې غوندې روغتون جوړ کړل شي، او بل د کوتو لګولو مشین (کمپیوټر) سم کار نه کوي او بل د کارمندانو شمېر یې هم ډېر لږ دی هغه دې ډېر کړل شي ځکه چې پر ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته په ساعتونو ساعتونو خلک انتظار باسي.

دی وايي،”موږ دلته د افغانستان د موبایل سم کارتونو ډېر زیات مصرف پرې راځي او بله دا چې نېټ ورک نشته نو موږ د افغانستان اړخ ته د خپلوانو سره تماس نیولو کې موږ ته ډېرې ستونزې دي. “

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د پروسږ کال د اکتوبر له یوویشتمې راهیسې په لسګونه زره وګړو پرلت وهلی دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ ، تذکره یا په بله اجازتنامه د تګ راتګ اجازت ورکړي.

دا رنګ په تورخم پوله هم خلک په احتجاج وو، په باجوړ کې د لېټۍ غاښي پاس او نوا پاس د بندېدو له وجې د باجوړ ځایي ولس له حکومته غوښتنه کړې چې دا لارې دې ورته خلاصې کړل شي. د کورمې او پاړه چنار د خرلاڅۍ لار هم په دا وروستیو کې د رتګ راتګ لپاره بنده وه خو د دواړو غاړو د مشرانو تر خبرو اترو وروسته دغه پوله خلاصه شوه.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې افغانستان ته د غځېدلو لارو د بیا بیا بندېدو لانجې پر دواړو غاړو میشته ولسونو ته زښته مالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي.

په دې اړه پېښور کې د افغان چاروکار پوه او خبریال شمیم شاهد ته وویل، د ډیورنډ د کرښې دا مسله ډېره کړکېچنه ده او د هغې لامل دا دی چې دا کرښه د پښتون قام او په پښتون قام کې چې کومې قبیلې دي، دا لارې د هغوی ترمینځ تېرې شوي دي. بر کرښه دواړو غاړو ته داسې کورنۍ ابادې دي چې د هغوی جایدادونه تراوسه پورې شریک دي.

ښاغلی شاهد زیاتوي که څه هم یوسفزي پښتانه پر ډیورنډ کرښه نه دي میشته، هغوی په سوات، شانګله، صوابۍ او داسې نورو لېرې لېرې ځایونو کې اباد دي خو بیا هم هغوی په افغانستان کې خپلوۍ لري، نو د ډیورنډ دې کرښې پښتانه ویشلي دي کله چې حلقه بندي کېدله نو هغه مهال دا ویل شوي وو چې پر کرښه دواړو خوا ته پراته خلک به په ازاده توګه ځي راځي.

نوموړی زیاتوي، ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ کال لاسلیک شوې وه خو بیا وروسته په ۱۹۰۵ کال کې په پنډۍ کې یوه موافقه شوې وه، تر هغه وروستو بیا په دې څو وارې خبرې اترې وشوې او تر ۲۰۱۵ کال پورې پر دواړو خواوو په تګ راتګ هېڅ بندېز نه وو. تر هغه وروسته پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځول شو او په تګ راتګ بندېزونه هم زیات شول، نو د پاکستان حکومت دا هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ یوه نړیواله پوله وګرځول شي خو افغانستان ورته تراوسه تیار نه دی، که په افغانستان کې جمهموري حکومت راځي او که د طالب حکومت راځي، هغوی د دې مخالفت کوي نو باید چې دواړه غاړو ته چارواکي سره کېښني او داسې یوه تګلاره جوړه کړي چې دې خلکو ته د تګ راتګ اجازت ورکړل شی نو که دا بندیزونه پرځای وي نو له دې به د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتریخوالې نور هم سېوا شي او له دې به حالت نور کړکېچن شي.

د پاکستان حکومت وړاندې څو واري ویلي دي چې پر پوله د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو پرېکړه يې د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوي لپاره کړې ده.

بل پلو د جنوبي وزیرستان د انتظامیې یو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي امریکا غږ ته وویل د پرلت له مشرانو سره د انتظامیې خبرې روانې دي او ډېر ژر به یوه لاره وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۲۵مه نېټه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د سېکرېتري خرم اغا په مشرۍ یو څلور کسیزه پلاوې افغانستان ته تللی وو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون د دغه حکومت له یوشمېر چارواکو سره يې د ټرانزټ سوداګرۍ او نورو اقتصادي ستونزو د هواري په چارو خبرې وکړې او یو شمېر لوظنامې يې لاسلیک کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG