د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې په ځینو لوېدیزو هېوادونو کې د بیا-میشتېدنې تر بهیر لاندې موقتي تم دي اوس ترې دغه هېواد د وتلو پر وخت پیسې اخلي.
دغه کډوال په افغانستان کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته له دې ویرې پاکستان ته کډه شوي وو چې د ناټو پر مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او لویدیځو هیوادونو سره د کار کولو له وجې یې طالبان شکنجه نه کړي.
په پاکستان کې د افغانستان د کډوالو د حقونو کمېټې مشر محمد اما ن شیخ الاسلامي، چې اوس په اسلام اباد کې اوسیږي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په ستونزو پسې ستونزې رامخې ته کېږي: "اوس چې له پاکستان څخه هر یو افغان کډوال لوېدیځ هېوادونو ته وځي نو سړي سر به اته سوه دېرش ډالر فیس پرې کوي."
نوموړی زیاتوي چې د پاکستان حکومت د فیس لوړولو مشخص دلیل نه ښيي خو وړاندې یې ویلي وو، هرچا چې ویزې نه وي تمدید کړې نو کلنۍ جریمه یې ۴۲۰ ډالره ده.
محمد امان زیاتوي چې په مسافرۍ کې د افغان کډوالو په سړي سر د دومره زیاتو پیسو برابرول هم لویه ستونزه ده: "موږ د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې ته خپل غږ رسولی دی، هغوی راته ویل دا د پاکستان ځاني پرېکړه ده، دوی هېڅ نشي کولای."
د محمد امان په څېر اندېښنې او ګیلې یوه بله افغان کډواله ثریا صابر هم لري. هغه چې اوس د اسلام اباد په یو هوټل کې اوسیږي، امریکا غږ ته یې وویل، "یو مهاجر چې نه کور لري، نه خواړه لري، په سلګونه مشکلات لري، دا دومره زیاتې پیسې، اته سوه دېرش ډالر خو د هېڅ مهاجر د وس کار نه دی." ثریا صابر زیاتوي چې دلته په پاکستان کې افغان کډوال سخت په بد حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل:"پاکستان له تېرو څه باندې څلور لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی خو د پاکستان پر دې اعلان اندیښمن یو چې له افغان کډوالو څخه له دې هېواده د وتلو پر وخت اته سوه دېرش ډالر اخلي."
نوموړی وايي چې د کډوالو د فیسونو په باب یې د پاکستان له حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دی. او د دې مسلې د هوارولو هڅې کوي.
بلخوا یوې برېتانوۍ ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو راپور کې چې د نومبر پر ۲۲مه خپور کړی و، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهره بلوڅ له خولې لیکي، دوی د خپل پلان اړولو هېڅ تکل نه لري، "دغه کسان چې له تېرو دوو کلونو راهیسې دلته اوسېږي، پناه غوښتونکي نه بلکې مهاجرین دي، دوی دلته پر ویزو ترټاکلې مودې زیات وخت تېر کړی او پوره اسناد هم نه لري. موږ له اړونده هېوادونو غواړو چې د دوی د ویزو بهیر ژر تر ژر چټک کړي چې خپلو منزلونو ته ورسېږي."
ممتاز زهره بلوڅ ویلي چې لوېدیځ هېوادونو ورته یوازې د دغه کډوالو نومونو ورکړي او په اړه یې نور تفصیلات ورسره نه شریکوي چې د پناه اخیستنې بهیر یې سرته ورسوي.
خو یو لوېدیځ ډپلوماټ بیا د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، "موږ هڅه کوو هغه معلومات د پاکستان حکومت ته ورکړو چې دوی یې غوښتنه کوي، موږ د معلوماتو سپارلو به باب قانوني محدودیتونه لرو."
ګارډین ورځپاڼې د یو بل لوېدیځ ډپلوماټ له قوله لیکي چې دوی د پاکستان له خوا د لوړو فیسونو پرېکړې حیرانه کړي دي، "له یو هېواده د خروج فیس خو هېڅ جواز نه لري."
یو بل ډپلوماټ بیا یادې ورځپاڼې ته ویلي، "موږ پوهېږو چې پاکستان اقتصادي مشکلات لري خو په کډوالو پیسې ګټل خوند نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې میشت بې اسناده بهرنیانو ته د وتلو لپاره د روانې نومبر میاشتې لومړۍ وروستۍ نېټه ټاکلې وه، او اعلان یې کړی وو چې په دغه هیواد کې میشت څه نا څه ۱.۷ میلیونه ناراجسټر افغان کډوال دې له دې هیواد نه ووځي. پاکستان ددې نیټې د پوره کیدو وروسته په پراخه کچه د بې اسناده افغان کډوالو شړل پیل کړل.
خو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته پاکستان ته تللي زرګونه افغان کډوال لاهم په تمه دي چې په لوېدیځ کې خپل ژوند له سره پیل کړي. په دوی کې اکثرو یې له لوېدیځو حکومتونو او موسسو سره کار کاوه دوی ته د بشري مرستې له مخې د بیا-میشتېدو حق ورکړل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه