د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د تورخم دروازه بېرته د ترانزیت په مخ پرانیستل شوه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي د تورخم دروازه، چې د سه شنبې په سهار نومبر ۲۱ (لړم۳۰) پاکستاني مقاماتو د ترانزیت په مخ بنده کړې وه، بېرته پرانیستل شوه.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د هغوی د سیمه اییزو مقاماتو یو پلاوي له پاکستاني مقاماتو څخه د دروازې د خلاصولو غوښتنه کړې ده او د اعلامیې په اساس، پاکستاني مقاماتو ژمنه وکړه چې دا ستونزه دایمي حل کوي.

تر دې مخکې رسنیو د افغانستان د ځینو سوداګرو له خولې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د افغانستان موټر چلوونکو او سوداګرو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اسانتیا هم ختمه کړې او له دې وروسته به له افغانستان څخه پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته نه پریښودل کېږي. تر دې وړاندې د تجارتي او ترانزیت سره تړلیو افغان سوداګرو او موټر چلوونکو بې له ویزې پاکستان ته د تللو اجازه لرله.

خو د طالبانو اعلامیه وايي د دواړو خواو ترمنځ «په ناسته کې پاکستاني چارواکو د ستونزې د حل ډاډ ورکړ او د اوس لپاره یې د سوداګرو پروړاندې دروازه بغیر له قید او شرط ترانزیټ پر مخ خلاصه کړه او په راتلونکي کې یې د ستونزو دایمي د حل ډاډ » ورکړ.

د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو او ترانزیت په اړه د نویو شرایطو او د تورخم دروازې د بیا خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي دي چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک په لارو د سوداګریزو توکو بار لاریو د افغان ډرایورانو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کوي چې له امله یې د مالونو د لیږد په برخه کې ستونزې را پیدا شوي دي.

هغه وویل چې ددې دمخه به افغان ډرایوران تر پیښور او پاکستاني ډرایوران د جلال اباد پورې د پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کاوه.

خان جان الکوزي وویل چې د اپټا د قانون له مخې پاکستان باید درې میاشتې دمخه افغانستان ته د نویو کړنلارو د پلي کولو په اړه خبر ورکړي خو په خبره یې پرته د مخکینۍ اطلاع څخه دا نوې مقررات وضع کړي دي.

تورخم د لارې د تړل کیدو دمخه د دوشنبې په ورځ ( نومبر۲۰(لړم۲۹) د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې د «لغړیانو» پرلت کوونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لاره د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ او ترانزیت په مخ تړلې وه.

د چمن په ښار کې د یوې میاشتې راهیسې پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې سره د مخالفت لپاره پرلت پیل کړی دی. دا پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې سره د مخالف لپاره چې له مخې یې په دغې لارې باندې له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي اعتراضونه پیل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG