په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو، بندیزونو، محدودیتونو او توپیرې چلند سره د مخامخېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي چې له کبله یې ژوند تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.
په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، چې د دوی مشر پخواني صدر اعظم عمران خان وار له مخه ويلي وو چې په پاکستان کې میشت راجسټر یو نیم میلیون افغان کډوال پر دې هېواد هېڅ بوج نه دی ځکه چې هغوی خواریکښ ولس دی او خپله خواري مزدوري کوي.
په پاکستان کې دفبرورۍ د اتمې نیټې د لانجمنو ټولټاکنو څخه ۲۴ ورځې وروسته، د یکشنبې په ورځ، مارچ دریمه ددې هیواد ملي اسمبلۍ د ۲۰۱ رایو په ورکولو سره شهباز شریف د دغه هېواد د څلورویشتم صدر اعظم په توګه وټاکه.
د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د پلوي ډلې سني اتحاد شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ ته کاندید کړی دی.
دوو افغان نجونو د یوې انلان زده کړې اکاډمۍ په پرانیستلو سره په افغانستان کې سلګونه ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
له افغانستان څخه د درملنې لپاره پاکستان ته تلوونکي ناروغان شکایت کوي چې پر تورخم د تېرېدو پر مهال د پاسپورټ او ویزې په نامه له سختو ستونزو سره مخ کیږي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کار روزګار د اجازې نه لرلو له کبله په دغه هېواد کې پر کور ناستې ځینې ښځې وايي، چې له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او زیاتوي چې د خپلې کورنۍ لپاره حق حلالې روزي موندلو ته نه پرېښودل کېږي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خیبر پښتونخوا همغږی کوونکی وايي، د افغان ترانزیټ تجارت په برخه کې د پاکستان حکومت د ځینو اقداماتو له امله له افغانستان سره ددغه هیواد تجارت ۷۰ فیصده کم شوی دی.
په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا دی اوس تر ۸۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي ورپورته د انجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې لاهم تړلې دي او له ۳۵۰ څخه زياتې ورځې کیږي چې هغوی پوهنتونو ته نه پرېښودل کیږي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې هغه نهه افغانانو وګړو ته چې اته یې نارینه او یوه ښځینه ده، چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي د پاکستان اوریجن کارتونو (پي او سي) ورکولو امر کړی دی.
بریتانیا کې میشتو د مدني ټولنې یوشمېر افغان بنسټونو په لندن کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځله چې په ترڅ کې لیکوالانو، شاعرانو او ژباړونکو د مورنۍ ژبې پر ارزښت مقالې واورولې او په ټوله نړۍ کې یې پر افغانانو غږ وکړ چې په کورونو کې دې له خپلو ماشومانو سره په مورنۍ ژبې خبرې کوي.
د خیبر پښتنونخوا په پېښور پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب اول) د امن میلې په نامه د دریو ورځنیو مراسمو په وروستۍ ورځ د ”ترهګرۍ ضد په نامه عملیاتو“ کې د پښتنو قبایلي سیمو او د افغانستان بې کوره شویو خلکو ته د اوښتي بشري ناورین په باب اندېښنه وښودل شوه.
افغان سوداګر په پاکستان کې د فبرورې د میاشتې د اتمې ټولټاکنو په پایله کې له جوړېدونکې راتلونکې حکومت څخه هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمینځ په ټپه ولاړه سوداګري دې پای ته ورسوي.
په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې د ټولټاکنو رسمې پایلې نږدې درې ورځې وروسته اعلان شوې.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی مخکښ محسن داوړ نن د شنبې ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) په میرامشا کې د پاکستان د پوځي چاوڼۍ مخې ته د احتجاجي پرلت پرمهال په ډزو ژوبل شوی دی.
د پنجاب په ګوجرانواله او لاهور ښار کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا پښتانه کاروباريان او خواريکښ وايي، پوليس يې ځوروي او پیسې ترې اخلي او کله وايي شناختي کارت نه لرئ او کله وايي ترهګر یاست او په یو بله پلمه بهانه ورباندې په تاڼه کې څو څو شپې تېروي.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د دغه هېواد ۱۲ دوره پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې د غیر رسمي پایلو له مخې تر دا مهاله د پاکستان تحریک انصاف تر بیرغ لاندې ازادو کاندیدانو د هېواد په کچه اکثریت څوکۍ ګټلې دي.
افغان ډاکټران وايي، د پاکستان په دولتي بورس یې د دغه هېواد په طب پوهنځیو کې مسلکي زده کړې بشپړې کړي دي، خو اوس د کار او لوړو زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
نور پورته کول