د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په ټولټاکنو کې د ملتپالو ګوندونو د ماتې لاملونه


د پاکستان انتخابات
د پاکستان انتخابات

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې د ټولټاکنو رسمې پایلې نږدې درې ورځې وروسته اعلان شوې.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د شمیرو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ملاتړ څخه برخمنو ازادو کاندیدانو ۹۳ څوکۍ ګټلي، پاکستان مسلم لیګ نواز ۷۴ څوک‍ۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ ۵۴ څوکۍ او متحده قومي مومنټ ۱۷ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر خان تور پورې کوي چې د دوی ګوند ۲۲ نورې څوکۍ هم ګټلي خو په کې درغلي شوې ده. په بلوچستان کې هم ډېر سیاسي ګوندونه لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ او پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي. په خیبر پښتونخوا کې عوامي نیشنل ګوند هم په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګولي دي.

د پاکستان له جوړېدو راهیسې په تېرو ۱۱ دورو ټولټاکنو کې هم د درغلیو تورونه لګول شوي وو چې د همدې تورونو په وجه د ۱۹۷۰ کال تر انتخاباتو وروسته بنګله دېش له پاکستان څخه جلا شو.

د پاکستان اوسنیو انتخاباتو په باب د شنونکو نظر هم دا دی چې درغلۍ شوې دي، خو د فبرورې د اتمې انتخاباتو په پایله کې د پښتنو او بلوڅو ملتپاله ګوندونه او د دې ترڅنګ د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند خورا ډېر اغېزمن شوي دي.

په اوسنیو انتخاباتو کې په خیبر پښتونخوا کې عوامي نیشنل ګوند ته سخته ضربه رسیدلې ده.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی فخر کاکاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، داسې ښکاري چې تر یو منظم پلان لاندې عوامي نیشنل ګوند له پارلمان څخه لیرې وساتل شو.

هغه وویل: ”د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اېمل ولي خان یوه خبره وکړه چې هم په بولیټ (مرمۍ) په نښه کېږي او هم په بېلټ (رای) په نښه کېږي. زما په فکر د پښتنو په سیمه کې په یو منظم انداز کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا او پښتنو په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتنو مشرانو هدفي وژنې پیل شوې، دا زموږ د جرګو مشران وو، د هغې نتیجه دا راووتله چې د سوچ او فکر، د امن او ورورولۍ سرونه له مینځه ولاړل او په نتیجه کې یې تندلاریتوب سېوا شو، ځکه چې د لارې ښودلو لپاره مشران پاتې نشول، او اوس د بېلټ (رای) له لارې هدفي وژنې وشوې.“

په بلوچستان کې د ملتپالو کوندونو انتخاباتي ماتې

په بلوچستان کې هم ملتپالي ګوندونه، هغه که د پښتون میشته سیمو دي، یا د بلوڅ میشته سیمو، دواړو سخته ماتې خوړلې ده، خو دوی ادعا لري چې په لوی لاس د ملي پارلمان او ایالتي اسمبلۍ د څوکیو لپاره د دوی د کاندیدانو ګټلې رایې کمې کړل شوې دي.

په کوټه کې لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ پدې اړه امریکاغږ ته وویل: «دا وخت په ژوب، پښین، سیف الله کلا، بوري او کوټه، کې پښتونخوا میپ او پښتونخوا نیپ او په اکثریت بلوڅي سیمو کې د سردار اختر جان مینګل بلوچستان نیشنل پارټۍ، د ډاګټر مالک بلوڅ په مشرۍ نیشنل پارټۍ په احتجاجونو بوخت دي. دوی ادعا کوي، چې د دوی په انتخاباتي حوضو کې یې داسې خلک کامیابه کړي چې په ټاکنیزه سیالیو کې په درېم او څلورم ځای کې هم نه راتلل.»

ډاکټر برکت شاه کاکړ زیاتوي چې، په جنوبي پښتونخوا او د بلوچستان په بلوڅي او براهوي سیمو کې چې څومره ملتپالي ګوندونه دي، هغوی تر منظم پلان لاندې له ټاکنیزو سیالیو څخه وایستل شول.

