د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغانستان سره د امریکا شوې مرستې طالبانو ته په لاس ورځي


امریکا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان سره تر ۲ ملیاردو ډالرو ډیرې مرستې کړي.
امریکا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان سره تر ۲ ملیاردو ډالرو ډیرې مرستې کړي.

متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان سره یې نږدې ۲ میلیارده ډالر مرسته کړې.

امریکایي چارواکي وایي امکان نشته چې په افغانستان کې واکمن طالبان د دې مرستو څخه ګټه وانخلي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د کانګرس یوې استماعیه غونډې کې وویل د دې ضمانت نشي کیدی چې طالبانو سره د متحده ایالاتو شوې مرستې سمو ځایونو ته رسیږي.

ځانګړي مفتش جان سوپکو پدې غونډې کې وویل، "مستند کړې مو ده چې طالبان د متحده ایالاتو مرستې تر لاسه کوي. مونږ نده معلومه کړې چې هغوي په دقیقه توګه څومره رقم تر لاسه کړی. لکه ما چې په اعلامیې کې هم وویل، غله معمولاً نه وایي چې څومره غلا یې کړې".

د افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو په هکله داسې مهال پوښتنې پیدا شوي چې د امریکا په کانګرس کې د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو پر سر وار د مخه جنجال دی.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ مشر مایکل مک کال هم پدې غونډې کې ومنله چې طالبان د افغانستان سره د متحده ایالاتو شوې مرستې پټوي او د خپلو "ناوړه" کړنو لپاره یې کاروي.

ښاغلي مک کال وویل، "څه شی چې ما ځوروي، دا دي چې د بایډن (جمهور رئیس جو بایډن) اداره په هر قیمت د تعامل پالیسي تعقیبوي".

طالبانو د سیګار راپور موندنې رد کړې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان راډیو سره په خبرو کې له افغانستان سره په مرسته کوونکو هیوادونو غږ وکړ چې مرستې «سیاسي نه کړي. هغه وويل چې د افغانستان له خلکو سره د امريکا د متحده ايالاتو بشري مرستې د نادولتي موسسو له خوا مصرف او وېشل شوې دي.

سره لدې چې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې طالبان واک ته ورسیدل، د متحده ایالاتو ټول سرتیري د افغانستان څخه ووتل، خو لا هم د افغانستان سره تر ټولو ډیرې مرستې امریکا کړیدي.

د کانګرس او سپینې ماڼۍ تر منځ وار د مخه د حکومت د لګښتونو پر سر جنجال روان دی او که د همدې راتلونکې جمعې تر ورځې دا ستونزه حل نشي، ښایي د متحده ایالاتو د حکومت ځینې برخې چې غیرې ضروري دي، وتړل شي.

په عین حال کې د کانګرس یو شمیر غړي دا مني چې که د افغانستان سره د متحده ایالاتو مرستې بندي شي، پدې هیواد کې به ښایي بشري ناورین راشي.

ملګرو ملتونو د همدې کال په سر کې اټکل کړی و چې د افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې ۳۰ په سلو کې کموالی به د افغانستان په اقتصاد "ویجاړوونکی" اغیز ولري.

د امریکا د استازو مجلس یو غړي ګریګوري میکس د افغانستان سره د متحده ایالاتو دمرستو په هکله وویل، " مهمه ده چې د طالبانو سره هغې برخې کې تعامل وساتو چې باید یې وکړو. خو زه پدې اند یم چې د دې حقیقت نه منلو سره به زمونږ پالیسي ښه نتیجه ولري".

ځانګړي مفتش جان سوپکو هم په غونډې کې وویل چې د افغانستان سره د مرستو بندول به د طالبانو سره د متحده ایالاتو په پالیسي هم اغیز وکړي.

ښاغلي سوپکو افغانستان سره د متحده ایالاتو مرستو بندیدو د اغیز په هکله وویل، " خلک به په کوڅو کې له لوږې ومري، څومره کنټرول او نفوذ چې مونږ لرو چې زما په فکر ډیر لږ دی، که مرستې بندې کړو، له منځه به ولاړ شي".

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې د پاکستان څخه هغه لسګونه زره افغانان چې په زور ایستل کیږي، ښایي په افغانستان کې روان بحران لا پسې خراب کړي.

پداسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې تر ۳۰۰ زرو زیات افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي، خو په افغانستان کې د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې اکثریت یې په زور شړل شوي دي، د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړي پلان لري چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو ایستلو په هکله پریکړه بدله کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG