په پېښور او کابل کې کتاب چاپونکي، لیکوالان او شاعران وايي، چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کالونو کې د افغانستان لپاره د کتابونو چاپولو کچه نږدې ۷۵ فیصده راټیټه شوې ده.
د پاکستان مرکزي حکومت د دغه هېواد ټولو ایالتي حکومتونو ته امر کړی چې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر ۱۵مې نېټې دې په دغه هېواد کې د میشته اسناد لرونکو افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په سلګونو پنډيانو چې پر ډیورنډ کرښه د تورخم یوې بلې غاړې ته غوټې یا ګنډې تېروي په افغانستان کې د واکمنو طالب مقاماتو پر ضد اعتراضیه غونډه پیل کړې ده.
د استرالیا کرکټ ادارې له لوري د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د شل اووریزه لوبو پر ځنډولو د افغانستان کرکټ بورډ د خواشینۍ ښودلو وروسته په دې اړه افغان نجونو هم غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د میشتو څه نا څه ۸۵۰۰۰۰ راجسټر افغان کډوالو د اېستلو دوهم پړاو پیلوي.
د پاکستان د ګڼ نفوسه ایالت پنجاب په مرکز لاهور کې میشت پښتانه وايي، چې ددغه هیواد د پیژند پاڼو یا شناختي کارتونود ویشلو ملي ادارې "نادرا" یې کارتونه ترې نیولي دي، چې له کبله یې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.
په خیبر پښتونخوا کې میشت ځینې افغان کډوال وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل هېواد یوازې د خپلو لوڼو او زامنو د زده کړو لپاره پرېښی وو خو د پاکستان دولت له لوري د بیرته ستنولو پرېکړې اندېښمن کړي دي چې په دې سره به یې د بچیانو زده کړې نیمګړې پاتې شي.
که څه هم د مارچ ۱۷مه په افغانستان کې د خبريالانو ملي ورځ ده، خو په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو پس نارینه او په تېره ښځینه خبريالانې دا ورځ څنګه ولمانځي چې ډېری یې تر فشار، ګواښونو، بندیزونو او محدودیتونو لاندې دي او لوی شمېر یې د مرګ له ویرې، هېواد پرېښود ته اړ شوي دي.
د پنځو کوچنیانو پلار ۴۵ کلن افغان کډوال عبدالرحمان د مردان د جلاله په بازار کې د لوښو او خوا ته د منیارۍ په دکان کې په پنځلس زره روپۍ میاشت مزدوري کوي.
د برتانيا په مرکز لندن کې د پښتنو د ازادۍ د يوه مخکښ عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک انګلیسي ژباړی د کتاب مخکتنه وشوه چې پکې د کتاب ترڅنگ د هغه پر مبارزه رڼا واچول شوه.
د خېبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ د تعلیم ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې میشت له افغان کډوالو نجونو او هلکانو څخه به له لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې د داخلې فیسونه نه اخېستل کېږي.
د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت افغان نجونو ته د وړیا زده کړو لپاره د ’افغان ملالۍ انستیتیتوت‘ جوړولو اعلان وکړ.
په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کېمپونو او له کېمپونو بهر څه نا څه پینځه لکه اویا زره (۵۷۰۰۰۰) ماشومان چې عمرونه یې له پینځو تر شپاړلس کلونو دی، ښوونځیو ته نه ځي.
په پاکستان کې میشت یو شمیر هغه افغان کډوالو، چې د متحده ایالاتو د مهاجرت د ځانګړو ویزو په بهیر کې شامل دي، پر هغه راپورونو اندېښنې ښودلې، چې وايي، په امریکا کې د افغانانو بیا-میشتولو پروګرام د سږني کال په پای کې درول کېږي.
په بريتانيا کې د افغان ښځو ملاتړې ډلې (ومېن سپورټ ګروپ) او نورو ځايي مدني بنسټونو د لندن په هېز سیمه کې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځله چې په کې ویناوالو ښځو ته د قوي اوسېدو، مبارزې، روغتيا او د اولادونو د ښې پالنې سپارښتنې وکړې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بریتانیا د سفارت په نوښت د روانې مارچ میاشتې له پنځمې تر اتمې نېټې پورې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو، علماوو، څېړونکو او خبریالانو یو ګډ کنفرانس رابلل شوی چې په افغان پلاوي کې یو شمیر ښځې هم ګډون لري.
په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وايي چې د جمعې له ورځې راهیسې روانو اورښتونو په بېلا بېلو سیمو کې د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان وژلي او یو شمېر ودانیو ته زیانونه رسولي دي، چې پکې د افغان کډوالو کیمپونو کې یې خامې ودانۍ هم چپه کړې دي.
په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، چې ددغه ګوند مشر او د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند، محمود خان اڅکزي پر کور پولیسو چاپه وهلې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو، بندیزونو، محدودیتونو او توپیرې چلند سره د مخامخېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي چې له کبله یې ژوند تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.
په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، چې د دوی مشر پخواني صدر اعظم عمران خان وار له مخه ويلي وو چې په پاکستان کې میشت راجسټر یو نیم میلیون افغان کډوال پر دې هېواد هېڅ بوج نه دی ځکه چې هغوی خواریکښ ولس دی او خپله خواري مزدوري کوي.
نور پورته کول