د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال شل اووریزه لیګ کې د افغانستان پر لوبغاړي نوین الحق تر ۲۰ میاشتو بندیز


شل اووریزه کرکټ لوبو د نړیوال لیګ تنظیموونکو د افغانستان پر تېز توپ اچوونکی، نوین الحق د لوبو له ټاکلي چوکاټه د سرغړونې پر سر تر ۲۰ میاشتو پورې بندیز لګولی دی.

د راپور له مخې، نوین ته واریرز لوبډلې خپل قراداد تر یوه بل کال پورې غزولی وو، خو ده یې د دوهم پړاو لوبو جاري ساتلو قرارداد له لاسلیکولو انکار کړی دی، چې دا د افغان تېز توپ اچوونکي له شارجه واوریرز سره د خپل کړي تړون سرغړونه ده.

نوین د سږني ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر فبرورۍ د نړیوال لیګ شل اووریزه لوبو په لومړي پړاو کې د شارجه واوریرز لوبغاړی وو. وروسته یادې ډلې نوین د سږ کال لومړنیو کې خبر کړ چې د خپل مخکیني قرارداد له مخې د دوهم پړاو په لوبو کې له دوی سره پاتې شي. د نوین لخوا تړون نه نوی کول، قراردادي لانجه جوړه کړه چې وروسته شارجه واریرز خپله قضیه د هواري لپاره نړیوال شل اووریزه لیګ ته یووړه.

نړیوال شل اووریزه لیګ د دې لانجې لپاره یوې درېمې بې پرې ډلې ته د منځګړتوب خواست وکړ، خو درېمګړو دا لانجه هواره نکړه. بالاخره، نړیوال شل اووریزه لیګ یوه درې کسیزه انضباطي کمېټه وټاکله او پر نوین الحق یې تر ۲۰ میاشتو د لوبو کولو بندیز ولګاوه.

دا بندیز به تر ۲۰۲۵ کال پورې وغزېږي، او له دې سره به نوین الحق د نړیوال شل اووریزه لیګ د راتلونکو دوو پړاونو له لوبو بې برخې وي.

د راتلونکې پړاو لوبې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ – فبرورۍ میاشتو کې کېدونکې دي. خو له دې بندیز سره به پر افغان لوبغاړي په نورو نړیوالو لیګونو کې د لوبو بندیز نه وي، ځکه چې دا مهال نوین الحق په هندي پرېمیېر لیګ (ای پي اېل) کې د لکنو سوپر جاینټس لاهم له ځان سره ساتلی دی. او راتلونکې کال به هند ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوري هم لوبېږي چې درې یې شل اووریزه لوبې دي.

د افغانستان کریکټ بورډ او پخپله نوین الحق په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG