د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې ورځ له دې هېواد څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییزې شړنې پرضد د یوې عریضې په اورېدنه کې ویلي چې دا مسله باید د ددغه هیواد د اساسي قانون له مخې تشریح شي.
د برېتانیا حکومت غواړي له پاکستان څخه بریتانیا ته د افغان کډوالو تازه لېږدول شوې په لسګونه کورنۍ ددغه هېواد د «ویلټشایر» او «شروپشایر» سیمو په پوخي کورونو کې میشت کړي.
د پاکستان د بلوچستان په چمن ښار کې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او لغړي اتحاد (پنډیانو) پرلت دوام لري چې له افغانستان سره تګ راتګ دې د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره باندې شي.
د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون په خپلو تعلیمي ادارو کې د افغانستان د زده کوونکو لپاره په داسې حال کې د ۴۵۰۰ بورسونو اعلان کړی دی چې د اسلام اباد لنډمهالي حکومت له دغه هېواد څخه د ۱.۴ میلیونو بې اسناده افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ روانو لانجو هغه سلګونه مزدوران هم اغېزمن کړي دي چې پر تورخم لارې دواړو غاړو ته په کراچۍ یا په شا وړې ګنډې او غوټې تېروي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې په ځینو لوېدیزو هېوادونو کې د بیا-میشتېدنې تر بهیر لاندې موقتي تم دي اوس ترې دغه هېواد د وتلو پر وخت پیسې اخلي.
د پاکستان د سیند ایالت په مرکز کراچۍ کې د افغان کډوالو د یو پنډغالي مشر وايي، که څه هم له تېرو څو شپو راهیسې یې اوس پولیس د تېر په څېر نه تنګوي، خو دوی نن غونډه رابللې چې خپل هېواد ته د تلو تیاری ونیسي.
د بلوچستان ایالت په چمن کې د «لغړي اتحاد» د پرلت کوونکو له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لارې پر تړل کېدو او د دغه لانجې پر غزېدو د مېوو او نورو توکیو سوداګر سخت تاواني او اندېښن شوي دي.
د ایجوکاست په نامه یوې طبي -تخنیکي ادارې د اسلامي پرمختیايي بانک په مالي مرسته د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۰۰۰ ډاکټرانو ته انلاین روزنه پیل کړې چې د دغه هېواد روغتیايي سکتور پیاوړی کړی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې د «لغړیانو» پرلت کوونکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لاره یې د مسافرو او تجارتي تګ راتګ په مخ تړلې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) لسګونه غړو چې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې په چمن کې د احتجاجي پرلت د ملاتړ په مقصد له چمن ښار څخه د کوټې په لور پلی لاریون پیل کړی و په کچلاغ سیمه کې پولیسو درولي دي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ناقانونه کډوالو پرضد د پراخو عملیاتو پیلولو د پرېکړې پرضد په دغه ښار کې د افغان کډوالو ټولنې مشر بریالی میاخېل سخت غبرګون ښودلی دی.
د نړۍ په ډیرو هیوالدونو کې د نومبر ۱۷ هر کال د زده کوونکو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې لارې چارې لټوي چې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې خنډونه لیرې کړي او د هغه توکیو یو نوملړ برابر کړي چې افغانستان ته د واردولو پس بیرته پاکستان ته قاچاق کېږي.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې د پاکستان دننه د امنیتي مسایلو په وجه د څو میاشتو راهیسې خړې پړې شوي دي.
د برېتانیا پلازمېنې لندن په هونزلو سیمه کې د دیوالي په شپه د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په یوه کور کې د اور لګېدو په پېښه کې د افغانستان د خوست ولایت د سیکانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي چې درې پکې ماشومان دي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د دغه هیواد دامنیني منسوبینو ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي ویلي دي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال نه شړل کیږي.
د نومبر ۱۲مه نېټه د نړۍ په لر او بر کې هندوان، سیکان، بداهایان او د جین مذهب منونکي دیوالي نمانځي.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ چې نن د چارشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) یې په چمن کې د سوداګرو په روان پرلت کې ګډون کاوه، د کوټې پولیسو ورته اجازه ورنکړه.
شنونکي وايي په پاکستان کې کنترول کېدونکې رسنۍ ددې لامل شوی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مسئله او د کډوالو ستونزې ددغه هېواد په رسنیو کې پوښښ نه مومي.
نور پورته کول