د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان له هند سره لوبه کوي


د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکت لوبډله
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکت لوبډله

نن جمعه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) په متحدو عربو اماراتو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې په کې دي.

لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي. افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له هند، پاکستان او نیپال سره مخامخ دی.

په ب ګروپ کې متحده عرب امارات، بنګله دېش، سري لانکا او جاپان دي. دا پنځوس اوریزې لوبې دي.

نن د افغانستان او هند او پاکستان او نیپال ترمنځ سیالۍ دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د چهارشنبې په ورځ متحدو عربو اماراتو ته ورسېده او تېره ورځ یې تمرین وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې لوبډله یې دغو سیالیو ته چمتو ده او هیله یې ښودلې ده چې ښه وځلېږي.

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د ویدیو له لارې له لندن څخه په دوبۍ کې له افغان ځوانو لوبغاړو سره خبرې کړې، خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړي او هڅوونکې وینا یې ورته کړې ده.

راشد خان شاوخوا دوې اوونۍ مخکې په لندن کې د ملا عملیات وکړل او وايي چې عملیات یې بریالي وو او هیله لري چې ژر جوړ او میدان ته راستون شي.

د اسیا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د اسیا د کرکټ شورا په یوټیوب چاینل باندې ژوندۍ ښودل کېږي. د دغو سیالیو پایلوبه د ډسمبر په ۱۵ نېټه ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې سیالۍ

په همدې حال کې افغان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې له متحدو عربو اماراتو سره هم دوې یوه ورځنۍ تمریني او درې شل اوریزې سیالۍ کوي.

دا لوبې د دواړو خواو ترمنځ د تېرکال د لاسلیک شوې تړون په اساس کېږي. دوې تمریني لوبې په شارجه کې د ډسمبر په ۲۵ او ۲۷ او درې شل اوریزې لوبې د ډسمبر په ۲۹، ۳۱ او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دویمه نېټه دي.

افغانستان له دغو سیالیو وروسته هند ته ځي او له کوربه هېواد سره درې شل اوریزې سیالۍ لري.

دا لوبې داسې مهال پلان شوې چې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز جام سیالیو ته شاوخوا شپږ میاشتې پاتې دي. شل اوریز نړیوال جام په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې دي چې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلې په کې لوبېږي. تر دې دمه د دغو سیالیو مهالوېش اعلان شوی نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG