د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام ۲۰ لوبډلې؛ یوګاندا په لومړي ځل نړیوال جام ته لاره وکړه


د ۲۰۲۴ نړیول جام سیالۍ په امریکا او ویسټ انډیز کې دي
د ۲۰۲۴ نړیول جام سیالۍ په امریکا او ویسټ انډیز کې دي

د کرکټ د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام ۲۰ لوبډلې مشخصې شوې او یوګاندا په لومړي ځل د دغو سیالیو نړیوال جام ته لاره وکړه.

متحده ایالتونه او ویسټ انډیز د نړیوال جام د سیالیو کوربانه دي. دا سیالۍ به د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې پیلېږي، لا د سیالیو دقیق مهالوېش اعلان شوی نه دی.

نړیوال جام ته د ورتګ لارې

ویسټ انډیز او متحده ایالتونه کوربانه دي او د غوراوي سیالیو د کوم پړاو له ترسره کولو پرته نړیوال جام ته وتلي دي. دا د کوربتوب امتیاز ګڼل کېږي.

انګلنډ، استرالیا، هند، جنوبي افریقا، پاکستان، سري لانکا، نیوزلنډ او هالنډ د ۲۰۲۲ په شل اوریز نړیوال جام کې د سر اته لوبډلې وې او په همدې اساس راروان نړیوال جام ته غوره شوي دي.

افغانستان او بنګله دېش بیا د ۲۰۲۲ د نومبر تر ۱۴ نېټې مخکې، چې د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي یوه مرحله ګڼل کېده، په درجه بندۍ کې نهم او لسم هېوادونه وو او مستقیمآ نړیوال جام ته ووتل.

د نړیوال جام اته نورې لوبډلې د غوراوي سیالیو له بېلا بېلو پړاونو څخه ووتل. د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس، د امریکا په لویې وچې کې کاناډا او په اسیا کې عمان او نیپال دوه نور هېوادونه دي چې نړیوال جام ته یې لاره کړې ده.

پاپوا نیوګیني بیا د ختیځي اسیا د پاسفیک یوازینی هېواد دی چې راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې به لوبېږي. ایرلنډ او سکاتلنډ د اروپا او یوګاندا او نامیبیا د افریقا څخه څلور نورې لوبډلې دې چې د ۲۰۲۴ کال کې په نړیوال جام کې به لوبېږي. اول ځل دی چې ۲۰ لوبډلې د کرکټ په دا ډول سیالیو کې برخه اخلي.

د لوبډلو ګروپونه

ټولې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي او په هر ګروپ کې پنځه پنځه لوبډلې دي. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به دویمې مرحلې ته لار کوي چې د اتو غوره لوبډلو مرحله ګڼل کېږي.

د دغو اتو لوبډلو له ډلې څخه به یې څلور لوبډلې بیا نیمه پایلوبې ته او دوې نورې به یې پایلوبې ته وځي.

د کرکټ نړیوالې شورا په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې دا ځل یې ځکه د لوبډلو شمېر ۲۰ ته پورته کړی چې نورو هېوادونو ته هم د کرکټ د نړیوالو لوبو فرصت په لاس ورشي او د کرکټ غوړېدو ته لا لاره هواره شي.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام هر کال یو ځل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG