د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن – بولدک لار په بندېدو افغان سوداګرو ته 'خورا زیات مالي تاوانونه' رسیدلي


په جمن بولدک په مالونو بار ولاړې لارۍ
په جمن بولدک په مالونو بار ولاړې لارۍ

د بلوچستان ایالت په چمن کې د «لغړي اتحاد» د پرلت کوونکو له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لارې پر تړل کېدو او د دغه لانجې پر غزېدو د مېوو او نورو توکیو سوداګر سخت تاواني او اندېښن شوي دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت تېره اکتوبر میاشت پر چمن-بولدک لار د ویزې درلودل لازمي کړې، خو ځايي سوداګرد پخوا په څېر د افغانستان په تذکره او د پاکستان په پېژند پاڼه (شناختي کارډ) د تګ او راتګ اجازه غواړي.

د چمن - بولدک ترمینځ په وېش منډۍ کې د افغانستان د تازه او وچو مېوو سوداګر حاجي سردار محمد پښتون له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د لارې له بندېدو څخه سوداګرو ته هره ورځ په سلګونه زره افغانۍ تاوان اوړي: «پر ۲۰م د نومبر چې دوی لار وتړله، موږ یوڅه تمه لرله چې نن یا سبا به خلاصه شي، خو متاسفانه لار نشوه خلاصه، نو موږ راولاړ شو خپلې مېوې مو بیرته کندهار ته ولېږلې، او له هغه ځایه به یې پر نورو لارو لېږو. زموږ مېوې خرابېدلې، ځکه ډېرې شپې په کښېوتې، دا خو لنده مېوه ده. نوره په خرابېده ده. هره ورځ خرڅې [لګښت] راباندې اوړي.»

د چمن – سپین بولدک لارې له تړل کېدو څخه حتا په جاپان کې هم د وېش منډۍ سوداګر اندېښمن دي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د چمن- بولدک سیمې یو سوداګر باري اڅکزی چې دا مهال د جاپان په ابارکي ایالت کې اوسېږي وویل، له جاپان څخه هره ورځ په سلګونه کانټېنرې د وېش منډۍ ته بارېدلې خو اوس دا بهیر ځنډلی دی. د هغه په وینا د چاپان له هره ښاره په سلګونه کانټېنرې چې په هغه کې ګاډي، د ګاډو پرزې، رختونه، فریجونه، کاسمېټیک سامانونه، الېکټرونیکي توکي، کمپیوټرې، سایکلونه، ټایرونه او ګڼ نور توکي د وېش منډۍ ته باریدلې.

باري اڅکزی وايي، دلته خلکو دفترونه، ګودامونه او و دېرې په کرایه نیولې دي، په یو یو ګودام کې په لسګونه کانټېنرې ولاړې دي، «دلته له سوداګرو سره خلک مزدوران کار کوي، د جاپان په پیسو کې معاش ورکول کېږي، د ځایونو کرایې ورکوي، دا دومره خرڅې پرې کوي او چې کانټېنرې و نه لېږي، نو دا کرایې به څنګه پرې کوي. په ریښتیا هم خلک ډېر پرېشانه دي.»

نوموړی وايي چې له دې کاروبار سره خو د مومندو، اپرېدو، شینوارو، اڅکزو، او پر ډیورنډ کرښه میشتو د سلګونه زره خلکو ژوند تړلی دی، او هېڅوک هم نشي کولای چې په دومره اسانه خپل کاروبارونه راټول کړي.

د جاپان په یو بل ایالت ګومه کین کې بیا د چمن سیمې اوسېدونکی عبدالله اڅکزی وايي، چې له کندهاره، تر دوبۍ او بیا تر جاپانه له دوی سره نږدې اوه سوه کسان کار کوي، د پاکستانۍ ویزې شرط دوی ټول په تشویش کې اچولي دي «دلته په جاپان کې د پښتنو افغانانو تر ۵۰۰ زیات شرکتونه دي، په هر شرکت کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې کسان کار کوي، زما په شرکت (جان ټرېډینګ کمپنۍ ځښتن) کې له ما سره په جاپان کې د چمن او بولدک سیمې ۵۷ کسان کار کوي، په دوبۍ کې، په کراچۍ کې، په کندهار کې، په سلګونه کسان کار راسره کوي. د دوی د ټولو ژوند د وېش منډۍ پر کار ولاړ دی.»

عبدالله اڅکزی زیاتوي چې د چمن - بولدک ترمینځ روان حالت دوی هم اندېښمن کړي، هره ورځ ورته په زرګونه ډالر نقصان رسېږي. نوموړي وویل سوداګر به د پاکستاني پاسپورټ او ویزې شرط کله هم و نه مني.

بلخوا د پاکستان کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هیله مندي ښودلې چې د چمن پرلت له مشرانو سره به یو جوړ جاړي ته ورسېږي خو په دې اړه یې نور تفصیل ورنکړ، نوموړي خپله هغه خبره بیا تکرار کړې چې د رسمي اسنادو پرته نشي پرېښودلای چې هره ورځ دې څلوېښت زره کسان پر پوله تګ راتګ وکړي.

بګټي دا څرګندونو په دوشنبه د پاکستان سنا مجلس کې د چمن پرلت په باب د سناتورانو پوښتنو ته په ځواب کې کولې. سناتورانو اندېښنه ښودلې چې په چمن کې د سوداګرو لپاره د پاکستان لنډمهالي حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې شرط د سیمې په زرګونه وګړي بې روزګاره کولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG