د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د اسیا کپ اتلولي وګټله 


بنګله دېش په سیمې فاینل کې هند ته ماتې ورکړه
بنګله دېش په سیمې فاینل کې هند ته ماتې ورکړه

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د اسیا کپ سیالیو په پایلوبې کې بنګله دېش متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د یکشنبې د ورځې ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) په پایلوبې کې د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته یې د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش په لوبډلې کې عاشق الرحمن شبلي ۱۲۹ منډې وکړې.

د بنګله دېش توپ اچوونکو د متحدو عربو اماراتو ټوله لوبډله په ۸۷ منډو وسوځوله او لوبه یې د ۱۹۵ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بنګله دېش عاشق الرحمن شبلي ته ورکړل شوه.

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د اسیا کپ سیالۍ څو ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې پیل شوې وې،‌ چې د افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، سري لانکا، متحده عرب امارات، نیپال، جاپان او هند لوبډلې په کې ولوبېدې.

افغانستان له نیپال څخه لوبه وګټله او په پاکستان او هند یې وبایللې. بنګله دېش په سیمې فاینل کې هند او متحدو عربو اماراتو پاکستان ته ماتې ورکړې.

دا لوبې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې، بله میاشت په جنوبي افریقا کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام سیالۍ وشي. افغانستان هم په دغو سیالیو کې برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG