د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ټیم روزونکی جانتن ټروټ نوی تړون لاسلیکوي


د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې تر ښه ځلېدو وروسته ددغې لوبډلې روزونکی جانتن ټروټ د افغان ملي ټیم سره د پاتې کېدو لپاره یو نوي یو- کلن تړون ته نږدې شوی دی.

د انګلستان د کرکټ لوبډلې پخوانی توپ وهونکی جانتن ټروټ د اوسني تړون له شرطونو خوښ دی، خو تر لاسلیکېدو وړاندې غواړي چې د خپلې کاري ډلې غړي غوره کړي.

ټروټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان کرکټ ټیم روزونکی وګومارل شو او د هغه په مشرۍ افغان ملي ټیم وکړای شول د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې په هند کې د کرکټ نړیوال جام مخکینی اتل انګلستان او همداشان د پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلې ماتې کړي.

نوموړي د دسمبر پر ۲۱ د بریتانیې پي اې خبري اژانس ته ویلي: "زه باوري یم چې لاسلیک به یې کړم، خو غواړم ډاډه شم چې څه ترلاسه کوم هغه د لوبډلې په ګټه هم وي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو زه دا یقیني کول غواړم چې د روزونکي ملاتړي او کارمندان هم هغسې وي چې زه یې غواړم، زه دا باور پوخوم چې ښه روزونکي وګومارو چې لوبډله مو وغوړېږي، او دا ډاډ ترلاسه کړو چې یو ګام مو پرمخ اخیستی دا نه چې پرشا تللي یو.“

ټروټ وویل، په دې کار سره غواړي چې افغان ټیم ډېرې لوبې وګټي او د افغانستان د راتلونکې روزونکی لپاره یو معیار وټاکي.

د جانتن ټروټ اوسنی تړون د سږني کال تر پایه ختمېږي او د اصولو له مخې باید خپل تړون نوی کړی او د ده تر روزنې لاندې به د افغانستان کرکټ ملي ټیم په وېسټ انډیز او د امریکا په متحده ایالاتو کې په جون میاشت ګې په شل اووریزه نړیوال جام کې برخه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG