د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ مشر: د ترهګرۍ تر منطقي پایه به جنګېږو


د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له امریکايي څیړنیز مرکزونو (تینک ټانکز) سره په خبرو کې ویلي چې هېواد به یې د ترهګرۍ تر منطقي پایه پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي، او زیاتوي چې د نړۍ او سیمې د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي‌ دي.

عاصم منیر، د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په یوه ناسته کې پر سیمه ییز امنیت، ترهګرۍ او جنوبي اسیا کې د ستراتیژیک ټیکاو په باب د پاکستان پر لیدلوري خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یو بیان له مخې د پاکستان لوی درستیز په یاده غونډه کې د پاکستان پر سیمه اییز ارزښت غږېدلی او ویلي دي چې غواړي هېواد یې د منځنۍ اسیا او نورې سیمې لپاره د رابطې په مرکز واوړي.

عاصم منیر د ډسمبر پر لسمه امریکا ته تللی او له هغه راهیسې یې د دغه هېواد له ولسي او پوځي چارواکو سره لیدنې روانې دي.

نوموړی د خپل دې سفر پر مهال په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت په یوه غونډه کې د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې په هېواد کې به یې ټولټاکنې هرومرو تر مارچ میاشتې مخکې کیږي، ځکه چې ورپسې په مارچ میاشت کې د سنا انتخابات کېدونکي دي نو له دې کبله یې نشي ځنډولای.

کارپوهان وايي جنرال عاصم منیر د امریکا امنیتي او دفاعي چارواکو د قانع کولو هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت خراسان غوندې وسله والې ډلې نه یوازې پاکستان ته، بلکې د متحده ایالاتو او جهاني ګټو ته ګواښ دی.

پاکستان له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د ټي ټي پي له وسله والو سره لاس او ګرېوان دی، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبان په واک تر راتلو وروسته دې وسله والې ډلې ترهګر بریدونه زیات کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG