د لاس رسي وړ اتصالات

چمن، تورخم او انګور اډه کې په پاسپورټ د تګ راتګ خلاف احتجاجونه لا هم دوام لري


عکس ارشیف: د جمن بولدک احتجاجونه
عکس ارشیف: د جمن بولدک احتجاجونه

پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته په غځیدلو دریو لارو، چمن، تورخم او انګور اډه د پاکستان د پاسپورټ د درلودلو د لازمي کولو پر خلاف احتجاجونه لا هم روان دي.

د چمن پرلت ۹۷ ورځې کېږي، پر انګور اډه احتجاج له ۷۰ ورځو واوښت او پر تورخم بیا د موټر چلوونکو د احتجاج نن شنبه، نهمه ورځ ده.

د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې چې د افغانستان د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ کرښه پروت دی، د وړو سوداګرو (لغړي اتحاد) د تیر کال د اکتوبر له ۲۱ څخه پرلت پیل کړی دی. دوی غواړي چې پر چمن-بولدک لار دې د تلو راتلو لپاره د پاکستاني پاسپورټ او ویزې لګول شوی شرط بیرته واخیستل شي.

په چمن کې د پرلت ویاند صادق صادق خان، له امریکا غږ سره په خبرو کې یوځل بیا په ټینګار سره وویل، تر هغو به احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

نوموړی زیاتوي چې دولتي چارواکي ځي راځي، خو لا یې هم د خبر اترو هېڅ نتیجه نه ده راوتلې:"دلته د بلوچستان د سرپرست حکومت استازي راغلل، کور کمانډر (د قول اردو قوماندان) راغلی دی، ډاډ یې راکړی وو، بیا پسې ولاړل. د بلوچستان والي راغلی، ژمنې یې وکړې او بیا یې هېڅ ځواب رانکړ. د سنا قایمه کمېټۍ زموږ په ملاتړ دولت ته خپل غږ ورساوه، خو د هغوی خبره هم و نه منل شوه. موږ دا وایو چې موږ بله هېڅ چاره او روزګار نه لرو. زموږ د روزګار یوازینۍ لار دغه د چمن-بولدک لاره ده. نه موږ زراعت لرو. زموږ ولس د تعلیم، صحت او صنعت لخوا ډېر پسمانده دی. دلته نه ګیس او نه هم برېښنا سته. نو موږ جهاني رسنیو ته خواست کوو چې زموږ غږ دې واوري."

صادق خان وویل، حکومت غواړي چې له پرلتوالو سره مالي مرستې وکړي خو پر پرلت ناست خلک د د دولت مالي مرستې ته ضرورت نه لري، نوموړي له نړیوالو رسنیو وغوښتنل چې د دوی غږ دې خپور کړي: "نه موږ خیرات خواره یو او نه هم د دوی [دولت] اوړه غواړو،. زموږ ږغ د پاکستان رسنۍ نه اوري او نه یې رسوي. د بشري حقونو سازمانونو ته وایو؛ د ټولې نړۍ رسنیو ته دا وایو چې راشئ زموږ ږغ واورئ. موږ نه دولت ننګولی دی، نه د دولت خلاف یوو. موږ دا وایو چې د پاکستان سرپرست حکومت د پاسپورټ لازمي کولو غوندې لویې فیصلې نه شي کولای. د سرپرست حکومت کار ورځنۍ چارې پرمخ وړل دي. دا کار د پاکستان منتخب حکومت، پارلمان او سنا (مشرانو جرګه) کولای شي."

بلخوا د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو ۷۲ ورځو راهیسې د پاکستان حکومت له خوا د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو خلاف احتجاج روان دی.

د سیمې یو ځايي مشر محمد رسول له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د انګور اډې ولس هېڅ روزګار نه لري. دلته د پاکستان ریاست له پولې پر تېرېدونکې دروازه د پاسپورټ کتلو سیسټم ولګولو او وايي، چې د فبرورې تر لومړۍ نېټې پس هېڅوک هم د پاسپورټ پرته د پولې پورې غاړې نه شي اوښتی."

محمد رسول زیاتوي چې د لاندې جنوبي وزیرستان ولس دا حکومتي پریکړه نه مني او د دې پر ضد یې له راتلونکو ټولټاکنو سره پریکون کړی: "په انتخاباتو کې برخه نه اخلو، د پاسپوټ لازمي کول مو د نسلونو تباهي ده. زموږ قام په افغانستان کې هم پروت دی او په انګور اډه کې هم پروت دی. زموږ قام به دا پرېکړه هېڅکله و نه مني."

هغه زیاتوي چې د پاسپورټ لازمي کولو خلاف به ولس خپلو کې سره کښېني او نور سختې پرېکړې به کوي. محمد رسول وايي:"کېدای شي چې د چمن له پرلت سره ملګري شي چې خبره یې یوه شي. نو حکومت له هغوی سره کومه خبره کوي، هغه خبره به زموږ هم وي."

په انګور اډه کې د مزدورانو اتحادیې مشر دین محمد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، موږ وزیر قام په ګډه پریکړه کړې ده چې هېڅکله به پر پوله په باسپورټ تګ راتګ ونه کړو.

د انګور اډې یو بل اوسیدنکي عطا وزیر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، دوی ۱۸ غوښتنې لري چې په هغه کې لومړی د پاسپورټ شرط نه منل، له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، په سیمه کې امنيت، برېښنا، د ګرځنده ټیلیفون (موبایل) شبکه، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالول دي.

د تورخم احتجاج

د جنورۍ پر ۱۳مه پاکستاني مقاماتو پر تورخم لاره د افغانستان موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل چې په غبرګون کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني ډرایورانو لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي وګرځوله، خو اوس دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ ولاړ پاتې دي او چلوونکي د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني. دادی یوه اونۍ کېږي چې پر تورخم دروازه هر ډول تجارت ولاړ دی چې له کبله یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ په سامانونو بار ایسارې دي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سیاسي او سیمه ییزه چارو شنونکی ایاز وزیر وايي، پر چمن، انګور اډه او تورخم باندې د روانو احتجاج کوونکو غږ په اسلام اباد کې چارواکي ځکه نه اوري، چې په پاکستان کې دا وخت د ولس یو ټاکلی او منتخب حکومت نشته. هغه وویل: "ستونزه دا ده چې، دلته یو سرپرست حکومت دی، د ولس اصلي حکومت نشته، دا اوسني خلک شا ته بل چا کښېنولي دي. هغوی چې څه ورته وايي، دوی به یې مني. د ولس احساس خو هغه خلک لري‌ چې ولس ته بیرته د رای اخیستو لپاره ورځي، سیاسي خلک وي، له ولس سره یې رابطې وي، په حالاتو خبر وي، دا خو دا رنګه خلک دي چې دوی که د ولس غږ واوري که نه، پر حکومت یې هېڅ اثر نه پريوځي.

ایاز وزیر زیاتوي:"سرکار که هرڅومره زیاتی وکړي، ولس یې نه مني، ځکه ځینې خبرې داسې دي چې دا ټوکي نه وي. دا د خلکو له خولې نه روزي اخلي، روزګار یې بندوې، نو د دې خلکو خو ټوله تکیه د پولې پر تجارت ده. دوی دواړو غاړو ته خپلوي او رشته داري لري، ځمګې یې دي، تګ راتګ دی. سرکار دوی ته وايي، په پاسپورټ ځه راځه، کاغذ (پاسپورټ) به جوړې، نور خو دې خوله ته خاورې ورواچولې، یوڅه کاروبار او یوڅه روزګار خو ورته پیدا کړه."

پخوانی ډپلوماټ ایاز وزیر وايي، د پاکستان دولت ته پکار وو چې لومړی یې دې خلکو ته کار او روزګار برابر کړی وای. بیا که یې اسناد ترې غوښتلو نو د ولس پر بیوزلۍ به دومره اثر نه کېدلو. هغه زیاته کړه: "داسې فیصلې کول چې له پاکستان څخه بې اسناده افغان وګړي دې ووځي، پر تورخم، انګور اډه او چمن دې تګ راتګ په پاسپورټ شي، دا رنګه فیصلې کول اسانې دي، خو تر دې مخکې دوی باید دا سنجولې وی چې له دغه ډول پرېکړو څخه پر پوله یوې بلې غاړې میشتو ولسونو ته څه ډول تاوانونه رسېږي. "

د پاکستان د حکومت دریځ

د پاکستان سرپرست حکومت بیا بیا ویلي چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره به د پاسپورت او ویزې شرط په جدي توګه عملي کوي او هېڅوک د اسنادو پرته سفر نه شي کولای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG