د لاس رسي وړ اتصالات

افغان-اوزبیکستان اورګاډي د پټلۍ پروژې د بشپړیدو لپاره له قطر څخه د مرستې غوښتنه شوې


د اذربایجان رسنۍ د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰مه) خبر ورکړی چې د اوزبیکستان حکومت د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ غځولو لپاره له قطرڅخه د پانګونې غوښتنه کړې. دا پټلۍ به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي.

په ا‌ذربایجان کې د 'ټرېنډ' خبري اژانس په حواله، دا غوښتنه د قطر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني او د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ترمینځ په غونډه کې شوې ده.

د ترکیې یوه خبري اژانس 'انادولو' هم د اوزبیکستان ولسمشرۍ له لوري د یوه بیان حواله ورکړې چې وايي قطر نه یوازې د افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ د پروژې لپاره خپل ملاتړ ښودلی، بلکې د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې یې هم خپله همکاري لاپسې پراخوي.

د افغانستان اورګاډي اداره چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده، بیا بیا ویلي چې دوی د دغه سترې پروژې د عملي کار پیلولو لپاره پوره چمتو دي.

په جرمني کې د افغانستان د اقتصادي چارو شنوونکی آذرخش حافظي د امریکا غږ افغان څانګې ته وویل، د افغانستان له لارې تېرېدونکې د اورګاډي پروژه به د ټولې سیمې اقتصادي تقدیر بدل کړي:"افغان ټرانس شرکت چې د اوزبیکستان په همت او د افغانستان په ګډون سره جوړ شوی دی، دا نه یوازې د افغانستان لپاره ډېره ګټوره پروژه ده، بلکې د منطقې اقتصادي ودې لپاره ډېره ګټوره ده. په تېره بیا دا د منځنۍ او سویلې اسیا لپاره ډېره مهمه اقتصادي پروژه ده."

نوموړی وايي، د دې وجه د افغانستان ځمکنی موقعیت دی، او دا پروژه به د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او نورې نړۍ ترمینځ بهترینه څلور لاره شي: "له دې لارې به په میلیونونه ټنه اومه او پاخه مواد د افغانستان او پاکستان له لارې منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او نورې نړۍ ته رسېږي. له دې پروژې سره به د افغانستان ټرانزیټي موقعیت ډېر لوړ شي."

د افغانستان په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې له تېرې څه باندې یوې پېړې راهیسې د اورګاډي پټلۍ شبکې غزېدلي دي، هغه که پاکستان دی، هند، بنګله دېش، اوزبیکستان، ترکمنستان، ایران او یا هم چین دی.

شنونکی آذرخش حافظي وايي، افغانستان هم د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اورګاډي پټلۍ غځولو هڅې کړې وې خو ترسره نه شوې:"د پاچا اعلیحضرت امان الله خان د کوششونو نتیجه دا وه چې په نمونوي توګه له دارالامان څخه د دهمزنګ تر پُل باغ عمومي پورې شاهي رېل وغځول شي. خو داسې حوادث راپېښ شول چې دا پروژه ناکامه شوه."

د ټرانس افغان اورګاډي پروژې تړون د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د اوزبیکستان ، افغانستان او پاکستان ترمینځ لاسلیک شوی وو، چې د اورګاډي پروژې د تعمیرولو د لومړني لګښت تخمین یې نږدې پینځه میلیارد ډالر ده. ښاغلی حافظي زیاتوي، هرڅوک چې د دې پروژې په ترسره کولو کې پانګونه کوي نو ډېره ګټه ترې اخیستلای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG