د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: چې استرالیا مو ماته کړه، فاینل هم ګټلای شو


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان راشد خان د استرالیا د کرکټ لوبډلې ته له ماتې وروسته ویلي دي چې افغان کرکټ لوبغاړي‌ دا وړتیا لري چې روان شل اوریز نړیوال جام هم وګټي.

راشد خان د افغانستان لوبغاړو ته له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې باید په ځان باندې باور او اعتماد ولري چې له دې «ځای څخه» پایلوبه هم ګټلای شي.

راشد خان وویل: «دا لوی بری دی... له د ځای څخه فاینل هم ګټلای شو او هغه به ډېره خوشحالي وي... هر ټیم چې ګورې له موږ څخه یې ویره وشي. فاینل دومره لېرې نه دی.»

هغه وویل چې د استرالیا غوندې لوبډلې ته، چې د شل اوریزو سیالیو متخخصه لوبډله بلل کېږي، ماتې ورکولای شي، بله هره لوبډله هم ماتولای شي او«خو دومره ده چې ذهن کې دا واچوو چې موږ راغلي د دې لپاره یو» او له دې پرته نه ځي.

راشد خان په خپلو خبرو کې افغان لوبغاړي وستایل چې د استرالیا سره په لوبې کې هر لوبغاړي خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړ. د راشد خان دا خبرې د افغانستان د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼې کې خپرې شوې.

افغانستان د ویسټ انډیز په وینسیټ کې په ځايي وخت کې د شنبې په ورځ جون ۲۲ د ماښام په لوبې کې ماتې ورکړه، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کرکټ‌ کې استرالیا ته ماتې ورکوي.

استرالیا په کرکټ کې یوازینۍ لوبډله ده چې تر نورو هېوادونو یې ډېر شپږ ځلې نړیوالې اتلولۍ ګټلې دي.

افغانستان د روان شل اوریز جام په سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو (سوپر۸) په مرحلې کې لوبېږي، د دغې مرحلې لومړۍ لوبه یې په هند وبایلله او درېیمه لوبه یې له بنګله دېش سره ده.

راشد خان له افغان لوبغاړو څخه وغوښتل چې ټول تمرکز په له بنګله دېش سره په لوبې باندې وکړي. که افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړې او استرالیا یې په هند وبایلي، افغانستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په نړیوال جام کې په سوپر۸ مرحلې کې لوبېږي. په دغه نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG