شنونکي وايي په پاکستان کې کنترول کېدونکې رسنۍ ددې لامل شوی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مسئله او د کډوالو ستونزې ددغه هېواد په رسنیو کې پوښښ نه مومي.
د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو پر شړلو په دغه هېواد کې د فلم او تلویزیون ستوریو او په ځینو ورځپاڼو کې کالم لیکونکو اندېښنه ښودلې.
د برېتانیا په لوټن ښار کې د عوامي نیشنل ګوند په بلنه د یوه نامتو لیکوال پروفیسر نورالامین په ویاړ مشاعره کې شاعرانو او ویناوالو پښتنو افغانانو ته ورپېښې ستونزې په ګوته کړې.
د هند په دېهرداون کې چارواکو ویلي، کابل کور چې یو وخت په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان پاچا محمد یعقوب خان ملکیت وو، په خپل تحویل کې اخیستی دی. نوموړی د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د افغان -انګلیس ترمینځ له دویمې جګړې وروسته هند ته جلاوطنه شوی وو.
په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د ثور له کودتا وروسته او ددې هیواد د اوږدې کورنۍ جګړې په ترڅ په میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې د څیړونکو په اند هغه مهال به د اسلام اباد واکمنانو هغوی ته هرکلی وایه او خپل انصار وروڼه یې بلل.
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې چې دوی یې جنوبيپښتونخوا بولي، نن د اکتوبر پر دویمه نېټه د افغان کډوالو د شړلو او په چمن کې د سوداګرو په ملاتړ لاریونونه وکړل.
له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د شړلو په وړاندې چې اکثریت یې افغانان دي، په دغه هېواد کې پښتنو ملتپالو سیاسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ښودلی. پښتنو ملتپالو ګوندونو د کډوالو د اېستلو د وروستۍ نېټې پر ورځ اکتوبر ۳۱مه، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو لوی لاریون هم وکړ.
د برېتانیا کورنیو چارور وزارت له تازه وروستۍ نېټې څخه به په هوټلونو کې میشت تر یو ۱۰۰۰ زیات افغانان تر راتلونکې کرسمس وړاندې بې کوره شي.