د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر: اوزبیکستان دې د افغانستان پر مالونو تعرفه کمه کړي


Abdul Ghani Baradar
Abdul Ghani Baradar

د اوزبیکستان یو جګپوړی پلاوی دا مهال د افغانستان په سفر دی او د یکشنبې پر ورځ یې په کابل کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

په دې اړوند په ارګ کې جوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې ملا برادر د اوزیبکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي چې دغه ډول له دې لارې د لېږدولو کچه لوړه شي.

نوموړي په خپله وینا کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دولتي رسنۍ (ار ټي اې) خپره کړې، وویل، دا مهال افغانستان د مالونو راړولو لپاره یوشمېر ترانزیتي لارې کاروي خو د اوزبیکستان د لارې ترانزیتي فیس (تعرفه) تر نورو ټولو هغو لوړ دی. د بېلګې په توګه اوزبیکستان هېواد پر یو ټن غنمو ۳۰ امریکايي ډالر او پر یوه ټن غوړیو ۶۰ امریکايي ډالره تعرفه اخلي. د ملا بردار په وینا چې بل پلو افغانستان د اوزیبکستان پر ترانزیتي مالونو هېڅ ډول تعرفه نه ده لګولې.

هغه په خپله وینا کې وویل چې دا مهال په افغانستان کې بې وزلي زیاته ده او د ولس د خوړو زیاته برخه پر غنمو ولاړه ده نو دوی له اوزبیکستان هېواده غوښتنه کوي چې پر ټرانزیټي فیس دې سردوارې کتنه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د منفي بیلانس سوداګري هم یاده کړه چې انډول (توازن) نه لري یانې د اوزبیکستان صادرات افغانستان ته په کال کې نږدې یو میلیارد ډالره ته رسېږي خو د افغانستان صادرات اوزبیکستان ته تر ۳۰ میلیون ډالر رسېږي.

ملا برادر په خپله وینا کې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غزولو ‍پر پروژه هم ټینګار وکړ. دا مهال افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې یوازې له اوزبیکستان هېواد سره وصل دی. له امریکا غږ سره په خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې پخواني مشر خان جان الکوزی وايي چې له اوزبیکستان سره د اورګاډي دې پټلۍ د افغانستان سوداګرۍ ته لویه ګټه رسولې. د نوموړي په وینا چې، «د اوزبیکستان له لارې د روسیې، چین او د قزاقستان ټوله مالونه راځي. د نوموړي په وینا په دې لارغنم، اوړه، غوړي، بوره، ساختماني توکي، تېل او ګیس راځي.»

د ښاغلي الکوزي په وینا چې د صادراتو لپاره همدا تر ټولو لنډه لار ده، ځکه چې افغانستان تر ډېره خپل مالونه له منځنۍ اسیا، روسیې او چین څخه اخلي.

هغه وايي: «افغانستان هر کال نېږدې درې میلیونه ټنه غنم او اوړه له قزقستان او اوزبیکستان څخه اخلي. له پاکستانه یوه بوجۍ اوړه هم نه راوړو، غوړي نه راوړو. د وریژو پرته موږ ټول خوراکي توکي د اوزبیکستان له لارې له مرکزي اسیا راوړو. هغه ځکه چې د حیرتان لاره رېل ګاډی لري او کرایه یې کمه پرېوزي.»

خان جان الکوزی وايي چې دایران او کراچۍ په نسبت افغانستان ته د منځنۍ اسیا لاره لنډه او ارزانه تمامېږي. یاده دې وي چې د اوزبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خوجه ییوف په مشرۍ افغانستان ته تللی اوزبیک پلاوي کې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو استازي ګډون لري.

په کابل کې د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې چې باختر آژانس خپاره کړي. په دې کتنه کې دواړو لوریو په سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو لاره برابرولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG