د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو ژبې موسیقیار ممتاز ولي افغان مړ شو


ممتاز ولي افغان په پېښور کې وفات شوی دی
ممتاز ولي افغان په پېښور کې وفات شوی دی

د پښتو ژبې د یوه وتلي هنرمند شاه ولي افغان موسیقار او هنرمند زوی ممتاز ولي افغان د سرطان له اوږدې ناروغۍ وروسته د یکشنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغه۱۵) په پېښور کې د ۴۵ کالو په عمر کې مړ شو.

د هغه مړی د دوشنبې په ورځ د پېښور د اخوند دروېزه بابا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ممتاز ولي افغان د خپل پلار غوندې په موسیقۍ کې ځان ته ښه نوم درلود، مېدان کې او د سندرو ویلو ترڅنګ یې د سندرو لپاره موسیقي هم جوړوله او د موسیقۍ استاد بلل کېده.

هغه له مشهورو سندرغاړو سره هارمونیم غږولی او د دېرو نورو هنرمندانو لپاره به يې د سندرو طرزونه هم جوړول.

افغان هنرپالي د ممتاز ولي مړینه د پښتو د موسیقۍ لپاره لوی زیان بولي او وايي چې د هغه غوندې د هنر څښتن کله کله زېږي.

په پېښور کې د پښتو ژبې هنرمند حشمت سحر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، هنري ژوند یې د ممتاز ولي له برکته دی. هغه وايي: «نن د غم ډېره لویه ورځ ده، چې زموږ استاد ممتاز ولي افغان له دې دنیا سترګې پټې کړې، د هغه به برکته مې موسیقي زده کړې ده، او د هغه له برکته مې په دې فن کې یوه نوم پیدا کړی دی، هغه یو ډېر تکړه کمپوزر وو، او یو ډېر خوږ شخصیت وو.»

د سحر په وینا چې ممتاز ولي افغان یو ډېر لوی موسیقار و او په ګرده نړۍ کې يې د پښتنو او افغانستان نامه روښانه کړې.

په اسلام اباد کې د پښتو ژبې یو بل سندرغاړی نعیم توری وايي، د شاه ولي استاد دواړه زامن زرولي افغان او ممتاز ولي افغان وو په موسیقۍ ډېر ښه پوهېدل. نوموړي زیاتوي چې له ممتاز ولي افغان سره یې په کابل او جلال اباد کې د موسیقۍ په بانډارونو کې برخه اخیستې وه.

هغه وايي: «څنګه چې شاه ولي استاد په موسیقۍ کې نوم پیدا کړی وو، همداسې ممتاز ولي هم لوی هنرمند وو او داسې ښکارېده لکه شاه ولي استاد چې د خپلې موسیقۍ ټول خواږه ممتاذ ولي ته منتقل کړي وي. د هغه اواز دومره خوږ او خوندور وو چې اورېدونکی به يې په لومړي وار په ځان مینه ولی.»

نعیم توری وايي، د ممتاز ولي غوندې استادان چېرته په پېړیو کې یو پېدا کېږي او دې نه ګڼي چې په پښتو کې به بیا د هغه غوندې بل موسیقار د هغه ځای ونیسي داسې ښکاري، لکه نن موسیقي مړه شوي وي.

د ممتاز ولي افغان پلار او وتلی هنرمند شاه ولي افغان په اتیایمه لسیزه کې له افغانستان څخه د خېبر جمرود سیمې ته ګډه شوی و، بیا وروسته کاناډا ته ولاړو خو ممتاز ولي افغان په پېښور کې پاتې شو او خپل فن ته يې دوام ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG