د لاس رسي وړ اتصالات

د برېتانیا حکومت افغان کډوال په پوځي کورونو کې میشتوي


په بریتانیا کې افغان مهاجر
په بریتانیا کې افغان مهاجر

د برېتانیا حکومت غواړي له پاکستان څخه بریتانیا ته د افغان کډوالو تازه لېږدول شوې په لسګونه کورنۍ ددغه هېواد د «ویلټشایر» او «شروپشایر» سیمو په پوخي کورونو کې میشت کړي.

دغه موقتي هستوګنه د "افغانانو د بیامیشت کولو او همکارۍ تګلارې" برخه ده چې له مخې یې په سلګونه کورنۍ په دې هېواد کې ځای پر ځای کېږي.

دغه افغان کډوال په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته له دې ویرې پاکستان ته کډه شوي وو چې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او لویدیځو هیوادونو سره د کار کولو په وجه یې طالبان شکنجه نه کړي.

د ویلټشایر په سیمه کې چې، تازه افغان کډوال ورته انتقال شوي دي، د کډوالو یو ترجمان مالک افغان وايي، په راتلونکو څو وروځو کې به د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه نور افغانان هم بریتانیا ته انتقال شي: "دوه سوه تنه راغلي دي او ۲۷۰ تنه نور سبا رارسېږي. د دوی لپاره پوځي کورونو کې بندوبست شوی دی، د ژوند هره اسانتیا پکې شته. د کډوالولپاره د زده کړو پرته د خوړو، روغتیا او ټرانسپورټ په ګډون هر ډول بندوبست شوی دی. "

نوموړی زیاتوي، دلته له ښاروالۍ سره چې د افغان کډوالو ټول کارونه بشپړ شي نو تر هغه وروسته به بیا دوی دایمي کورونو ته کډه کېږي.

دغه کډوالو ته په برېتانیا کې د اوسیدو حق د «اې اراې پي» (د افغانانو بیامیشت کولو او همکارۍ تګلارې) له مخې ورکړل شوی دی. دوی په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال د امریکا په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره د ژباړونکو او ترجمانانو په توګه کار کړی دی.


د برېتانیا حکومت وايي، تر دا مهاله یې ۲۶۴۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته رالېږدولي دي او دا لړۍ یې دوام لري.

خو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته پاکستان ته تللي زرګونه افغان کډوال لاهم په تمه دي چې په لوېدیځ کې خپل ژوند له سره پیل کړي.

دا په داسې حال کې دي چې پدې وروستیو کې په اسلام اباد کې د لویدیځو هیوادونو یو شمیر ډپلوماټانو د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې چې لوېدیځو هېوادونو ته له تلونکو افغان کډوالو څخه ددې هیواد څخه د وتلو پر مهال لوړ فیسونه اخلي چې د سړي سر ۸۳۰ ډالر کیږي، خو د پاکستان حکومت بیا دغه لوړ فیسونه د افغان کډوالو د ویزو د مودې د ختمېدو فیس ګڼلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG