د لاس رسي وړ اتصالات

ایا افغان طالبان به د پاکستاني طالبانو پرضد اقدام وکړي؟


د تحریک طالبان پاکستان وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان وسله وال

د پاکستان سرپرست حکومت، د ډسمبر پر ۱۲مه (لېندۍ ۲۱) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د یو وسلوال خونړي برید په اړه چې ۲۳ عسکر په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "سخت غبرګون" ښودلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت شارژدافېیر احضار کړی چې د درابڼ پېښه کې د ښکېلو کسانو په اړه دې د طالبانو حکومت هراړخیزې پلټنې وکړي او پر وړاندې یې سخت اقدام وکړي.

په درابڼ کې د شوي موټربم او وسله وال بريد مسولیت یوې نوې وسلوالې ډلې "تحریک جهاد پاکستان" منلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې ده چې یاده وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د درابڼ برید له دوی سره هېڅ تړاو نه لري. نوموړي د لېندۍ پر ۲۲مه (دسمبر ۱۳) ملي تلویزیون ته چې طالبان یې اداره کوي، ویلي‌ دي، که اسلام اباد ورته د پېښې په تړاو کره شواهد وړاندې کړي نو دوی به یې په اړه پلټنې وکړي.

د درابڼ د سیمې جغرافیایي ارزښت

د خیبر پښتونخوا د درابڼ سیمه له بلوچستان سره نښلي او له جغرافیايي پلوه ډېر زیات ارزښت لري.

په پېښور کې یو نامتو لیکوال او شنونکی فخر کاکاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې د درابڼ پېښې په هکله وویل: "دا پېښه چې چېرته شوې ده، دغه خطه، ډېره اسماعیل خان چې پر اېن ۵۰ شاهراه پروت دی، دا ډېر اهمیت لري. ځکه چې پر همدې لار چې وړاندې تېر شې نو د ږوب سیمې ورسره لګېږي، لکه دا سیمه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا رګ دی او ددې سیمې جغرافیايي ارزښت هم دی."

د پاکستاني طالبانو پرضد د اقدام غوښتنه

شنونکی فخر کاکاخېل وایي، اسلام اباد بیا بیا دا خبره تکراروي چې په افغانستان کې میشت ترهګر دلته (پاکستان کې) په ترهګرۍ کې ښکیل دي: "دا اوس چې د تحریک جهاد پاکستان په نامه نوې ډله راغلې ده، نو که وکتل شي، د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو پر وړاندې اقدام کولو کې ځکه زړه نه ښه کوي چې په دې کې اکثریت هغه خلک دي چې د افغانستان طالبانو سره اوږه په اوږه د ناټو پرضد جنګېدلي وو. خپل خپلوان یې بایلي ول، ورور تربور یې پکې وژل شوي وو، نو دا وجه ده چې د افغانستان طالبان به یې هم کله پرضد اقدام و نه کړي."

تحریک جهاد پاکستان

لیکوال او شنونکی فخر کاکاخېل وايي، "د درابڼ د پېښې پړه چې چا منلې ده، هغه تحریک جهاد پاکستان دی، د دې ډلې مشر ملا قاسم له رسنیو سره یوه ورځ په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې دوی له هېچا نه بعیت نه دی اخیستی، او ښکاري داسې چې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان یوه نیابتي ډله ده. نو د دې له وجې به پر هغوی د افغانستان طالبانو فشار هم کم وي، او بل به ولسي عکس العمل پرې ډېر نه راځي. دوی خپل ځان یوه ګوښې ډله بولي، عملیات هم کوي، ښه زورور عملیات کوي."

ښاغلی کاکاخېل زیاتوي چې تحریک جهاد پاکستان د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې جوړ شوی و، او دا ډېر د اسرارو ډک غوندې تنظیم دی او کله چې یې د پنجاب صوبې د میاوالي په پوځي هوايي اډه برید وکړ او د درابڼ په پوځي مرکز چې یې برید وکړو نو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې ډېر غټ نقصان ورساوه. همدغه وجه ده چې پاکستان د خارجه وزارت له لارې په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د سفارت شارژدافېیر احضار کړ او له هغه یې غوښتنې وکړې.

هغه وایي، "پاکستان خو به فشار پرې اچوي. او کوښښ به هم کوي، زما په اند د افغانستان طالبان تر فشار لاندې هم راغلي دي، ځکه چې په کونړ او نورو سیمو کې یې پاکستاني طالبان نیولي دي، او زنداني کړي یې دي. د دې به لږ ډېر اثر وي، خو دا چې د ټولو ډلو پرضد دې د افغانستان طالبان لاس اوچت کړي نو ما ته داسې نه ښکاري."

نیابتي جنګونه

لیکوال او شنونکی فخر کاکاخېل وايي چې د تېر په څېر، څنګه چې په دې سیمه کې دا جنګ تود دی، نو له بده مرغه دا اکثره نیابتي جنګونه وي، فریقین [ښکیل اړخونه] خپلو کې یوبل ته نه مخامخ کېږي. د هغه په وینا د فریقین [ښکیلو غاړو] له اړخه د ځینو عناصرو حمایه کېږي. یو موقع کې پاکستان هم دا کار کړی دی، ایران هم کړی دی، نور هېوادونه هم چې له افغانستان سره پولې لري، دا کار یې کړی دی.

هغه زیاتوي: "زه دې ته داسې ګورم چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې مخکې جنګونه او تر اګست میاشتې راوروسته جنګ دا بدل دی. د مخکیني جنګ اهداف واضح وو، وینا به دا کېده چې امریکا له متحدو ځواکونو سره راغلې ده، نو پرضد یې جنګ او جهاد جایز دی."

د افغانستان لور ته د تحریک طالبان پاکستان شړل

د ښاغلي کاکاخېل په وینا اوس په دې سیمه کې مختلیفې ډلې موجودې دي، "لکه د بلوچستان د ازادۍ په نوم پاڅون یا کمسلح تحریک، د هغې خپل اهداف دي. هغوی هم کافي ډېر شوي دي. بل په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان په نوم چې کوم تنظیم دی، هغوی دا وايي چې څنګه یې په افغانستان کې شریعت نافذ کړ، امریکا ته مو شکست ورکړ، وتښتېدل، موږ له هم دغه شان په پاکستان کې د شریعت نفاذ پکار دی، او د دې لپاره به موږ دا جنګ کوو."

د هغه په وینا اوس په ظاهره داسې ښکاري، خو دا چې په پټه څه دي، د هغې په هکله موږ داسې کره مالومات نه لرو چې څوک د چا لپاره کار کوي.

هغه وایي په ۲۰۱۵ کال کې د دسمبر پر ۱۶مه نېټه د پېښور پر پوځي ښوونځي د وسله وال برید پس، د پاکستان پوځ په ملک کې دننه د وسله والو پروړاندې کامیاب عملیات وکړل، د وسله والو ځالې یې ختمې کړې خو وسله وال یې ختم نه کړل، هغوی د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د افغانستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، ان تر دې چې تر کندهاره پورې خواره شو. په هغو کلونو کې تر یوڅه مودې پورې په پاکستان کې خو کراری راغلی، خو "هلته افغانستان غاړې ته تللي وسله والو ته بله ګته دا ورسېده، چې هغوی هلته د تاجکو، ازبکو، د سوریا، عراق او نورو ملکونو څخه چې وسله وال هلته ورغلي ول، له هغوی سره ملاو شول."

دهغه په وینا بله مهمه خبره دا چې د بلوڅ ازادي غوښتونکو او ټي ټي پي ترمینځ هم اړیکې ټینګې شولې. هغوی وايي، چې ستا دښمن زما دښمن دی، نو دوی په دې موخه خپلو کې سره دوستان شول. او د پاکستان ریاست پرضد په جنګ کې خپلو کې یو شول."

د کابل تر سقوط وروسته حالات

د رپوټونو له مخې کله چې امریکا له افغانستان څخه ووتله نو شا ته یې د څه نا څه اوو میلیاردو ډالرو وسله پرېښوه. او دا ټولې وسلې همدې ډلو ټپلو ته ورپاتې شوې. د کاکاخېل په وینا تر ټولو غټه خبره دا چې " مورال او جذبه، خلک وايي، چې جنګونه په جذبو ګټل کېږي. نو اوس د دوی جذبه هم نوې ده."

د کاکاخیل په وینا دغه ډلې وایي، چې "مونږ په افغانستان کې امریکا ته سره د خپلو لسګونو اتحادیانو شکست ورکړی دی، افغان ملي اردو ته مو شکست ورکړی دی، نو پاکستان پکې څه څیز دی." د هغه په وینا دا هغه عوامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ وروسته دا قوتونه سره رایوځای شول او نن یې پاکستان ته غټ مشکل جوړ کړی دی. او دا ډلې ټپلې د پاکستان او اففانستان ترمینځ هم یو مستقل سرخوږی جوړ شوی دی.

په وروستیو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د دسمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زیات شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG