د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي پاکستان د تجارتي کاروانونو په مخ د تورخم لاره بنده کړه


د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک د سرحدي لارې د تړلو وروسته تورخم سرحدي لار هم د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

دغه ریاست د سه شنبې په ورځ نومبر۲۱(لړم ۳۰) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې د تورخم سرحدي لار د پاکستاني مسولينو خوا د ترانزېټ پرمخ نن غرمه تړل شوې ده.

په دې اعلامیه کې د تورخم لپاره د طالبانو د کميسار مولوي عصمت الله يعقوب له قوله ویل شوي: "د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني مسوولينو لوري د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه، چې له موټر چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله."

دا اعلامیه وايي چې طالبانو حکومت د پاکستاني موټر چلوونکو څخه تراوسه د ویزې او پاسپورټ غوښتنه نه ده کړې. په تورخم کې پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د تورخم لار د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا تړل شوې ده.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري د افغان ترانزیت د سوداګرو له خولې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د افغانستان موټر چلوونکو او سوداګرو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اسانتیا هم ختمه کړې ده.

هغه ویلي وو چې د سه شنبې له ورځې (نومبر له ۲۱) به دوی له افغانستان څخه پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته نه پریښودل کېږي. تر دې وړاندې د تجارتي او ترانزیت سره تړلیو افغان سوداګرو او موټر چلوونکو بې له ویزې پاکستان ته د تللو اجازه لرله.

د پاکستان حکومت لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم د لارې د تړل کیدو دمخه د دوشنبې په ورځ ( نومبر۲۰(لړم۲۹) د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې د «لغړیانو» پرلت کوونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لاره د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ او ترانزیت په مخ تړلې وه.

د چمن په ښار کې د یوې میاشتې راهیسې پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې سره د مخالفت لپاره پرلت پیل کړی دی. دا پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې سره د مخالف لپاره چې له مخې یې په دغې لارې باندې له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي اعتراضونه پیل کړي دي.

د پاکستان د حکومت ددې پریکړې مخکې به د افغانستان په تذکرې او د پاکستان په پېژند پاڼې (شناختي کارډ) باندې خلکو د سرحد دواړو غاړو ته تګ او راتګ کوه. پرلت کوونکي غواړي چې د پخوا په څېر د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

د تورخم لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مالونو د لیږد لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، بلکې دا لار د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د ترانزیتي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

پاکستان حکومت تیره اونۍ د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په ترانزیټي مالونو بار په زرګونو کانټینرو ته د شپږ اونیو ځنډ وروسته افغانستان ته د انتقال اجازه ورکړه.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک په لارو د سوداګریزو توکو بار لاریو د افغان ډرایورانو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کوي چې له امله یې پر دغه لارد مالونو د لیږد په برخه کې ستونزې را پیدا شوي دي.

هغه وویل چې ددې دمخه به افغان ډرایوران تر پیښور او پاکستاني ډرایوران د جلال اباد پورې د پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کوه.

خان جان الکوزي وویل چې د اپټا د قانون له مخې پاکستان باید درې میاشتې دمخه افغانستان ته نوو کړنلارو د پلي کولو په اړه خبر ورکړي خو دا هیواد پرته د مخکینۍ اطلاع څخه دا نوې مقررات وضع کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG