د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې مزدورانو له طالب چارواکو خپل پاسپورټونه غوښتي


د افغانستان او پاکستان ترمینځ روانو لانجو هغه سلګونه مزدوران هم اغېزمن کړي دي چې پر تورخم لارې دواړو غاړو ته په کراچۍ یا په شا وړې ګنډې او غوټې تېروي.

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د دغه پنډیانو مشر فرمان الله شینواري د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ پنځم) له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د افغانستان غاړې ته طالب چارواکو بې له څه دلیل ویلو، د سلګونه ځايي کارکوونکو پاکستاني پاسپورټونه له تېرو څه نا څه شل ورځو راهیسې په خپل تحویل کې اخیستې دي او نه یې ورکوي.

ښاغلي شینواري وویل :"د افغانستان په تورخم کې چې طالب عسکرو زموږ له کارګرانو او مزدورانو کوم پاسپورټونه اخیستې دي، هغه لاهم د دوی په قبضه کې دی، او نه هم مزدورانو ته اجازت ورکوي چې خپلې ګنډې غوټې یوسي، زموږ له کارګرانو سره که پاکستانی پاسپورټ دی یا هم د افغانستان پاسپورټ دی، هغه دوی ترې اخلي او له ځان سره یې ساتي."

فرمان الله شینواری زیاتوي، له طالب چارواکو سره یې د خبرو کولو ډېرې هڅې وکړې خو لاسرسی یې نه ورته کېږي او نه یې هم غږ اوري.

نوموړي دا هم وویل، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د شړلو پرېکړې کړکېچ زیات کړی او له دې سره د کرښې دواړو غاړو ته د سیمې بې وزله ولس نور په تکلیف شوی دی.

ښاغلي شینواري زیاته کړه: "زموږ د کرښې داوړو غاړو ته خپلولۍ دي، رشتې مو دی، ماما خوریي یو سره، تګ راتګ مو دی، مړی ژوندی مو دی، خو اوس تاوتریخوالی دومره زیات شوی دی، چې له چا سره د پاکستان پاسپورټ دی، هغو ته د طالبانو عسکر ډېر په بد نظر باندې ګوري، دوی ته داسې ښکاري لکه دا پرېکړه چې د کرښې دې غاړې ته پرتو پښتنو کړې وي. د افغانستان او پاکستان ترمینځ د روان تاوتریخوالي تاثیر سیدا زموږ پر غریب ولس شوی دی."

امریکا غږ په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ چارواکي مشاهدالله ته د خیبر سیمې د دې ورځني مزدروکارو ستونزه بیان کړه، خو نوموړي په خپل غږیز پیغام کې وویل چې ” دی به خپلو مشرانو ته دا خبره ورسوي، وروسته به خپل دریځ څرګند کړي. “

په لنډي کوتل ګې د پنډیانو یا ګنډیانو مشر فرمان شینواري وویل، کله چې نږدې یو کال وړاندې د پاکستان حکومت پر تورخم لار د تلو لپاره ویزه لازمي کړه نو ډېرو مزدورانو پاکستاني او هغې غاړې ته مزدارونو د افغانستان پاسپورټونه جوړ کړل.

بلخوا د پاکستانۍ ویزې لازمي کولو پرضد د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې هم د ګنډیانو یا پنډیانو (لغړیانو اتحادیې) پرلت دا دی څه باندې یوه نیمه میاشت کېږي چې روان دی. پرلت کوونکي غوښتنه لري چې د پاکستان لنډمهالی حکومت دې د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر تلو راتلو د ویزې شرط زغرده ختم کړي.

د اسلام اباد لنډمهالی حکومت دریځ دادی چې افغانستان او پاکستان دوه جلا جلا ملکونه دي او ولسونه یې باید تګ راتګ هرومرو په پاسپورټونو او د ویزو په لرلو وکړي. خو په چمن کې د لغړیانو اتحادیه وايي، د ویزې له لازمي کولو سره به د دوی ورځنۍ مزدوري په ټپه ودري.

یاده دې وي چې د پاکستان اوسني لنډمهالي حکومت د روانې نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه افغانستان ته تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه کړ، تر دې پرېکړې مخکې به هره ورځ نږدې ۱۵ زره کسان د چمن او سپین بولدک ترمینځ د افغانستان په تذکرو او د پاکستان په شناختي کارډونو تګ راتګ کاوه، دوی به د کندهار په سپین بولدک کې د ویش منډۍ څخه سامانونه چمن ته وړل او دا د ځايي خلکو د روزګار او ګټې وټې تر ټولو غټه سرچینه بلل کېږي.

د اسلام اباد د دې پرېکړې پرضد د نومبر له ۱۷مې راهیسې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې احتجاجي ناستې روانې دي او غوښتنه کوي چې پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسونو لپاره دې د پاسپورټ او ویزو شرط ختم کړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG