په پاکستان کې امنیتي حالات په رایه روکوونکو څه اغیز لرلای شي؟
د پاکستان د باجوړ سیمې او د افغانستان د کونړ سیمې سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ د غازي پاس، نوا پاس غاښي او لېټۍ لارې دې د تېر په څېر بیرته پرانیستل شي چې د سیمې سوداګري بیا پیل شي.
د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیو کډوالو د اېستلو د بهیر له مخې یې تر اوسه ۶۰۱۲۱۰ افغانان خپل وطن ته ستانه کړي دي او د ستنولو لړۍ یې دوام لري.
شنونکي وايي، د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې د اکثرو ګوندونو کاندیدان د ګوندي فعالینو پرځای د لوړې طبقې او شتمنو کورنیو غړي دي. د دوی په وینا سیاست او انتخابات اوس په یو ګټور صنعت اوښتی دي.
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه په کابینه کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي رازونو افشا کولو په قضیه کې تر ۱۰، ۱۰ کالو د بند سزا اورول شوې ده.
په پاکستان کې د ډېرو ګوندونو مشرتابه د هغو کورنیو درېم یا څلورم نسل دی چې دمخه یې پلرونو یا نیکونو ددغو ګوندونو مشري کوله.
د پاکستان پوځ لوی درستیز د جنورۍ پر ۲۴مه (پنجشنبې ورځ) په پلازمېنه اسلام اباد کې د ملکي ځوانانو یوې غونډې ته ویلي، "که د یو پاکستاني ژوند ته هم ګواښ پېښېږي نو افغانستان به نابود کړي."
پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته په غزیدلو دریو لارو، چمن، تورخم او انګور اډه د پاکستان د پاسپورټ د درلودلو د لازمي کولو پر خلاف احتجاجونه لا هم روان دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت د چکوال ولسوالۍ ځايي انتطامیې د جنورۍ په ۱۸ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یوځل بیا د عامه نظم قانون (۳ اېم پي او) په اساس د ۱۴ ورځو لپاره بندي کړی دی.
له نن څخه درې اونۍ وروسته به د پاکستان ولس ملي پارلمان او ایالتي اسامبلو ته خپل استازي وټاکي. دا به ددې هېواد په تاریخ کې د پارلمان دولسمې ټولټاکنې وي.
د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د جنورۍ په ۱۲(مرغومې ۲۳) افغان فرهنګپالو د یو نوموتي افغان شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي لسم تلین ونمانځه. دې نمانځغونډې ته له نورو هېوادونو څخه هم افغان فرهنګیانو ځبل ویډیويي پیغامونه وړاندې کړل.
بشري حقونو څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، په تیر ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د حکومت مخالفې رسنۍ، سیاسي مخالفین، او نادولتي سازمانونه تر حکومتي محدودیتونو لاندې وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت یوځل بیا دا خبره تکرار کړې چې نه هم د پاکستان حکومت او نه هم ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ځانګړو توکیو پر ټرانزټي سوداګرۍ د بندیز او د دې سوداګرۍ د عامه توکیو د پروسسولو فیس ۱۰ فیصدو ته لوړولو له کبله افغان ټرانزیټي سوداګري په ټپه درېدلې ده.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د جنورۍ پر اوومه نېټه (مرغومي ۱۷) له اسلام اباد څخه کابل ته ولاړ.
د پښتنو د یوه ملي او سیاسي مبارز عبدالصمد خان اڅکزی چې په خان شهید پېژندل کېږي، د ۵۰م تلین په تړاو پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شنبې پر ورځ د دسمبر پر ۳۰مه نېټه د بریتانیا په لوټن ښار کې یوه لمانځغونډه رابللې وه چې پکې د هغه د سیاسي مبارزې پر ارزښت ویناوې وشوې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې په دوو قضيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت تر کېدو وروسته، هغه په يوه بله قضیه کې پولیسو ته سپارلی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم" د مشر منظور احمد پښتین ضمانت منظور کړی خو قاضي یوې بلې اورېدنې ته د تلو له کبله د هغه د خوشې کېدو پر ضمانت پاڼو لاسلیک نه دی کړی.
د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک ويلي، هیله من دی چې د افغان کډوال میشتولو لپاره د شمالي يارکشاير یوه پوځي اډه وکاروي چې د ده انتخاباتي حوضه ده.
نور پورته کول