د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا کپ له سیالیو څخه بهر شوه
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا کپ له سیالیو څخه بهر شوه

د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د اسیا کپ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا د افغانستان دویمه ماتې وه.

د پاکستان د کرکټ ځوانانو په ۵۰ اورونو کې افغان ځوانانو ته د ۳۰۴ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوري یوازې ۲۲۰ منډې وکړای شوې او لوبه یې وبایلله.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه په هند باندې بایللې وه او دویمه یې له نیپال څخه ګټلې وه.

افغانستان په دې ماتې سره د ۱۹ کلنو د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه هم بهر شو. دا لوبې په متحدو عربو اماراتو کې دي، چې بنګله دېش، سري لانکا، متحده عرب امارات او جاپان هم په کې لوبېږي.

د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ سیالۍ داسې مهال کېږي، چې بله میاشت په جنوبي افریقا کې د ۱۹ کلنو نړیوال کپ سیالۍ پیلېږي. افغانستان هم په کې دی.

مخکې د دغو سیالیو کوربتوب سري‌لانکا ته ورکړل شوی و، خو د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د سري لانکا د کرکټ په بورډ کې سیاسي مداخلې دي‌ او له همدې کبله یې غړیتوب هم وځنډوه او د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب یې هم ځینې واخیست.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG