د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام اتلولۍ تر ګټلو وروسته، د هند د لوبډلې کپتان روهیت شرما او نوموتي توپ وهونکي ویرات کوهلي د شل اوریزو نړیوالو لوبو څخه د خپلو استعفاوو اعلان وکړ.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز وايي چې افغانستان په نړیوال جام کې یو بریالی سفر درلوده او د بنګله دېش او استرالیا له ماتو یې ډېر خوند اخیستی دی.
د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په نیمه پایلوبې کې ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د نړیوال شل اوریز جام پایلوبې ته یې لاره وکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چارشنبه جون ۲۶ (چنګاښ ۶) د کرکټ ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په نیمه پای لوبې کې د جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي ټیم د کرکټ یو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه جون ۲۴ ( چنګاښ څلورمه) د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر-۸ پړاو په وروستۍ لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته یې لار ومونده.
د کرکټ نړیوال شورا (آی سي سي) وايي چې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په متحدو ایالتونو کې له کرکټ سره د خلکو بیسارې علاقه جذب کړې ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان راشد خان د استرالیا د کرکټ لوبډلې ته له ماتې وروسته ویلي دي چې افغان کرکټ لوبغاړي دا وړتیا لري چې روان شل اوریز نړیوال جام هم وګټي.
په افغانستان کې دننه د کرکټ د لوبې مینه والو د ۲۰۲۴ کال د کرکټ د شل اوریز جام په سیالیو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بری د غونډو په ترڅ کې نمانځلی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شنبه جون ۲۲ ( چنګاښ دریمه) د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړله.
د کرکټ ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر –۸ مرحلې کې جنوبي افریقا خپله دویمه لوبه هم وګټله او نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته د تګ لپاره یې خپل مزل لا آسان کړ.
له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې د هند د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي راهول ډرایویډ افغانستان یوه خطرناکه لوبډله وبلله او ویې ویل چې له هغوی سره به لوبه اسانه ونه ګڼي.
جنوبي افریقا د نړیوال جام د سوپر۸ لومړۍ لوبې کې امریکا ته ماتې ورکړه
نور پورته کول