هغه وایي، ”د پاکستان ټاکنیز سیسټم له مخې د رای په هر مرکز کې سرکاري مامور هر ګوندي استازي ته د رایو تر اچولو پس ۴۵ نومره پاڼه یا فارم ورکوي چې د ده لاسلیک ورباندې شوی وو. په دې پاڼه کې د هر ګوند د وړیو رایو شمېره لیکل شوې وه، خو کله چې دغه ټولې پاڼې دې ولسوالۍ مرکزونو ته ولاړې شي نو د بریالي کاندید لپاره بیا بله پاڼه یا فارم وي چې د هغې نومره ۴۷ ده، د ۴۵ نومرې له مخې ملتپالي ګوندونه د خپل بري ادعا کوي خو په ۴۷ نومره کې بیا د دوی ناکامه ښودل شوي دي، اوس ځینې ملتپالي کاندیدان لکه د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مشر خوشحال خان کاکړ له خپلو دغه پاڼو سره د پاکستان سترې محکمې ته تللي دي او د ایالت په کچه یې احتجاجونه پیل کړي دي. “

د شنونکي فخر کاکاخېل په نظر، په دې ټولټاکنو کې یوازې ملتپالي ګوندونه نه بلکې مذهبي ګوندونه هم وهل شوي دي.

ټاکنو کې درغلیو ته د سیاسي ګوندونو غبرګون

که څه هم په خیبر پښتونخوا کې په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو په باب سیاسي ګوندونو لا تر اوسه د اعتراضیه غونډو په بڼه غبرګون نه دی ښودلی خو په بلوچستان کې یې احتجاجونه، خبرې غونډې او پرلتونه پیل کړي او د ایالت اکثریت لویې لارې یې د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړلې دي.

شنونکی فخر کاکاخېل وايي، داسې ښکاري چې بیا په دې سیمه کې یوڅه راروان دي او د هغې لپاره د ملتپالو او نورو مهمو سیاسي څهرو لیرې کول ضروري وو: ”دا د روغې جوړې خلک وو، د مصلحت خلک وو، د مفاهمت خلک وو، زموږ سیمه یې داسې خلکو ته حواله کړه چې زما په خیال دا به انتشار طرف ته ځي، اقتصادي بدحالي به راځي، د امنیت وضع به هم ورځ تر بلې خرابېږي.“

د پاکستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر رفیع الله کاکړ وایي، د ده په فکر په کراچۍ او بلوچستان کې ډېره زیاته درغلي شوې ده. ”په کراچۍ کې د دې درغلیو ګټه متحده قومي مومنټ ته رسېدلې، په بلوچستان کې تر ټولو زیات ګټه پاکستان پیپلز ګوند ته رسېدلې ده، په خیبر پښتونخوا کې له عوامي نیشنل ګوند سره زما نه دی خیال چې درغلي شوې وي. هلته تحریک انصاف په خپل همت دا څوکۍ ګټلې دي، په بلوچستان کې له ملتپالو ګوندونو سره زیاتی شوی دی، هغه که د ډاکټر مالک نیشنل پارټۍ ده، یا پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ده، او که پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ ده، د هغوی ځینې ګټلې څوکۍ یې ترې بیرته اخیستې دي.“

په خیبر پښتنونخوا کې د تحریک انصاف بری

د پاکستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر رفیع الله کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د ورپېښو ستونزو سره سره په انتخاباتو کې تر ټولو غټ ګوند شو: ”د پنجاب او سیند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې ښايي، د تحریک انصاف ځینې څوکیو کې ماتې خوړلې وي، په پنجاب کې مسلیم لیګ ن هومره څوکۍ نه یووړې چې څومره یې توقع لرله. پیپلز پارټۍ په سیند کې غټ ګوند ثابت شو.“

د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکی اکرام هوتي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په دې انتخاباتو کې تر ټولو زیات نقصان عوامي نیشنل پارټۍ او د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام ګوند ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ”زما په خیال عوامي نیشنل پارټي یو ملتپالی ګوند نه بلکې حقوق پالی ګوند دی، لکه په کراچۍ کې متحده قومي مومنټ ځان ته حق پرست ویل، همداسې دوی هم دي. دوی وايي، خیبر پښتونخوا ته دې د خپلو وسایلو پیسې ورکړل شي چې دلته غربت ختم شي. نو په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر پردې شاته یو داسې پلان شوی وو چې د عوامي نیشنل پارټۍ پرځای باید ازاد کاندیدان [د تحریک انصاف پلویان] راوستل شي. نو چا چې دا بندوبست کړی دی، د هغه لاس ازاد دی.“

د اتلسم ترمیم د ختمولو هڅې

ځینې سیاسي شنونکي وايي، چې عوامي نشنل پارټۍ ځکه له پارلمان څخه لیرې ساتل کېږي چې د پاکستان ایسټبلشمنټ اتلسم ترمیم ختمول غواړي. شنونکی اکرام هوتي هم ورته نظر لري: ”په پاکستان کې اتلسم ترمیم باندې عملداري اجازه نه ده ورکړل شوې، سیند ایالت خو یوازې په خپل سیاسي زور له اتلسم ترمیم څخه ګټه اخیستې ده، خو اوس د وفاق په کچه یو داسې حکومت راوستل غواړي چې د اتلسم ترمیم غوښتنې ختم کړي چې دا د صوبو د حقونو مسله د ډېر وخت لپاره ختمه شي.“

اتلسم ترمیم د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتو په نتیجه کې د پاکستان پیپلز ګوند په مشرۍ ایتلافي حکومت چې له خیبر پښتونخوا عوامي نیشنل ګوند ورسره وو، په ۲۰۱۰ کال منظور کړی و، په هغه ترمیم کې د پاکستان څلور واړو ایالتونو ته پر خپلو منابعو د لا ډېرې کورواکۍ قانوني حق ورکول شوی دی.

د ملتپالو ګوندونو راتلونکې

اوس چې د پښتنو او بلوڅو ډېرو ملتپالو ګوندونو په انتخاباتو کې ستره ماتې خوړلې، نو د دوی راتلونکې تګلاره به څه وي؟

د سیاسي چارو شنونکی فخر کاکاخېل وايي، د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان چې څنګه اعلان وکړ چې دی نور د ایستبلشمنټ سیاست نه کوي، نو دا یوه مثبته خبره ده: ”عوامي نشنل ګوند خو د ۲۰۰۸ کال د ټولټاکنو پءته د دوی وزیر اعلی هېڅ نه دی راغلی، د دې ګوند سابقه که وګورو نو په ۱۹۷۳ کال چې کله په خیبر پښتونخوا ایالت [پخواني سرحد ایالت] کې اسمبلي جوړه شوه د عوامی نشنل پارټۍ سره له دې چې پارلماني غړي یې ډېر وو خو دوی بیا هم حکومت مولانا مفتي محمود [د جمعیت علمای اسلام مشر] ته حواله کړ، بیا چې د پاکستان وفاقي حکومت په بلوچستان کې د ملتپالو حکومت ختم کړ، نو عبدالولي خان، مولانا مفتي محمود ته وویل چې حکومت پرېږده.“

ښاغلی کاکاخېل زیاتوي، ”عوامي نیشنل پارټي د کالاباغ ډېم پر مسله حکومت پرېښی دی، سره له دې چې دوی په اقتدار کې ډېر نه دې پاتې شوي خو د کالاباغ ډېم پر مسله، د خیبر پښتونخوا د نوم پر مسله، د ۱۸م ترمیم په مسله، دوی بیا بیا غورځنګونه چلولي دي، دغه یوه مثبته خبره ده چې اواز به یې چپ نه وي. که دوی په پارلمان کې نشته خو په سړک به دوی موجود وي. نو یو امید شته چې ټول ملتپالي ګوندونه یو اتحاد طرف ته ولاړ شي. د صوبې په ولس رحم وکړي، او د دوی لپاره غږ پورته کړي. که داسې و نه شي، نو دوی به ورک شي.“

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG