د بریتانوي پوځ لوی درستیز خپلو مخکینیو پوځیانو ته امر کړی چې افغانستان کې دې د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د لسګونو ملکي افغانانو د وژلو د تورونو په باب په پلټنو کې همکاري وکړي.
د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې تر ښه ځلېدو وروسته ددغې لوبډلې روزونکی جانتن ټروټ له دې ډلې سره د پاتې کېدو لپاره یوه نوي یو- کلن تړون ته نږدې شوی دی.
د یوې وروستۍ ساینسي څیړنې موندې ښيي چې څیړونکو په لومړي ځل د شین کریزه غازونو د خارجیدود هغوټولو پړاونو په اړه چې د نړۍ اقلیم اغېزمنوي معلومات ترلاسه کړي چې په راتلونکو څو پېړیو کې به زموږ سمسوره سیاره له هستوګنې ووخي او په سره اور لکه دوزخ به واوړي.
د اذربایجان رسنۍ د پنجشنبې ورځ د ډسمبر ۲۱ خبر ورکړی چې د اوزبیکستان حکومت د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ غزولو لپاره له قطرڅخه د پانګونې غوښتنه کړې. دا پټلۍ به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي.
ملګري ملتونه د هغه راپورونو د تصدیقولو په لټه کې دي چې وايي، په افغانستان کې واکمن طالبان د هر عمر نجونه په مذهبي مدرسو کې زده کړو ته پرېږدي، چې له دودیز پلوه یوازې د هلکانو لپاره وي، دا خبره د چهارشنبې په ورځ د دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې کړې.
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له امریکايي فکري مرکزونو (تینک ټانکز) سره په خبرو کې ویلي چې هېواد به یې د’ترهګرۍ تر منطقي پایه ‘پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي، او زیاتوي چې د نړۍ او سیمې د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.
مهاجرت نړیوال سازمان خبر ورکړی چې دا اونۍ یې نږدې ۲۵۰ افغان وګړي بریتانیا ته لېږدولي او زیاتوي چې د بیامیشتولو پرواګرام له مخې به تر خطر لاندې افغانانو ملاتړ جاري ساتي.
د بریتانیا د یو شمېر سرتېرو مېرمنو په پوځي مرکزونو کې د مېشتو ځینو هغو افغان کډوالو په اړه شکایت کړی دی، چې د هغوی د کوچنیانو او نورو ځایونو تصویرونه یې اخیستي دي.
شل اووریزه کرکټ لوبو د نړیوال لیګ تنظیموونکو د افغانستان پر تېز توپ اچوونکی، نوین الحق د لوبو له ټاکلي چوکاټه د سرغړونې پر سر تر ۲۰ میاشتو پورې بندیز لګولی دی.
پاکستان د ملګرو ملتونو له یوې جرګګۍ په ټینګار سره د پلټنو غوښتنه کړې چې تحریک طالبان پاکستان په هېواد کې د بریدونو ترسره کولو لپاره څنګه دومره پرمختللې وسلې ترلاسه کړې دي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز د هغه څه پروړاندې د امریکايي مرستې په لټه واشنګټن ته تللی دی چې د اسلام اباد په ادعا په ګاونډي هېواد افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونو دي.
د پاکستان سرپرست حکومت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) د هغه افغان کډوالو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغزوله چې مناسب اسناد نه لري خو لوېدیزو هېوادونو ته د بیا-میشتیدو تر پلان لاندې تللو په تمه دي.
د پاکستان سرپرست حکومت، د ډسمبر پر ۱۲مه (لېندۍ ۲۱) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د یو وسلوال خونړي برید په اړه چې ۲۳ عسکر په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "سخت غبرګون" ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو یوه راپور وايي، چې میانمار دا مهال په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی او تر افغانستان هم مخکې شوی دی.
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د سه شنبې ورځ په باروتو بار یو لارۍ په یوه پولیس تاڼه کې الوتی چې د وروستیو مالوماتو له مخې د پاکستاني پوځ ۲۲ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، د سږني مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) په لومړنیو څلور میاشتو کې یې د پروسږ کال پرتله افغانستان ته صادرات ۲.۶۵ سلنه زیات شوي دي.
نن یکشنبه د ډسمبر پر لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر منظور پښتین یې نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی او د لا نورو عدلي پلټنو لپاره یې پولیسو ته سپارلی دی.
ځینې هغه افغان امېدوارې مېرمنې چې په برېتانیا کې د بیامیشتېدو بهیر برخه دي، ډاکټرانو ورته ویلي که، ژر و نه ایستل شوې نو ماشومان یې نشي پایېدلای.
د تېرې جمعې پر ورځ د ساینس یوې وتلې مجلې "نېچر " د مصنوعي ځیرکتیا یوه نوې ازموینه خپره کړې ده چې نوې ازموینې به د پاکې انرژۍ ټېکنالوژي په موندلو، کې لویه مرسته وکړي.
نور پورته کول